تیر کال د آلمان کوم آیالت ډیر مهاجر منلي دي؟
د مهاجرو په برخه کي د آلمان فدرالي ادارې په حواله، دغه هيواد ته د راغلو مهاجرو د پناه غوښتنلیکونو منل کیدل او یا ردیدل د نورو فکتورونو ترڅنګ په دې پورې هم اړه لري، چې دغه شخص د آلمان په کوم ایالت کې پناه غوشتې ده.
برانډنبرګ
تیر کال په ټول آلمان کې د پناه تر ټولو لږ غوښتنلیکونه د آلمان په برانډنبرګ آیالت کې منل شوي دي. یا په بل عبارت دغه آیالت تر ټولو لږو مهاجرو ته قبولي ورکړې ده.
بایرن
په بایرن ایالت کې سوسیال مسیحي اتحاد ګوند په واک کې دی. د دغه ګوند مشر هورست زیهوفر، په نوي حکومت کې د کورنیو چارو وزارت دنده ترلاسه کړې. زیهوفر د ټول هیواد په کچه د رد شویو مهاجرو د اخراجولو ژمنه کړې. تیر کال د هغه په ایالت کې د پناه د منل کیدو فیصدي ۳۱،۸ وه.
بادن ورتمبرګ
بادن ورتمبرګ هم د آلمان په هغو ایالتونو کې شمیرل کیږي چې د پناغوښتونکو د منل کیدو سلنه یې ټيټه ده. تیرکال په دغه ایالت کې د پناغوښتونکو د منل کیدو فیصدي ۳۷،۷ وه.
تورینګن
تیر کال د آلمان په تورنګن ایالت کې د پناغوښتونکو د ۴۴،۱ سلنه غوښتنلیکونه منل شوي دي، په داسې حال کې چې نورو ته د رد ځواب ورکړل شوی دی.
برلين
د آلمان پلازمېنه برلين پخپله یو ایالت هم دی. په دغه ایالت کې تیرکال د ۴۴،۳ سلنه مهاجرو د پناه غوښتنلیکونو مثبت ځواب ترلاسه کړی دی.
راينلد فلڅ
په دې ایالت کې په ۲۰۱۷م کال کې ۴۴،۶ سلنه د پناغوښتنې غوښتنلیکونو مثبت ځوابونه ترلاسه کړي دي.
نورد-راین-وستفالن
نورد-راین-وستفالن د نفوس له پلوه د آلمان تر ټولو ګڼ میشته ایالت دی. دغه ایالت ته هم د نورو په پرتله ډیر مهاجر راغلي دي. په دې ایالت کې د مهاجرو د قبولۍ کچه تر ۴۵ سلنه یو څه لوړه ده.
هامبورګ
تیر کال په هامبورګ ایالت کې ۴۸ سلنه د پناهندګۍ غوښتنلیکونو مثبت ځوابونه ترلاسه کړي دي.
نیدر زاکسن
تیرکال (۲۰۱۷) په نیدر زاکسن ایالت کې د ۵۲،۴ سلنه پناغوښتونکو د پناه غوښتنلیکونو مثبت ځوابونه ترلاسه کړي دي.
شلیسویګ هولشټاین
په ۲۰۱۷م کال کې د آلمان په شلیسویګ هولشټاین ایالت کې هم د نیدر زاکسن په شان د پناه منل کیدو سلنه ۵۲،۴ وه.
هیسن
د آلمان په هیسن ایالت کې هم د یو شمیر نورو په شان د پناغوښتونکو د منل کیدو کچه لوړه وه. تیرکال دغه ایالت ۵۳،۲ سلنه د پناه غوښتنلیکونو ته مثبت ځواب ورکړی وو.
بریمن
د آلمان په شمال کې د بریمن ایالت هم تیرکال د پناغوښتونکو د پناغوښتني نږدې ۶۰ سلنه غوښتنلیکونو ته مثبت ځوابونه ورکړي دي.
زارلنډ تر ټولو ډیر مهاجر منلي دي
زار لنډ د آلمان په سویل لویديځ کې د فرانسې سرحد ته نږدې دی. تیرکال په دې ایالت کې د پناغوښتونکو د پناغوښتنې د منل کیدو فیصدي تر ټولو لوړه یعنې ۷۳ سلنه وه.