توره بحيره اروپا ته د مهاجرتونو يوه بله لاره
۱۳۹۶ شهریور ۲۲, چهارشنبهد چارو کارپوهان په دې آند دي چې د بالکان لارو تړل کيدل او بيا د اروپايي ټولنې او ترکيې تر منځ د مهاجرت تړون، د دې سبب واقع شوی چې اوس اروپا پر لور تلونکي مهاجر له تورې بحيرې له مسيره څخه کار واخلي. دا اروپا ته د غیرقانوني مهاجرتونو يوه نوې لاره ګڼل کيږي.
چارواکي وايي د رومانيا په ختيځ کې د چهارشنبې په شپه په ژغورل شويو افرادو په ډله کې ۵۳ تنه ماشومان او ۵۱ تنه ښځې هم شاملې دي. د چارواکو پر وينا دغه افراد په داسې حال کې چې کشتۍ يې په سمندر کې خرابه او ماته شوې وه، ژغورل شوي دي.
د رومانيا د ساحلي ساتونکو د وياند کرستين کيکو وايي: « د ژغورنې عمليات په داسې وخت کې ترسره شو چې سمندر په طوفاني حالت کې وو او د اوبو څپې تر درو مترو اوچتیدې. دوي په ډير خطرناک حالت کې راګير شوي ول او د دې خطر موجود وو چې کشتۍ يې ډوبه او خپل ژوند له لاسه ورکړي».
د فرانسې خبري آژانس له مخې، یاد کسان تر ژغورنۍ وروسته لمړی د معايناتو له پاره روغتون ته وليږدول شول او تر هغې وروسته د مهاجرت ادارې چارواکو ته وسپارل شول.
رومانیا د اروپايي اتحاديې يو غړي هيواد دی خو د دغې اتحاديې د شينګن سيمې هيوادونو په ډله کې نه راځي، همدا وجه ده چې مهاجر د رومانيا له لارې ډير لږ اروپا ته د داخليدو په مقصد کار اخلي. خو اوس د نورو لارو په تړل کيدو سره دا ويره شته چې مهاجر به د تورې بحيرې او رومانيا څخه هم اروپا ته د غيرقانونی مهاجرتونو په موخه کار واخلي.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (23.08.2015):