1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکيه: د بشري حقونو فعالانو له پاره د څو کلنو د بند غوښتنه

۱۳۹۶ مهر ۱۶, یکشنبه

د ترکيې څارنوالۍ د رسنيو د يوه راپور په حواله د بشري حقونو د ۱۱ فعالينو له پاره تر ۱۵ کالونو پورې د بند غوښتنه کړې ده. د دغو کسانو په ډله کې آلمانی پېتر شتويدنر او د بخښنې د نړيوال سازمان يوه مشره هم راځي.

https://p.dw.com/p/2lTCS
Türkei Gericht in Istanbul
انځور: picture-alliance/AP Photo/L. Pitarakis

د دوګان په نوم خبري اژانس د يکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۷م کال د اکتوبر ۸مه) راپور ورکړی دی چې په ترکيه کې ښايي د څارنوالۍ په غوښتنه ۱۱ تنه د بشري حقونو فعالان د يوه آلماني پېتر شتويدنر، په شمول په بند محکوم شي. په دغه ډله کې د بخښنې د نړيوال سازمان د ترکيې د څانګې مديره اديل ايسر، هم شامله ده.

په هغوی باندې دا تور لګول کيږي چې د «يوې وسلوالې تروريستي ډلې» غړيتوب لري. د دغو کسانو مدافع وکيلانو فقط دا خبره تائيد کړې ده چې اقامه دعوا ورته رسېدلې ده، خو د سزا د کچې په هکله يې کومې څرګندونې نه دي کړې. 

آلمان ته نزدې کېدل يا مخالفتونو ته دوام ورکول؟

 دا په داسې حال کې ده چې د ترکيې د بهرنيو چارو وزير مولود چاوش اوغلو، د اوونۍ په پای کې لا ويلي وو چې غواړي له آلمان سره ارتباطات بېرته عادي کړي. آلمان په خپل وار په دې ټينګار کوي چې اصلي ستونزه په ترکيه کې د سياسي انګېزې له مخې د يولسو تنو آلماني اتباعو بندي کېدل دي. د دغو بنديانو په منځ کې ژورناليست، دېنيز يوجل، د بشري حقونو فعال شتويدنر، او ژباړونکې مېسالې کورلو تولو، تر ټولو مشهورې څېرې دي.

د مېرمن تولو په وړاندې محاکمه ښايي راتلونکې اوونۍ پيل شي. د شتويدنر په برخه کې چاوش اوغلو دا ژمنه کړې وه چې قضيه به يې لا چټکه وارزول شي.