1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکيې یونان ته تلونکي ۱۳۷ تنه مهاجر بيرته ګرځولي

آژانسونه/ ک.ص۱۳۹۵ شهریور ۲۸, یکشنبه

د اروپايي پولو د ساتنې آژانس «فرانتکس» ویلي دي د هغو مهاجرو شميره یو ځل بيا لوړه شوي چې د ترکيې له لارې خپل ځانونه یونان ته رسوي.

https://p.dw.com/p/1K4WZ
Griechenland Flüchtlinge auf Lesbos
انځور: Getty Images/A. Koerner

د ترکيې دولتي خبري آژانس آنادولو، خبر ورکړی دي چې د دغه هيواد پوليسو یوه ډله مهاجر چې هڅه يې کوله د آژه سمندرګي له لارې ځانونه د يونان ټاپوګانو ته ورسوي درولي دي. د دغو مهاجرو شمير ۱۳۷ تنه ښودل شوی چې په کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

آدولو ليکلي دي چې ۹۵ تنه مهاجر هغه وخت ودرول شول چې په بادي کشتیو کې د يونان د خيوس او ليسبوس ټاپوګانو پر لور په حرکت کې ول.

په یو بل اقدام کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴۲ تنه مهاجر چې په یوه بادي کشتۍ کې د یونان د کووس ټاپو پر لور تلونکي ول ګرځولي دي. د ترکيې پوليسو ويلي دي چې دغه مهاجر د افغانستان، عراق او سوريې هيوادونو څخه دي.

د ترکيې د ساحلي ځواکونو د آمارو له مخې، یوازې په اګست مياشت کې ۱۶۰۳ تنو مهاجرو هڅې کړي دي چې له ترکيې څخه يونان ته ځانونه ورسوي. د سرچينې په حواله دا شميره له یوې مياشتې مخکې دې څخه، نژدې دوه برابره زياته شوې ده.

د اروپايي پولو د ساتنې آژانس «فرانتيکس» هم روانه اوونۍ اعلان وکړ، چې په روانه مياشت کې د هغو مهاجرو شميره کې خورا زيات ډیروالی راغلی دی کوم چې د يونان ټاپوګانو ته خپل ځانونه رسوي.

فرانټيکس ويلي دي چې د ترکيې او اروپايي اتحاديې تر منځ د شوي تړون راوروسته دا د مهاجرو په شميره کې «لومړني د پام وړ زياتوالی» دی.

د یاد تړون له مخې، اروپايي اتحادیې ترکېې ته د شپږ ميليارډ ډالرو د ورکړې ژمنه کړې ترڅو دغه هيواد اروپا پر لور د مهاجر د سيلونو مخنيوی وکړي او مهاجرو ته لازم امکانات برابر کړي.

ترکيه د دغو پيسو سربيره، له اروپايي اتحاديې څخه غواړي چې په دغې اتحاديې کې دې غړيتوب او اتباعو ته يې د اروپا د سفر آزادې ويزې ورکړي.

خو د اروپايي اتحاديې لخوا تر اوسه دغه دوه غوښتنې نه دي منل شوي، له همدې وجې ترکيې په وار وار خبرداری ورکړی دې که یادې غوښتنې یې عملي نه شي نو دوی به د مهاجرو تړون بيرته لغو کړي.