1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکيه: د بريد د قربانيانو شمېر ۳۹ ته جګ سو

۱۳۹۵ دی ۱۲, یکشنبه

د ترکيې د استانبول ښار پر يو کلب په وسله وال بريد کي لږ تر لږه ۳۹ انسانان وژل سوي دي. د استانبول والي دغه بريد يو ترهګر بريد بللی دی. د پيښي په تړاو د انځورونو لاندي بشپړ مطلب لوستلای سئ:

https://p.dw.com/p/2V6Z5
Türkei Istanbul - Sanitäter transportieren verletzte nach Angriff auf Nachtclub
انځور: Reuters/Stringer

د ترکيې په استانبول ښار کي د عيسوي کال د نوي کيدو د لمانځنو په يو محفل کي وسله وال بريد تر سره سو. د شپې دغه کلب د استانبول ښار د لويو کلبونو څخه شمېرل کيږي چي بالکل د استانبول په مرکز کي واقع دی.

د استانبول په دغه کلب کي د نوي کال د تجليل پر محفل په وسله وال بريد کي لږ تر لږه ۳۹ انسانان وژل سوي او تر ۴۰ څخه زيات نور ژوبل سوي دي. د استانبول والي واصف شاهين په لومړي سر کي ويلي ول چي په دغه بريد کي ۳۵ کسان وژل سوي، خو وروسته يې وويل چي د وژل سوو شمېر ۳۹ ته جګ سوی دی. نوموړي ويلي چي «دا يو ترهګر بريد ؤ.»

د استانبول د والي په وينا يو وسله وال کس هغه وخت و دغه کلب ته په ننوتلو بريالی سو، کله چي يې پيره لرونکي پوليس او څو نور ملکيان په ډزو ووژل. د دغه مطلب د خپرېدو تر وخته لا د بريد کوونکي برخليک نه ؤ معلوم. د چارواکو په وينا په هغه پسي لټون ادامه لري.

«وسله والو د سانتاکلاوس جامې په تن کړي وې»

يو شمېر رسنيو خبر ورکړی چي دوو وسله والو ځانونه د سانتاکلاؤس په جامو کي ملبوسه کړي ول او په کلب کي دننه پر مېلمنو يې ډزي وکړې. دا په داسي حال کي چي ويل سوي چي په دغه شپه په کلب کي تقريبا ۷۰۰ مېلمانه راټول سوي ول چي د نوي عيسوي کال رانوي کېدل ولمانځي.

د عيني شاهدانو په وينا بريدګرو په عربي ژبه خبري کولې. د دغه بريد وروسته ځانګړو امنيتي چارواکو دغه کلب تلاښي کړ.

د «رينا» په نوم د استانبول دغه کلب د فاسفورس سيند پر غاړه واقع دی او ډېر زيات مينه وال لري. دغه کلب د استانبول په شمال کي د ترکيې په اروپايي اړخ کي جوړ سوی دی. دغه کلب ته په زیاته د استانبول د جګ قشر خلک زیات ورځي.

غبرګونونه

د ترهګرو بريدونو څخه د ويري له کبله د نوي عيسوي کال په شپه په استانبول کي زيات پوليس په ګزمه او پيره مؤظف کړل سوي ول. د ايستيکال په نوم ناحيه چي پکښي د خوښۍ زيات محفلونه، ريستورانتونه او ساعت تېري ځايونه دي، هلته پوليسو خلک د تلاښۍ وروسته پرېښودل. 

د امريکا د متحده ايالاتو حکومت د استانبول پر کلب بريد يو ظالمانه عمل بللی دی. د امريکا د متحده ایالاتو د ملي امنيتي شورا وياند نېډ پرايس ويلي چي د امريکا متحده ايالات به د ترکيې سره د «هر قسم ترهګرۍ» پر ضد مبارزه کي خپل ملاتړ ته ادامه ورکړي.

د اروپايي اتحاديې د بهرنيو چارو مسؤلې فېدريکا موغيريني پر خپله ټويټر پاڼه به غبرګون کي ليکلي چي «۲۰۱۷ کال په استانبول کي په يو بريد پېل سو. زموږ غمشريکي او فکر د قربانيانو او د هغوی د خپلوانو سره دي. موږ مخ په وړاندي پر دې کار کوو چي د دا ډول پيښو مخنيوی وکولای سو.»
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (16.07.2016):