1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکیې د سوریایې کډوالو پر وړاندی خپل سرحدونه محدود کړي دي

آژانسونه /شمس الرحمن ناصر۱۳۹۴ خرداد ۲۴, یکشنبه

ترکيه په سوریه کې د IS یا« اسلامي دولت» ډلې ملیشو پر وړاندی د کردانو مقاومت ته د شک په سترگه ګوري. اوس د ترکیې پوځ او پولیسو د سوریایې کډوالو پرمخ د سرحدي پولې یوه برخه تړلې ده.

https://p.dw.com/p/1Fh3r
انځور: picture alliance/AA/M. Etgu

د ترکیې امنیتي ځواکونو د دغه هیواد په سویل لویدیځ کې له سوریې سره په گډه پوله په زرگونو سوریایې کډوال بیرته ستانه کړي دي. د فرانسې د خبري آژانس یوه عکاس خپل د سترگو لیدلي حال پر اساس رپوټ ورکړی دی چې ترکي ځواکونو د اچسکاله په سرحد کې د کډوالو د تیت او پرک کولو له پاره له هوایې ډزو او اوبو پاشونکو موټرو څخه کار واخیست.

د اسلامی دولت ډلې په مقابل کی د کردانو پرمختگ


د YPG يا ولسي دفاع د واحدونو په نامه کوردي مليشې د سوريې دننه په سرحدي او ستراتيژيکی مهمې سيمې تال ابجد ښار کي د اسلامي دولت IS سره په سختو جګړو بوختي دي. د چارواکو په خبره په تیرو څو ورځو کې تر ۱۳۰۰۰ ډیرو انسانانو د دغو جګړو له امله ترکيې ته پناه وړې ده.

Syrien Kämpfer der Volksverteidigungseinheiten YPG
انځور: Reuters/R. Said

د پنجشنبې په ورځ ترکي چارواکو ویلي وو چې له سوریې څخه دغه هیواد ته د ورتلونکو کډوالو په برخه کې به محدودیت وضع کړي. څه د پاسه څلور کاله وشول چې په سوریه کې کورنۍ جگړه روانه ده، له هغه وخت راهیسې ترکیې شاوخوا ۱،۸ میلیونه کډوالو ته پناه ورکړی ده.


د ځینو رپوټونو پر اساس د کردانو د ولسي دفاع واحدونو په نامه ډلې په تیرو څو ورځو کې د« اسلامي دولت» ډلې جنگیالي د تال ابجد له سیمې څخه پر شا تمبولي دي. د تال ابجد ښار له لاسه ورکول به د« اسلامي دولت» ډلې له پاره یوه لویه اقتصادي ضربه وي، ځکه افراطیان له دې لاری سوریې ته جنگیالي استوي او په تور بازار کې د تیلو تجارت پر مخ بیایې.

امریکا متحده ایالات د «اسلامي دولت» ډلې په مقابل کې له هوایې بریدونو سره د کردانو ملاتړ کوي، هغه کار چې په ترکیې کې له سختو نیوکو سره مخامخ کیږي. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان وایې چې امریکا له کردي ترهگرو سره مرسته کوي. د کردانو د YPG یا ولسي دفاعي واحدونو په نامه ډله دPKK یا د کردانو له کارگر گوند سره اړیکه لري، کوم ته چې په ترکیه او لویدیځو هیوادونو کې د یوې ترهگرې ډلې په سترگه کتل کیږي.

د انقرې اندیښنه

د انقرې حکومت ویره لري داسې نه چې کردي ملیشه په سوریې کې له خپل پوځي بریالیتوب څخه په استفادې سره خپل یو دولت جوړ کړی چې هغه به بیا د ترکیې پر کردانو اغیز ولري.


یوه اونۍ مخکې د ترکیې په پارلماني ټاکنو کې د کرد پلوه HDP یا د ولسونو دیموکراتیک گوند بریالیتوب د ترکیې پر حکومت یو اضافي فشار وو. HDP گوند چې د اردغان د اسلامي محافظه پاله AKP گوند مخالف دی د ترکیې په پارلماني ټاکنو تر لس فیصدو څخه د ډیرو رایو په ترلاسه کولو سره وتوانید چې د لومړي ځل له پاره په انقره کې پارلمان ته لاره پيدا کړي.