تيرکال د کوم هیواد څومره پناه غوښتونکي آلمان ته راغلي؟
تيرکال آلمان ته د مهاجرو په راتګ کې څرګند کمښت لیدل کیږي. په ۲۰۱۷م کال کې ۱۸۰ زره، په ۲۰۱۶م کال کې ۲۸۰ زره او په ۲۰۱۵م کال کې شا او خوا یو میلیون کسان د پناه په لټه کې آلمان ته راغلي دي.
۱۔ سوریه
په ۲۰۱۷م کال کې هم آلمان ته تر ټولو زیات مهاجر له کورنۍ جګړې سره لاس او ګرایوان هیواد سوریې څخه راغلي دي. د آلمان د کډوالو او مهاجرو د فدرالي ادارې د معلوماتو له مخې تيرکال د سوریې تر پنځوسو زرو زیاتو وګړو په آلمان کې د پناه غوښتنه کړې ده. کابو ۹۲ سلنه سوریایانو ته پناه ورکړل شوې ده.
۲۔ عراق
آلمان ته د راغلي پناه غوښتونکو په نوملړ کې عراق بیا دوهم ځای لري او په ۲۰۱۷م کال کې تر۲۳۶۰۰ زیاتو عراقیانو آلماني چارواکو ته د پناه غوښتنې عریضې وړاندي کړي دي. په دغه ترڅ کې تر۵۶ سلنه زیات عراقیان د پناه مستحق ګڼل شوي دي.
۳۔ افغانستان
په ۲۰۱۷م کال کې آلمان ته د راغلو افغانانو شمیر تر هغې د تیرکال په پرتله اته سلنه کم وو، خو بیا هم افغانان دریمه لویه ډله ده چې په آلمان کې یې د پناه غوښتنه کړې ده. تر ۱۸۰۰۰ زیاتو افغانانو د پناه غوښتنه کړې ده. په آلمان کې د افغانانو د پناه غوښتنې د قبلیدو سلنه آن تر پنځوسو هم ټیټه ده او شا او خوا ۴۴ سلنې ته رسیږي.
۴۔ اریتریا
د افریقایي هیواد اریتریا تر لسو زرو زیاتو وګړو په آلمان کې د پناه غوښتنه کړې ده.
۵۔ ایران
په ۲۰۱۷م کال کې له ایران څخه شا او خوا نهه زرو کسانو په آلمان کې د پناه غوښتنه کړې ده. په آلمان کې د هغوی د پناه غوښتنې د قبلیدو فیصدي د پنځوسو په شا او خوا کې ده.
۶۔ ترکیه
په ترکیه کې د ناکامې کودتا تر هڅې وروسته د دغه هیواد حکومت په پوځ او نورو دولتي ادارو کې ډېر کسان له دندو ګوښه کړل. تر هغې وروسته کابو اته نیم زرو ترکانو په آلمان کې د پناه غوښتنلیکونه وړاندې کړي دي. هغوی ته د پناه ورکولو سلنه ۲۸ ته رسیږي.
۷۔ نایجیریا
افریقایي هیواد نایجیریا څخه هم تیر کال ۸۳۰۰ پناه غوښتونکي آلمان ته راغلي دي. خو یوازې د ۱۷ سلنه نایجیریايي مهاجرو د پناه غوښتنه منل شوې ده.
۸۔ سوماليا
آلمان ته د راغلو مهاجرو په نوملړ کې اووم ځای هم افریقایي هیواد سومالیا خپل کړی دی. په تیر میلادي کې تر اووه نیم زره زیات سومالیایي وګړي د پناه په لټه کې آلمان ته رسیدلي دي. د نورو افریقایي هیوادونو په پرتله د سومالیا د وګړو د قبلیدو چانس زیات وو.
۹۔ روسیه
په ۲۰۱۷م کال کې له روسیې سره تړاو درلودونکي شپږ زره کسان د پناه په لټه کې آلمان ته رسیدلي، خو د هغوی د قبلیدو سلنه شا او خوا نهو ته رسیږي.
۱۰۔ هغه کسان چې هویت یې نه دی معلوم
په ۲۰۱۷م کال کې لسم ځای هغو پناه غوښتونکو خپل کړی چې آلماني چارواکو ته د هغوی د اصلي هویت په هکله معلومات نه شته. د آلمان د کډوالو او مهاجرو چارو فدرالي ادرې په وینا د دغه ډول کسانو شمیر څلور نیم زره کسانو ته رسیږي.
۱۱۔ پاکستان
له ۲۰۱۱م کال وروسته د لومړي ځل له پاره پاکستان د هغو لسو مخکښو هیوادونو په نوملړ کې نه راته چې وګړو یې په آلمان کې د پناه غوښتنه کړې ده. په ۲۰۱۷م کال کې شا او خوا څلور نیم زره پاکستانیانو آلماني چارواکو ته د پناه غوښتنلیکونه وړاندي کړي دي.