1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ: د کلنتن تګلاره به د دريمې نړيوالې جګړې لامل شي

۱۳۹۵ آبان ۵, چهارشنبه

په داسې حال کې چې کلنټن، په ښکاره مخکې ده، د بهرنيو چارو د پخواني وزير کولین پاول ملاتړ يې هم ترلاسه کړ. خو په عين حال کې دونالد ترمپ د سوریې په اړه د هغې د تګلارو له امله خبرداری ورکړی.

https://p.dw.com/p/2Rhwq
US Präsidentschaftkandidat Donald Trump
انځور: picture alliance/dpa/EFE/G. Viera

د امريکا متحده ايالاتو د ولسمشرۍ څوکۍ له پاره د ديموکراټانو کانديد تونالد ترمپ پر خپلي سيالي هیلیري کلنتن تور لګولې چې د سوریې په اړه یې سياست نړيواله سوله ګواښي. هغه رويترز خبري آژانس ته وويل: «که د سوریې په اړه د هيلري کلنتن تګلاره تعقيب کړو نو په دريمه نړيوال جګړه کې به ښکيل شو.»

کلنتن په سوريه کې د ملکي وګړو د ساتنې په موخه د خوندي ساحو او «ممنوع پرواز» سيمو د رامنځته کولو غوښتونکې ده. خو ځيني شنونکو خبرداری ورکړی چې د داسې سيمو رامنځته کول کيدای شي د امريکا او روسیې د مستقيمې ښکيلتيا او اختلافاتو باعث وګرځي.

ترمپ وويل: «په داسې حال کې به روسيه بيا وايي ښه ده، ته نو اوس د سوريې پر ضد نه، بلکې د روسیې او ايران پر ضد جګړه کوې. روسيه يو اتومي ځواک دی، يو داسې اتومي ځواک چې د نورو غوندي يوازې خبرې نه کوي، بلکې عمل کوي.»

«داعش لومړيتوب لري»

ترمپ چې لانجمن کانديد هم بلل کيږي، وويل چې د افرطي ډلې «اسلامي دولت» یا داعش پر ضد جګړه د بهرني سياست تر نورو ټولو هدفونو بايد مخکې وي او لومړيتوب ولري. ده وويل چې د سوریې د واکمن بشارالاسد راپرځول، چې له اوږدې مودې راهيسې د امريکا د خارجي سياست یو له لومړيو هدفونو څخه دی، هم بايد نور اوليت ونه لري.

ده زياته کړه: «زما له پاره د «داعش» ډله تر اسد لومړيتوب لري. موږ بايد لومړی پر داعش تمرکز وکړو او نه د سوریې پر حکومت.»

Colin Powell und Hillary Clinton in Washington
انځور: Reuters/J. Ernst

خو ترمپ په خپل ګوند کې وار د واره ملاتړ له لاسه ورکوي. په داسې حال کې چې د جمهوري غوښتونکو ځينو مشهورو شخصيتونو په ښکاره له نوموړي مخ اړولې، اوس د بهرنيو چارو پخواني وزیر کولین پاول هم ویلي دي چې ترمپ ته به رای ور نه کړي.

هغه وويل: «دې کابو هره ورځ امريکا ته ښکنځل کوي: ده د لاتین امريکا خلکو او ښځو ته سپکاوی کړی او خپل ګوند يې تحقير کړی.»

دا پخوانې جنرال چې د ويتنام په جګړه کې یې برخه اخیستې وه او د پخواني ولسمشر جورج بوش په حکومت کې هم شامل وو، د ترمپ هغه انديښنه چې وايي کلنتن د نړۍ سولې ته ګواښ پیښ کړي، نه تائیدوي.

ده وويل چې د ديموکراتانو کانديدې ته به خپله رای ورکړي. خو د ديموکرات ګوند له پاره د پاول دا تبليغات نوی خبره نه ده. په ۲۰۰۸م کال کې هم نوموړي د ديموکراتانو د کانديد، اوسني ولسمشر بارک اوباما، ملاتړ وکړ.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب