1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تریسا مې له اروپايي ټولنې څخه د وتلو غوښتنلیک لاسلیک کړ

۱۳۹۶ فروردین ۹, چهارشنبه

د لومړۍ وزیري د دفتر له خوا يو خپور شوی انځور ښيي چې تریسا مې، هغه لیک لاسلیک کړی دی چې پکښې له اروپایي ټولنې څخه د بریتانیا د وتلو د رسمې چارو پیلیدو غوښتنه شوې ده. لیک به د چهارشنبې په ورځ بروکسل ته واستول شي.

https://p.dw.com/p/2aByD
England Theresa May unterschreibt Brexit-Antrag
انځور: REUTERS/C. Furlong

د بریتانیا لومړۍ وزیرې تریسا مې، د سه شنبې په ورځ ناوخته هغه لیک لاسلیک کړی دی چې له مخې یې د لیزبون معاهدې پنځوسمه ماده پیلیږي. د دې مادې له مخې له اروپايي ټولنې څخه د یوه غړي هیواد د وتلو رسمي چارې پیلیږي.

نهه میاشتې مخکې بریتانیا په یوې ټولپوښتنه کې پریکړه وکړه چې له اروپايي ټولنې څخه ووځي.

لیک به د اروپايي ټولني مشر دونالد تسک ته د چهارشنبې په ورځ په بروکسل کې وسپارل شي. د لیک تر سپارلو وروسته به په دوو کلونو کې بریتانیا له اروپايي ټولنې وځي او له دې بلاک سره به د اړیکو نوې بڼه پیلوي.

په هغه وخت کې چې لیک بروکسل ته رسیږي، مې به د خپل هیواد پارلمان ته وینا وکړي او ورته به ژمنه وکړي چې د وتلو تر ټولو ښه شرایط به د خپل هیواد له پاره ترلاسه کړي.

له اروپايي ټولنې څخه د بریتانیا د وتلو په اړه یوه جنجالي موضوع په بریتانیا کې د اروپايي ټولنې د غړو او په اروپايي ټولنه کې د بریتانیا د اتباعو ژوند، او برخلیک دی.

مې او اداره یې سخت کار په مخ کې لري چې د اروپايي ټولنې له غړو سره داسې یوه تړون ته ورسیږي چې د بریتانیا له پاره ښې پایلې ولري.

په عین حال کې باید بریتانیا سکاتلند هم خوښ وساتي چې دغه هیواد له بریتانیا بیل نه شي.

نور مطالب له ارشيف څخه: