«ترهګر له مهاجرو سره تړاو نه لري»
۱۳۹۵ فروردین ۵, پنجشنبهد آلمان د سوسيال ديموکرات ګوند سياستوال او د عدليې وزير هايکو ماس، اروپا ته د مهاجرو د راتګ او د ترهګرۍ د ګواښ تر منځ د تړاو ورکولو څخه خبرداری وکړی دی.
دغه آلماني وزير ويلي دي: «اکثره هغه نارينه چي په تيرو مياشتو کي يې بيرونکي بريدونه تر سره کړي، هغوی دلته په اروپا کي ترهګريز ګواښ ته رالوی سول.» د ماس دغه څرګندونې د فونکه په نوم آلماني ورځپاڼو د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۶ کال د مارچ ۲۴مه نېټه) خپرې کړي دي.
هايکو ماس، په ټينګار سره ويلي دي چي که څوک غواړي ترهګري په تخم کي لا ختمه کړي، بايد په ټولنه کي د موازي ټولنو د رامنځته کېدو مخه ونیوله سي. نوموړي زياته کړې: «داسي ناحيې لکله د مولنبيک بايد له سره رامنځ ته نه سي.»
مولنبيک د بلجيم هغه ناحيه ده چي اکثره بهرنيان پکښې اوسېږي. ويل کيږي چي په پاريس او بروکسل کي د ترهګرو بريدونو بريدګر په همدغه ناحيه کي اوسېدلي.
د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۶م کال د مارچ مياشتي ۲۲مه نېټه) د بروکسل په هوايي ډګر او تر مځکي لاندي اورګاډي (ميترو) په تمځای کي چاودنو ۳۱ انسانان ووژل او ۳۰۰ زيات نور ټپيان کړل.
د وروستيو راپورونو له مخي د بروکسل د بريدګرو يوه يې په پاريس کي په ترهګرو بريدونو کي هم لاس لاره.