1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تیر کال کې تر۵۴ زرو ډیر مهاجر په خپله خوښه له آلمان څخه وتلي

۱۳۹۶ تیر ۲۱, چهارشنبه

په ۲۰۱۶ کال کې تر ۵۴ زرو ډیر مهاجر په داوطلبانه شکل له آلمان څخه خپلو هیوادونو ته ستانه شوي دي. د دغو بیرته ستنیدونکو کسانو لویه برخه د البانیا، سربستان، کوزوو او عراق هیوادونو مهاجر ول.

https://p.dw.com/p/2gQ8r
Gambia freiwillige Rückkehrer aus Libyen auf dem Flughafen in Banjul
انځور: Reuters/L. Gnago

د مهاجرت نړیوال سازمان یوه ویاند د سه شنبې په ورځ (د جولای میاشتې ۱۱) وویل چې تیر کال تر ۵۴ زرو ډیر مهاجر په داوطلبانه شکل خپلو هیوادونو ته بیرته ستانه شوي دي.

د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) د څرګندونو له مخې په دې توګه د بیرته ستنیدنې او په آلمان کې د دوباره ادغام په پروګرام کې برخه اخیستنه، تر هغې د یوه کال مخکې په پرتله ۵۰ سلنه زیاته شوې ده.

په مجموع کې ۱۶۸۳۱ تنه البانوي مهاجر، ۶۱۳۸ تنه د سربستان هیواد، ۵۶۵۷ تنه عراقي مهاجر، ۵۳۹۶ تنه د کوزوو او ۴۵۷۶ مقدونیایې مهاجر له آلمان څخه بیرته خپلو هیوادونو ته ستانه شوي دي.

د مهاجرت نړیوال سازمان په نړیواله کچه له ۹۸ زره مهاجرو سره، د هغو له جملې څخه تر ټولو په لومړي قدم کې د اروپایې اتحادیې له غړو هیوادونو څخه خپلو هیوادو ته د دوی د بیرته ستنیدو په برخه کې مرسته کړی ده.

د نوموړي سازمان د رپوټ پر بنسټ په دوی کې ۱۲۵۷ تنه بی سرپرسته ماشومان ول چې د هغو له جملې څخه ۹۰۰ تنه یې د انساني قاچاقبراني قرباني شوي دي.

 ۳۹ زره بیرته ستانه شوي مهاجر د ملګرو ملتونو د مهاجرت سازمان (په خپل هیواد کې د یو نوي ژوند او کار پيل) پروګرام په چوکاټ کې له ملاتړ څخه برخمن شوي دي. سربیره پر دې بیرته ستنیدونکو، په مجموع کې د افریقایې هیوادونو مهاجرو روزنیزو پروګرامونو ته لاسرسی درلود.