1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ: له طالبانو سره خبرې نه کوو

۱۳۹۶ بهمن ۱۰, سه‌شنبه

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا غړو سره په خبرو کې وویل چې په افغانستان کې وروستیو خونړیو بریدونو ته په کتو سره له طالبانو سره د سولې خبرې نه کوي.

https://p.dw.com/p/2rjz4
USA New York Donald Trump und Nikki Haley
انځور: picture-alliance/newscom/UPI Photo/J. Angelillo

اسوشیتد پرس خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې ولسمشر ترمپ په افغانستان کې وروستیو «بې رحمه» پیښو ته په غبرګون کې ویلي دي چې متحده ایالات به په راتلونکي کې له طالبانو سره په هیڅ ډول خبرو اترو کې ښکیل نه شي. دا په داسې حال ده چې د ترمپ اداره په افغانستان کې د متحده ایالاتو د اوږدې جګړې د بن بست د ختمولو هڅه کوي.

ترمپ په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي دي: «هرې خوا ته بې ګناه انسانان وژل کیږي. د ماشومانو په منځ کې، د کورنیو په منځ کې چاودنې کیږي او په ټول افغانستان کې چاودنې او وژنې دي.»

ترمپ زیاته کړه: «موږ نه غواړو اوس له طالبانو سره خبرې وکړو. ښایي یو وخت دا کار وکړو خو ښایي دا ډیر وخت ته اړتیا ولري.»

ترمپ دغه څرګندونې وروسته له هغې کوي چې په کابل کې د موټر بم یوې چاودنې تر سلو زیات کسان ووژل او تر ۱۵۰ زیات یې ټپیان کړل. تر دې یوازې څو ورځې مخکې په کابل کې پر انتر کانتیننتل هوټل باندې د طالبانو په برید کې پر نورو سربیره څلور امریکایي وګړو هم خپل ژوندل له لاسه ورکړی وو.

د ترمپ دغه څرګندونې په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو د فعالیتونو په څرنګوالي کې یو بدلون ښيي. تر دې مخکې واشنګټن تل ټینګار کاوه چې د سولې بهیر باید د افغانانو په مشرۍ پر مخ ولاړ شي، خو دغه هیواد هیڅ کله هم خبرې اترې نه وې رد کړې. دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د ترمپ د بهرنیو چارو وزیر ریک تیلرسن، چې د هغه د وروستیو څرګندونو پر مهال یې تر څنک ناست وو، ویلی وو چې امریکا به له طالبانو سره د سولې د خبرو ملاتړ پرته له مخکنیو شرطونو وکړي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا متحده ایالاتو استازې نیکي هیلې، چې دغه ناسته یې تنظیم کړې وه، هم تر دې مخکې په ټینګار سره ویلي دي چې د افغانستان له پاره د امریکا نوې ستراتیژي کامیابه ده او له کبله یې ښکیل اړخونه له طالبانو سره خبرو اترو ته تر بل هر وخت ډیر نزدې شوې دي.

که څه هم اوس ولسمشر ترمپ ویلي دي چې هیواد یې له طالبانو سره خبرې نه کوي، خو په تیرو کلونو کې هم د سولې بهیر ډیر کامیابه نه وو. یوازې په ۲۰۱۳ کال کې د دې بهیر د پرمختګ یو څه هیلې په قطر کې د طالبانو د دفتر له پرانیستل کیدو سره پیدا شوې، خو دغه دفتر هم د هغه وخت ولسمشر حامد کرزي، د مخالفتونو په پایله کې ژر وتړل شو.

د سپینې ماڼۍ په ناسته کې چې د غرمې د ډوډې پر مهال جوړه شوې وه د چین، فرانسې، روسیې او بریتانیا د استازو په ګډون د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۵ غړو استازې حاضر ول. په دې ناسته کې د سپینې ماڼۍ د یوې بیانیې په حواله د ایران، شمالي کوریا او د ترهګرۍ په څیر موضوعګانو باندې بحث وشو.