1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ پر آلمان سختي نيوکي وکړې

۱۳۹۷ اردیبهشت ۲۸, جمعه

ترمپ د ناټو له عمومي مشر سره د ملاقات پر وخت د آلمان له دفاعي بوديجې څخه سخته ناخوښي څرګنده کړه. هغه د آلمان پر موټر جوړونکو شرکتونو هم سختي نيوکي وکړې.

https://p.dw.com/p/2xwGv
USA PK President Donald Trump zum Atomabkommen mit Iran
انځور: picture-alliance/AP Photo/E. Vucci

د امريکا متحدو ايالاتو ولسمشر دونلد ترمپ پر آلمان باندي د دغه هيواد په پرتليزه توګه کمې دفاعي بوديجې له کبله سختي نيوکي کړي دي. ترمپ د ناټو له عمومي مشر ينس شتولتنبېرګ سره په واشنګټن کي د ملاقات پر وخت وويل چي آلمان بايد په ناټو کي د مشرتابه پياوړتيا ښکاره کړي. د هغه په وينا آلمان بايد د اوږدمهالي کمي بوديجې له موضوع سره ځان مصروف کړي. ترمپ وويل چي آلمان د امريکا په پرتله له ناټو څخه زياته ګټه اخلي.

دفاعي بوديجه «بايد ۴ سلنه وي»

دونلد ترمپ د بريتانيا او پولنډ ستاينه وکړه چي په وينا يې دغو دواړو هيوادونو د خپل اقتصادي واک دوه فيصده پر دفاع لګوي. هغه وويل چي د شمالي اتلانتک تړون نور هغه غړي هيوادونه چي لا تر اوسه په دغه کچه دفاعي بوديجه نه لري، هغوی هم بايد خپلي دفاعي بوديجې جګي کړي. ترمپ وويل چي دغه غړي هيوادونه به «په پام کي ونيول سي.» خو ترمپ په عيني وخت کي دا هم وويل چي د ټول اقتصادي توان دوه سلنه برخه د دفاعي چارو له پاره کمه ده. د هغه په وينا دغه برخه بايد په اصل کي «څلور سلنه وي.»

د ناټو غړو هيوادونو په ۲۰۱۴م کال کې پر دې تفاهم سره کړی ؤ چي تر ۲۰۲۴م کاله پوري به د خپل اقتصادي توان په تناسب خپل دفاعي مصارف دوه سلنه زيات کړي. آلمان له دغه هدف څخه لا ډېر ليري دی.

د آلمان د پلان سوي نوي بوديجې له مخي به يو ځل بيا د دفاعي چارو له پاره مصارف په راتلونکي کال د ۱،۲ او ۱،۳ سلنې تر منځ وي. د آلمان په ائتلافي حکومت کي برخه وال سوسيال ديموکرات ګوند وايي چي د ناټو اړونده بوديجې غوښتنه تر اړتيا ډېره جګه ده. له همدې کبله سوسيال ديموکرات ګوند په دغه موضوع کي د ائتلافي حکومت له مسيحي ګوندونو سره په جر و بحث بوخت دی.

د آلمان د دفاع وزيري اورزولان فون دېر لاين څو ورځي تر مخه ويلي ول چي آلمان غواړي تر ۲۰۲۵م کاله پوري دفاعي بوديجه د هيواد د کورني خالصو عايداتو ۱،۵ سلنې ته جګه کړي. کارپوهان اټکل کوي چي د راتلونکي کال له پاره آلمان ۴۱،۵ ميليارده يورو مصارف پلان کړي دي، خو کيدای سي ۶۰ ميلياردو ته جګ سي.

په امريکا کي د آلماني موټرو «سېلاب»

ترمپ يو ځل بيا د اروپايي اتحاديې پر تجارتي سياست نيوکي وکړې او په زياته يې د آلمان د موټر جوړولو پر شرکتونو انتقاد وکړ. ترمپ وويل: «زموږ له پاره په اروپايي اتحاديه کي موټر پلورل ډېر مشکل کار دی.» خو په امريکا کي د دايملر او BMW موټرو «سېلاب» دی. ترمپ وويل چي دغو موټرو ته امریکا هيڅ خنډونه نه رامنځ ته کوي خو اروپايي اتحاديه پر امريکايي موټرو ډېر زيات ګمرکات لګولي. د هغه په وينا اروپايي اتحاديې د تجارتي سياست په برخه کي له امريکا متحدو ايالاتو سره ډېر «ناوړه چلن» کړی دی. ترمپ نيوکه وکړه چي د امريکا بزګران په اروپايي اتحاديه کي خپل توليدات نه سي خرڅولای.

ترمپ د ناټو له عمومي مشر سره په ملاقات کي پر دې هم نيوکي وکړې چي آلمان له روسيې څخه ګاز واردوي. ترمپ وويل چي په دې هکله بايد خبري وسي.