1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ: «زه له ټولې نړۍ څخه استازيتوب نه کوم»

۱۳۹۵ اسفند ۷, شنبه

يو کال مخکې لا چا نه وو وربللی، خو اوس دونالد ترمپ د محافظه کارانو د سياسي هلو ځلو د کنفرانس ګډونوال په چک چکو راوستل. ولسمشر سږ کال واشنګټن ته څېرمه د دغه کنفرانس اصلي نطاق وو.

https://p.dw.com/p/2YF9r
Donald Trump Donald Trump  Conservative Political Action Conference   CPAC
انځور: picture alliance/AP Images/E.Vucci

د «محافظه کارو د سياسي هلو ځلو کنفرانس» يا CPAC د امريکايي محافظه کارو سياستوالو د راټولېدو او د نظر د څرګندولو اصلي مرجع ده چې پروسږ کال يې لا ولسمشرۍ ته د ولاړ کانديد، دونالد ترمپ، انګېرنو او څرګندونو ته د شک په سترګه کتل. داسې ويل کېدل چې ترمپ د هغوی په جمله کې شامل نه وو، ورته ارزښتونه يې نه درلودل او دا چې، بېلابېلې مېرمنې يې طلاقې کړې وې هم، د چا نه خوښېدل.

خو اوس داسې معلوميږي چې دا هر څه نور صدق نه کوي. د متحده آيالاتو د ولسمشر په توګه ترمپ ته تود هر کلی وويل شو او د CPAC په کلنۍ غونډه کې ورته په درنه سترګه وکتل شول.

ترمپ يو ځل بيا پر خپلې ملتپالې يا نشينلستي اجنډا باندې ټينګار وکړ: ترمپ خپلو راټولو شوو «ملګرو» ته وويل چې د تجارت، امنيت او بهرنيو چارو سياست به له دې وروسته په قاطع ډول د متحده آيالاتو پر علايقو او ګټو باندې څرخي. ترمپ د محافظه کارو فعالينو په مخکې وويل: «زه له ټولې نړۍ څخه استازيتوب نه کوم. زه ستاسو له هېواد څخه استازيتوب کوم.»

وړ چلن هم «ډېر مهم» دی

ولسمشر په دې هم ټينګار وکړ چې له نورو هېوادونو سره وړ چلن هم «ډېر مهم» دی. خو د ده په خبره «کومه نړيواله ترانه، نړيوال پولي واحد يا نړيوال بيرغ» وجود نه لري. د ترمپ په مشرۍ د پيل شوي خوځښت «اصلي مفکوره» دا ده چې د امريکا متحده آيالات بايد تل تر ټولو مخکې ځای خپل کړي.

د ترمپ د څرګندونو په منځ کې به تل خلک ورلوېدل او د متحده آيالاتو د نامه په ادا کولو سره به يې نارې وهلې. د خپلې وينا په ترڅ کې ترمپ په تکراري ډول پر رسنيو باندې حملې وکړې. هغه د متحده آيالاتو پر اکثريت مطبوعاتو باندې تور ولګاوه چې ګويا د هغه د حکومت په وړاندې غلط خبرونه خپروي. د ده په خبره رسنۍ «هيڅ نوع سرچينې» نه لري او هسې يې خپله جوړوي. ولسمشر پر رسنيو غږ وکړ چې بې نومه سرچينې دې نور نه راولي، بلکې اړونده «کس دې د نامه سره يو ځای» په ډاګه شي.

د متحده آيالاتو ولسمشر يو ځل بيا انتقاد وکړ چې هېواد يې د خرابو تجارتي تړونونو له کبله نورو هېوادونو ته خپل کارځايونه ورپرې ايښي دي او دا چې د نورو هېوادونو سرحدات يې ساتلي دي، په داسې حال کې چې د متحده آيالاتو پولې د ده په خبره «تر ډېره پرانيستې وې.»

له مکسيکو سره پوله

ترمپ ژمنه وکړه چې له مکسيکو سره د پولې په اوږدو کې به د دېوال جوړولو کار «ډېر ژر» پيل شي، سره له دې چې د ملياردونو يورو په مقدار د اټکل شوې دغې پروژې تمويل لا هيڅ معلوم نه دی.

ترمپ دا هم وويل چې «تندلارې اسلامي ترهګر» به هېواد ته ور پرې نه ښودل شي چې لويديځه اروپا يې د مثال په توګه راوړه. ترمپ وويل: «وګورئ چې په سويډن کې څه حال دی، وګورئ چې په آلمان او په فرانسه کې څه حال دی.»

يو څو ورځې مخکې ترمپ داسې ويلي وو چې په سويډن کې کډوالو کوم بريد تر سره کړی دی. د دغو ناسمو څرګندونو څخه دوه ورځې وروسته د ستاکهالم په داسې يوه سيمه کې چې ډېر کډوال پکې اوسيږي، آخ و ډبونه شروع شول، چې ترمپ بيا خپله خبره په حق وبلله. داسې ټاکل شوې وه چې ولسمشر ترمپ به د «محافظه کارانو د سياسي هلو ځلو د کنفرانس» يا CPAC په غونډه کې ۱۵ دقيقې خبرې وکړي، خو وينا يې بيا تقريبا ۴۰ دقيقې وخت ونيو.

rb/stu (afp, ap, dpa)

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (20.11.2016):
د دونالد ترمپ د ژوند ښځې