1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکيې يو آلمانی تبعه خوشې کړی دی

۱۳۹۶ آبان ۱۲, جمعه

ترکيې د آلمان د حکومت په حواله يو تن آلمانی چې د سياسي دلايلو له مخې بندي وو، آزاد کړی دی. دغه خبر د بهرنيو چارو وزارت ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/2myKU
Deutschland Berlin Auswärtiges Amt
انځور: picture-alliance/dpa/M. Becker

نور معلومات نه دي شريک شوي ځکه چې اړونده کس د دې هيله کړې وه. اوس نو نهه آلماني اتباع په ترکيه کې د سياسي دلايلو له مخې بنديان دي. د آلمان د بهرنيو چارو وزارت ويلي دي چې ياد کس د اکتوبر په ۲۲مه نېټه خوشې شوی دی. هغه اوس له هېواده د وتلو اجازه نه لري. خو دا چې هغه څوک دی تر اوسه نه دي ويل شوي. د بهرنيو چارو د وزارت يوه وياند په دې هکله وويل: «اړونده کس راڅخه هيله وکړه چې د هغه د هويت په هکله نورې څرګندونې ونه کړو.»

Bildcombo Yücel Tolu
دنيز يوجل (کيڼ لاس) او مېشالې تولو (ښي اړخ ته) لا په ترکيه کې بنديان ديانځور: picture-alliance/dap/Zentralbild/K. Schindler/privat

يوازې يو آلمانی تر دې مخکې آزاد شوی وو

آن د آزاد شوي کس د جنس په هکله يې څه نه دي ويل شوي. په دې ترتيب د آلمان د حکومت په حواله اوس نهه آلماني اتباع د سياسي دلايلو له مخې په ترکيه کې بنديان دي. د هغوی په منځ کې دوه ژورنالستان، دنيز يوجل، او مېشالې تولو هم شتون لري. د اکتوبر په ۲۵مه نېټه د بشري حقونو فعال، پېتر شتويدنر، آزاد شوی او آلمان ته بېرته ستون شوی وو. خو په ترکيه کې د هغه په وړاندې د تروريزم په مشکوک تور پلټنې لا دوام لري. دغه حقوقي قضيه به د نومبر په ۲۲مه نېټه د هغه په غياب کې بېرته پيل شي. په شتويدنر باندې له تروريزم څخه د ملاتړ تور پورې شوی دی. د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان د ۲۰۱۶ کال په دوبي کې تر ناکامې کودتا وروسته د سياسي مخالفينو په وړاندې اقدامات لا سخت کړي ول. تر اوسه پورې په زرونو انسانان په زندان کې دي. په لسګونو زرو دولتي کارکوونکو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.