1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ له کیم سره ویني، تر اوسه څه شوي؟

۱۳۹۷ خرداد ۲۱, دوشنبه

پتېيل شوې ده چي ترمپ او کیم به د سه شنبې په ورځ سره وویني. دغو دواړو تر لږ موده وړاندي لا يو پر بل لفظي ګوزارونه کول او هیوادونه یي د اتومي وسلو په بریدونو ګواښل. په سنګاپور کې د دواړو د ملاقات له پاره چمتووالی روان دی.

https://p.dw.com/p/2zHAf
Donald Trump in Singapur
انځور: picture-alliance/AP Photo/E. Vucci

د شمالی کوریا د واکمن کیم جونګ اون او د امریکا متحدو ایالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ، تر منځ د بې سارې ملاقات له پاره د دوشنبې په ورځ جدي چمتووالی پیل شوی دی.

د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر د شمالي کوریا له مشر سره ویني. پر دې سربیره دا لومړی ځل دی چې کیم جونګ اون په ۲۰۱۱م کال کې واک ته تر رسیدو وروسته دغه ډول یو سفر کوي. تر دې دمخه کیم چین ته یو لنډ سفر کړی او همداشان د سویلي کوریا پر پوله، غیر پوځي سیمې ته تللی وو.

د دغه سرمشریز ځای کاپیلا هوټل دی چې د سنګاپور بندر ته څیرمه، سنتوزا په ټاپو کې موقعیت لري.

د کیم جونګ اون په پلاوی کې جګپوړي چارواکي، لکه د بهرنیو چارو وزیر ري یانګ، د دفاع وزیر نو کوانګ چل او د کیم یونګ نزدې سلاکار یونګ چل شامل دي.

همداشان د ترمپ په پلاوي کې د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو، د ملي امنیت سلاکار جان بولتون، د سپينې ماڼۍ د ادارې چارو رئیس جان کیلي او د سپیني ماڼۍ مطبوعاتي ویانده سارا سېندرز هم شامله ده.

د دغه سرمشریزي په ترڅ کې د دوشنبې په ورځ د امريکا متحدو ایالاتو او شمالي کوریا د چارواکو تر منځ یوه لیدنه هم شوې ده چې مشري یې په سویلي کوریا کې د امريکا پخواني سفیر سونګ کیم کوله چې اوس په فلیپین کې بهرحاله سفیر دی.

Nordkorea Kim Jong Un in Pjöngjang
د شمالي کوریا واکمن کیم یونګ اونانځور: picture-alliance/AP Images/Korean Central News Agency

د رپوټونو له مخې همداشان ترمپ د سنګاپور له لومړي وزیر لي هسین لونګ سره لیدلي دي. په پام کې ده چې ترمپ او کیم د سه شنبې په ورځ د سیمې په وخت د سهار پر نهو بجو وویني.

اسوشیتد پرس خبري آژانس د امریکایي چارواکو له قوله چې د نوم د نه ښوولو په شرط یې خبري کړي، لیکلي دي چې ترمپ او کیم به یو په یو چې ترجمانان به حضور ولري ملاقات وکړي او ښایي تر دوو ساعتونو پوري وخت ونیسي او تر هغې به وروسته سلاکاران په هماغه غونډه کې حضور پیدا کړي.

د متحدو ایالاتو خوشبیني

د ترمپ اداره هیله منده ده چې دغه سرمشریزه به پر پیونګ یانګ باندې د دیپلوماتیکو او اقتصادي بندیزونو د راکمیدو په بدل کې د شمالي کوریا د اتومي بې وسلو کیدو تړون په پایله تمامه شي.

د سپیني ماڼۍ مطبوعاتي ویاندي سارا سندرز ویلي دي چې ترمپ له کاناډا څخه سنګاپور ته د خپل پرواز په ترڅ کې د خپلې ادارې له چارواکو سره کتلي او د خپلې غونډې د چمتووالي له پاره یي مواد مطالعه کړي. ترمپ هم د خپل تویتر په پیغام کې د دغه ملاقات په هکله خپله تلوسه ښوولې ده.

د شمالي کوریا دولتي خبري آژانس کې سي ان اې، د دغې غونډې په هکله په خپل رسمي رپوټ کې ویلي دي چې دغه سرمشریزه د ټولي نړۍ د زیاتې هیلې په پام کې نیولو سره کیږي.

د شمالي کوریا د دولتي خبري آژانس په وینا دواړه مشران به د نوو اړیکو د رامنځ ته کیدو، د سولې د تلپاتي میکانیزم د رامنځ ته کیدو د موضوع او د کوریا د ټاپو وزمې د بې وسلو کیدو د رعایت کولو په هکله هر اړخیزه او ژورې خبري وکړي.

زموږ له آرشیف څخه: