1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تویتر پر حروفو محدودیت کموي

۱۳۹۶ آبان ۱۷, چهارشنبه

د تویتر کاروونکي به ژر د دې امکان ولري چې تر پخوا اوږده پیغامونه خپاره کړي، ځکه تویتر غواړي د خپلو پیغامونو محدودیت ۲۸۰ ته ورسوي. تویتر هیله لري چې له دې سره به کارکوونکي ډیر شي.

https://p.dw.com/p/2nFKX
Symbolbild - Twitter Logo auf Handydisplay
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Rourke

اوس کاروونکي په تویتر کې یوازې تر۱۴۰حروفو پورې پیغامونه لیکلی شي خو دغه انترنتي شبکې په سپتمبر میاشت کې ځینې آزموینې وکړي چې پر خپله پاڼه خپریدونه پیغامونه یو څه اوږده کړي. دغې شبکې د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې نوی بدلون به څه نا څه په ټولو ژبو کې راولي.

تویتر پر خپله رسمي پاڼه لیکلي دي: «موږ پر حروفو محدودیت یو څه کموو. موږ غواړو چې هر څوک په اسانۍ او چټک ډول خپل نظر بیان کړای شي.»

دا په داسې حال کې ده چې د چینایي، جاپاني او کوریایي کارونکو له پاره به بیا هم د ۱۴۰ حروف محدودیت پر ځای وي دا ځکه چې دغه کارکوونکي کولای شي چې په لږو حروفو ډیر څه بیان کړي.

د تویتر یوه بنسټ ایښودونکي بیز ستون، ویلي دي چې پر حروفو د محدودیت اسانول به له دې شبکې څخه کارونه اسانه کړي: «پر دې سربیره چې خلکو تر ۲۸۰حروفو ډیر تویتونه [لنډ پیغامونه] خپرول، په عین حال کې د هغوی تویتونه د ډیرو کسانو له خوا خوښیدل، بیا خپریدل، او په ټولیز ډول له تویتره رازي ول. له همدې کبله به تاسو هم ۲۸۰ حروف ولرئ. ترې خوند واخلئ.»

تر اوسه پورې لا روښانه نه ده چې دغه بدلون به له کله په بشپړه توګه عملي شي، خو داسې تمه کیږي چې د ګرځند تلیفونونو کارکوونکي به د تویتر اپلیکشن په راتلونکي «اپدیت» کې دغه بدلون ته لاسرسی ولري.

تویتر په وروستیو وختونو کې له دې کبله تر فشار لاندې ده چې باید د اعلاناتو له لارې ډیره ګته ترلاسه کړي او په عین حال کې د خپلو کارونکو شمیر هم لوړ کړي. اوس دغه ټولنیزه شبکه تر خپل اصلي رقیب، فیسبوک، په دې برخو کې تر شا پاته ده.

ډیر خبریالان او سیاستوال تویتر کاروي، خو د عام وګړو په منځ کې بيا د فیسبوک شبکه ډیر شهرت لري. فیسبوک اوس ۲ میلیارده میاشتني فعاله کارونکي لري. دغه شبکه هغه کاروونکي فعال بولي چې د ۳۰ ورځو په موده کې یې یو ځل خپله فیسبوک پاڼه پرانیستې وي.