1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکیې ته د مهاجرو د استولو لړۍ بېرته پېل شوه

۱۳۹۵ فروردین ۲۰, جمعه

له یونان څخه ترکیې ته د مهاجرو د استولو لړۍ له یوې لنډې وقفې وروسته یو ځل بیا پېل شوه. په عین وخت کې د آلمان د کورنیو چارو وزیر توماس دیمیزیر، له ترکیې سره د مهاجرو د استولو له تړون څخه دفاع کړې ده.

https://p.dw.com/p/1IRkI
انځور: picture-alliance/NurPhoto/J. Hilton

یونان، ترکیې ته د مهاجرو د استلو بهیر بېا پېل کړ. د دغه هیواد دولتي تلویزون خبر ورکړی دې چې د جمعې په سهار یوه کښتۍ له لیسبوس ټاپو څخه ترکیې ته ولاړه چې پکښې ۴۵ پاکستاني اتباع سپاره ول. فعالانو د مهاجرو د بیرته استولو پر ضد احتجاج کاوه. په لیسبوس ټاپو کې ۷۰ پاکستانیانو د پنجشنبې په ورځ د نه خوړ اعتصاب کړی وو.

د یونان د دولتي تلویزون د رپوټ له مخې د جمعې په سهار یوه بله کښتۍ د یونان له کاس او زاموس ټاپوگانو څخه د لیسبوس ټاپو ته تللي او په پام کې ده چې له هغه ځای څخه نور ۹۵ مهاجر د اروپایي اتحادیې او ترکیې تر منځ د شوي تړون په چوکاټ کې ترکیې ته ولیږدوي. د دغه تلویزون د رپوټ له مخې هغه مهاجر چې باید بیرته ترکیې ته استول شوي، د پناه کومه غوښتنه یې نه وه کړې.

د آلمان خبري آژانس د ساحلي څارونکي د کړیو په حواله رپوټ ورکړی چې ښایي د خیوس له ټاپو څخه هم ترکیې ته مهاجر واستول شي. خو دغه رپوټ په رسمي توگه نه دی تائید شوی. د تیرې دوشنبې په ورځ د لیسبوس او خیوس ټاپو گانو څخه ۲۰۰ مهاجر، دیکیلي نومي ترکي بندر ته استول شوي دي.

د خیوس بندر بیرته پرانیستل شوی

په خیوس کې وضعیت بیرته آرامه شوی دی. د دغه ټاپو بندر د کښتیو د تگ راتگ له پاره بیرته پرانیستل شوی دی. په عین وخت کې پولیسو له ځایي چارواکو سره په گډه د بندر هغه برخه بیرته خالي کړې ده چې کابو یوه اوونۍ د مهاجرو له لوري اشغال شوې وه. هغوی ترکیې ته له استول کیدو څخه ډډه کوله. د رسنیو د رپوټ له مخې دغلته د ځایي اوسیدونکو او مهاجرو تر منځ په مؤقتي توگه شخړه رامنځ ته شوې ده. ځایي اوسیدونکو د کښتیو پر وړاندې د بندر د بندیدو له کبله احتجاج کاوه.

په زاموس ټاپو کې هم یو احتجاج تر کنترول لاندې راوستل شوی دی. د پنجشنبې په ورځ شا او خوا ۲۵۰ کډوال او مهاجر له یوه کمپ څخه سړک ته راوتلي ول او بیرته ترکیې ته د استولو پر ضد یې احتجاج کاوه. هغوی غوښتنه کوله چې د ترکیې پر ځای دې مرکزي اروپا ته واستول شي. عیني شاهدانو رپوټ ورکړی چې ځینو کسانو له ځانونه سره چړې لرلې چې پولیسو ته به یې د گواښ په پلمه ښکاره کولې. د یوې ځایي راډیو د رپوټ له مخې پولیس او د اروپا د پولې ساتنې ادارې «فرونټکس» چارواکي پر دې وتوانیدل چې د مهاجرو لویه برخه پر دې قانع کړي چې کمپ ته ورستانه شي.

په عین وخت کې د آلمان د کورنیو چارو وزیر توماس دیمزیر د اروپایي اتحادیې او ترکیې تر منځ د د مهاجرو د تړون په هکله نیوکې رد کړي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب