1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ: په منځني ختیځ کې سوله ښايي تر اټکل آسانه وي

۱۳۹۶ اردیبهشت ۱۴, پنجشنبه

ترمپ ویلي چې د اسرائیلو او فلسطین تر منځ د سولې رامنځ ته کیدو له پاره به ټول اړین اقدامات وکړي. هغه د فلسطین له مشر عباس سره تر لیدو وروسته وویل چې د اسرائیلو او فلسطین تر منځ سوله ښايي دومره سخته نه وي چې فکر یې کیږي.

https://p.dw.com/p/2cMvn
USA Mahmud Abbas & Donald Trump in Washington
انځور: Reuters/C. Barria

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، د فلسطین له مشر محمود عباس سره تر لیدنې وروسته، د چهارشنبې په ورخ خبریالانو ته خبري وکړې. نوموړي وویل چي هغه لیوال دی چي د فلسطین او اسرائیلو تر منځ د منځګړي، پریکړه کوونکي او تسهیلوونکمي په توګه نقش ولوبوي چې په منځني ختیځ کې سوله راشي.

ترمپ وویل چې باور لري دغه کار کیدای شي، خو روښانه یې کړه چې فکر نه کوي چې یوه پریکړه د امریکا متحده ایالاتو او یا کوم بل هیواد له خوا تپل کیدای شي.

ترمپ وویل: «دا هغه څه ده چې زه فکر کوم چې دومره سخت نه دی، چې د کلونو له پاره یې خلکو فکر کوه.»

ایا کومه نوې ستراتیژي جوړه شوې؟

ترمپ ژمنه وکړه چې اداره به یې په منځني ختیځ کې اوږده جګړه پای ته ورسوي. دا هغه څه دي چې د امریکا دوه پخواني ولسمشران یې په ترسره کولو کې پاتې دي. خو ترمپ پر خپلو سرګندونو سربیره هم کومه نوي ستراتیژي وړاندې نه کړه چې په مرسته یې د منځني ختیځ شخړه حل شي.

ترمپ د منځني ختیځ د شخړې د حلولو خپل زوم جیراد کوشنې، مسوول ګرځولی دی. کوشنر د ترمپ په اداره کې تر کار کولو مخکې، هیڅکله هم په حکومت کې کار نه وو کړی.

عباس هم د ترمپ په څیر خوشبینانه خبرې وکړې او ویې ویل: «موږ له یوه نوي چانس او سحر سره مخامخ یو چې له موږ سره به د سولې په راوړلو کې مرسته وکړي.»

خو عباس په عین حال کې ټینګار وکړ چې له اسرائیلو سره سوله باید د «دوو دولتونو پر لیدلورې» ولاړ وي. د دې لیدلورې له مخې د فلسطین د ۱۹۶۷ کال سرحدونه منل کیږي.

عباس په خپلو خبرو کې یو ځل بیا پر اسرائیلو باندې غږ وکړ چې د فلسطین د سیمو نیولو ته د پای ټکی کیږدي.

خو د ترمپ پر څرګندونو باندې نیوکې شوې دي ځکه هغه یوازې دوه میاشتې مخکې د امریکا پخوانۍ سیاست چې په منځنی ختیځ کې د دوو دولتونو ملاتړ کوي، مات کړ. ترمپ ویلي وو چې د امریکا متحده ایالات سفارت به بیت المقدس ته ولیږدوي.

که هغه په رښتیا هم دغه کار وکړي چې د فلسطینیانو سختې نیوکې به راوپاروي. ډیر شمیر کارپوهان د ترمپ دغې ژمنې ته د یوه غیرې لازم اقدام په سترګه ګوري.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (31.07.2014):