1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تقريباً هيڅ اسلاميست ته برېښنايي زولنې نه دي اچول سوي

۱۳۹۶ آبان ۵, جمعه

د آلمان امنيتي چارواکو د څارني په موخه تر ډيره «خطرناکو» اسلاميستانو ته برېښنايي زولنې نه دي اچولي. د پوليسو صنفي اتحاديې دغه ډول آلې د شکمنو کسانو د څارنې له پاره گټمني نه بولي.

https://p.dw.com/p/2maqT
Anlegen einer Elektronische Fußfessel
انځور: picture-alliance/dpa/H. Techt

په آلمان کي ۷۰۵ داسي اسلاميستان سته چي د «ګواښ» اندېښنې ترې سته. له دغو ۷۰۵ کسانو څخه يوازي دوه کسان داسي دي چي پښو ته يې يو ډول برېښنايي زولنې اچول سوي. د دغه زولنې له لاري پوليس ۲۴ ساعته د دغه کس په هکله معلومات لري چي هغه چيري دی.

کله چي په ۲۰۱۶م کال د دسمبر په ۱۹مه نېټه په برلين کي د انيس امري په نوم تونسي ځوان د کرسمس پر بازار په لارۍ موټر سره بريد وکړ، نو په غبرګون کي يې د آلمان پارلمان د ۲۰۱۷م کال په جون کي يو ځانګړی قانون تصويب کړ. د دغه قانون له مخي هغه کسان چي ورڅخه ګواښ پېښېدلای سي، د شرايطو پر اساس د يادو برېښنايي زولنو په اغوستلو مکلف کيدلای سي.

دا چي په آلمان کي کوم شمېر «خطرناک» اسلاميستان سته او کوم شمېر يې برېښنايي زولنې اچوي، د آلمان د زيوډ ډويچه څايټُنګ په يوه راپور کي راغلي دي. د آلمان د کورنیو چارو وزارت هم دا تائيد کړې ده. ياد وزارت زياته کړې ده چي نور ۴۲۸ کسان له «اسلاميستي صحنې» سره تړاو لري خو په هکله يې فکر کيږي چي لږ ګواښونکي دي.
د آلمان د جنايي پوليسو د ادارې (BKA) وياند ويلي چي د ياد قانون له تصويب راهيسي تقريبا هيڅ اسلاميست ته د څار له پاره ځانګړي برېښنايي زولنې يا د پښو بندونه نه دي اچول سوي. دا په داسي حال کي ده چي د آلمان د عدليې وزير هايکو ماس او د کورنیو چارو وزير توماس دیميزير د ۲۰۱۷م کال په جنورۍ مياشت کي د دغه قانون په تړاو خورا زیاته خوشبيني ښودلې وه.

Anis Amri Videostill
بريدګر انيس امريانځور: picture-alliance/abaca/B. Press

پر دغي مفکورې لږ باور

په آلمان کي د احتمالي ګواښ پېښونکو کسانو څارنه د فدرالي امنيتي ادارو کار دی. خو د ايالتونو پوليس ځان ته ايالتي قواعد لري چي ايالتي حکومتونه او پارلمانونه يې بدلولای سي. دا چي يو شکمن کس ته د هغه د څار له پاره د پښو اليکترونيکي زولنې واچول سي که نه، دغه فيصله هم ايالتونه کوي.

زيوډ ډويچه څايټُنګ د راپور له مخي د ۲۰۱۷م کال په جون کي په مرکزي پارلمان بُندستاګ کي د قانون تر تصويب وروسته صرف بايرن ايالت دوو شکمنو اسلاميستانو ته برېښنايي زولنې ور په پښو کړي دي. په راپور کي زیاته سوې ده چي د آلمان د نورو ايالتونو امنيتي ادارې د «خطرناکو» اسلاميستانو د څارنې له پاره د دغو آلو استعمال مؤثره نه بولي او پر دې مفکورې لږ باور لري.

په آلمان کي د پوليسو د صنفي اتحاديې رئيس اوليور مالشوف ويلي دي چي د آلمان د پوليسو تر منځ د اسلاميستانو د څار له پاره د برېښنايي زولنو استعمال محبوب نه دی.

د هغه په وينا البته پوليس دا ډول د څارنې امکان د جنسي تېري کوونکو کسانو د څار له پاره مؤثره ګڼي، ولي چي دغه کسان له ځانګړو ساحو څخه منعه کړل سوي وي چي بايد هغو ساحو ته داخل نه سي، لکه ښوونځي، د ماشومانو د روزنې ځايونه او داسي نور.