1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ د امریکا د ملي امنیت ستراتیژي اعلان کړه

۱۳۹۶ آذر ۲۸, سه‌شنبه

ولسمشر ترمپ د امریکا د ملي امنیت په ستراتیژۍ کي شمالي کوریا او ایران دوه ستر تهدیدونه ياد کړي او له پاکستانه د ترهګرۍ سره د مبارزې غوښتنه شوې ده.

https://p.dw.com/p/2pc8A
USA Präsident Donald Trump in Washington
انځور: picture-alliance/AP Photo/E. Vucci

د امريکا متحدو ايالاتو جمهوررئيس دونالد ترمپ د دوشنبې په ورځ د خپل هیواد د ملي امنیت ستراتیژۍ د اعلانولو په ترڅ کې روسیه او چین دوه سيال قدرتونه یاد کړل چې د امریکا نفوذ تر پوښتني لاندي راولي. خو سربیره پر دې، ترمپ د مسکو او واشنګټن ترمنځ د ترهګرۍ ضد مبارزې په برخه کې همکاري وستایله.

ولسمشر ترمپ ادعا وکړه چې د امریکا مرکزي استخباراتي ادارې یا «سي. آی. اې» د ولاديمیر پوتین په خپل ښار یعنې سانکت پيتربورگ کې پر یوې ستري کلیسا باندي یو پلان شوی برید په دې وروستیو کې برملا کړ او د یوې داسې خونړۍ پیښې مخنیوی یې وکړ چې د تلفاتو شمیر یې ښايي زرونو کسانو ته رسیدلی وای.

ترمپ د دې پیښې په هکله وویل: «دوی په دې وتوانیدل چې دغه ترهګر پرته له دې چې د چا ژوند ته خطر پیښ شي ونیسي او دا ډیر ښه کار وو.» نوموړي په داسې حال کې چې د ښو اړیکو وړاندیز کاوه، وویل چې دغه راز کارونه بايد وشي.

د پوتین په هکله د ترمپ د پخلایني لهجه د امریکا د ۶۸ مخيزه ستراتیژۍ سره ډیر توپیر درلود. دغه ستراتيژي د ترمپ نږدې همکارانو ترتیب کړې ده. دغه ستراتیژي د نړۍ په هکله د ترمپ د ادارې د کړنو او فعالیتونو د یوه چوکاټ په توګه طرح شوې ده.

په عین وخت کې په دې ستراتیژۍ کې د بیجینګ او مسکو له پاره د نړیوال رقیبانو په توګه یوه ځانګړې سخته لهجه هم کارول شوې. په دې سند کې راغلي چې: «چین او روسیه د امریکا قدرت، اغیزمنتیا، او ګټې ننګوي او په دې هڅه کې دي چې د امریکا امنیت او اقتصادي وده زیانمنه کړي.» په داسې حال کې چې د روسیې اتومي وسلو ته د امریکا له پاره د تر ټولو مهم موجود تهدید په توګه کتل شوي، په دې سند کې راغلي چې روسیه په دې هڅه کې ده چې په نړۍ کې د امریکا اغیز کمزوری کړي او هڅه کوي چې موږ له خپلو متحدینو او ملګرو ليري کړي.

په عین وخت کې همدا اوس د ولسمشر ترمپ د کمپاین د ډلې له خوا له روسیې سره پټې اړیکې پلټل کیږي. ولسمشر ترمپ د ملي امنیت په دې ستراتیژۍ کې پر چین تور پورې کړی چې هڅه کوي په آسیا کې امریکا متحد ایالات له خپل ځایه بې ځایه کړي. په ستراتیژۍ کې په دې هکله ویل شوي: «زموږ د هیلو پرخلاف، چین د نورو د ځمکني بشپړتیا په بيه خپل قدرت پراخ کړی دی.»

تر دې څرګندونو وروسته، د چین د سفارت یوه ویاند په چټکۍ سره په دې هکله غبرګون ښوولی او ویلي یې دي: «دا په بشپړه توګه ځان غوښتنه ده چې یو هیواد ادعا وکړي چې خپلې ګتې یې د نورو هیوادونو له ګټو او د نړیوالې ټولنې له ګډو ګټو غوره او لوړې دي.» ویاند زیاته کړې چې دغه راز ذهنیت به یوازې انزوا رامنځ ته کړي.»

د امریکا متحدو ایالاتو د پخوانیو ولسمشرانو امنیتي ستراتیژۍ پرته له کومې ډرامې خپریدلې او د امرونو پر ځای به یې یوازي د لارښونو بڼه درلوده. خو دا ځل، دغه سند ته ډیر زیات ارزښت ورکړل شوی دی. بل لوري ته په واشنګټن کې بهرني چارواکي زیاتره شکایت کوي چې په دې هیواد کې دوې فعالي ادارې فعالیت کوي. دوی وايي چې یوه داسې اداره ده چې دوی یې هره ورځ خبري اوري او د بهرنیو چارو وزارت او پنتاګون سره وصل دي او بله د ترمپ له خوا چې د ټویټر له لارې خپل پیغامونه خپروي.

ترمپ او د هغه سلاکاران زیاتره په عامو ځایونو پر ځینو اساسي امنیتي مسئلو له منځني ختیځ نیولې بيا د شمالي کوریا د مسئلو پر سر ژور توپیرونه لري.

د امریکا د ملي امنیت په دې ستراتیژۍ کې چې د ولسمشر ترمپ له لوري اعلانیدله د افغانستان جګړې او مسئلې ته هم پکې اشاره شوې. په دې ستراتیژۍ کې له هندوستان سره د امریکا د نږدې همکاریو پر اړتیا ټینګار شوی. تر دې ستراتیژۍ مخکې د امریکا دفاع وزارت یا پنتاګون په خپل یوه رپوټ کې ویلي چې په سیمه کې د افغانستان تر ټولو با اعتباره متحد، هند دی.

د افغانستان په هکله له پاکستانه د ترمپ غوښتني

د دې ترڅنګ ترمپ په خپله ستراتیژۍ کې پر پاکستان غږ کړی چې په خپله خاوره کې دې هغه ترهګر وځپي چې تاوان یې نورو هیوادونو ته رسیږي او د دوی [پاکستان] په خاوره کې فعالیت کوي. په دې سند کې پاکستان ته د ترهګرۍ پر ضد مبارزې په بدل کې د ښې سوداګرۍ او پانګونې وړاندیز هم شوی دی.

داسې انګیرل کیږي چې دغه سیمه ایزه کړنلاره به د [امریکا] د هغو پراخو هڅو برخه وي چې غواړي له چین سره رقابت وکړي، چین په پاکستان کې په میلیاردونه ډالره پانګونه کړې ده.

د امريکا د ملي امنيت په ستراتيژۍ کې همدا راز ویل شوي چې امریکا متحد ایالات به د افغانستان ملي پوځ غښتلی کړي ترڅو طالبان دې ته وهڅوي چې دوی به د جګړې په ډګر کې بریالي نه شي.