1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ د «اف بي آی» مشر له دندې ګوښه کړ

۱۳۹۶ اردیبهشت ۲۰, چهارشنبه

د امريکا متحدو ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ په ناڅاپي توګه د خپل هيواد د فدرالي پوليسو (ايف بي آيي) مشر جيمز کومي له دندې ګوښه کړ. نوموړي د ترمپ ټاکنیزې ډلې په اړه پلټنې کولې.

https://p.dw.com/p/2ciYj
USA Donald Trump und James Comey
انځور: Getty Images/A. Harrer

د دونالد ترمپ پريکړه ډيره ناڅاپي وه. د سپينې ماڼۍ له خوا ويل شوي چې د ايف بي آيي مشر بايد سملاسي خپله څوکۍ پريږدي. هغه د ولسمشريزو ټاکنو پر مهال د ترمپ د انتخاباتي ډلې او روسیې حکومت ترمنځ د ادعا شوو اړيکو په هکله پلټنې کولې. د ترمپ د ټاکنیز ټيم په هلکه روانو پلټنو له څو مياشتو راهيسې د جمهوري غوښتونکو پر واکمنۍ خپل سيورې غوړولی وو.

«سملاسي بې واکه کول»

ولسمشر دونالد ترمپ، کومي ته په يوه ليک کې چې رسنيو ته ښوول شوی، ويلي: «ما د عدلیې له وزير او د هغه د مرستيال له خوا ليکونه ترلاسه کړي چې ستاسې د ګوښه کولو سپارښتنه یې پکښې کړې ده. زه دغه سپارښتنې ته په کتو سره تاسې سملاسي له دندې ګوښه کوم.»

ترمپ مخکې ويلي: «زه دې ته د قدر په سترګه ګورم چې تاسو په دريو بيلا بيلو مواردو کې زما سره شريکه کړې وه چې زما په اړه پلټنې نه ترسره کيږي، خو بيا هم زه په دې خبره کې د عدلیې وزارت سره همنظره يم چې تاسې نور د دې جوګه نه ياست چې د ايف بي آيي مشري په سمه توګه وکړئ.»

ترمپ زياته کړې : «اوس اړينه ده چې پر دې ادارې د خلکو باور بيرته پرځای کړل شي.»

کمروزي دلايل؟

په هغه ياداښت کي چې له مخې یې ترمپ د کومي د ګوښه کولو پريکړه کړې، د کومي ګوښه کیدل د ولسمشریزو ټاکنو د کانديدي هيليري کلنټن د بريښنا ليکونو د پلټنو سره تړل شوی او ويل شوي دي چې د دغه پلټنو د څرنګه والي له کبله دی له دندې ګوښه کړل شوی.

سربيره پر دې د ۲۰۱۶م کال د يوې مطبوعاتي غونډې يادونه هم شوې. په دغه غونډه کې کومي د بهرنيو چارو پر پخوانۍ وزيري کلنټن د محرمو بريښنا ليکونو له پاره د شخصي کمپيوتر څخه د استفادې له کبله سختې نيوکې کړې وې خو ورسره یې دا هم ويلي ول چې د جزايي رفتار په اړه مو کوم شواهد ونه موندل. په ياداښت کې ويل شوي چې کومي په دې څرګندونو سره له خپل واک څخه تيری کړې وو.

کومي د امريکا ولسمشريزو ټاکنو يوه نيمه اوونۍ د مخه د کلنټن د قضیې د بيا ارزولو په اړه رپوټ ورکړی وو. کلنټن هم لږ موده ترمخه د انتخاباتي مبارزې په وروستيو ورځو کې د کومي له خوا د دې رپوټ د وړاندې کولو له وجې دی د خپلې ماتې له پاره پړ وباله.

د امريکا متحدو ايالاتو د عدلیې مرستيال وزیر رود روزنستاين وويل: « د همدې چلن له وجې د ايف بي آيي نوم او اعتبار ته زيان اوښتی دی.»

دا چې حکومت د کومي ګوښه کول د کلنټن په افتضاح پورې تړي، د ديموکراتانو له خوا پرې سختې نيوکې وشوې او دا یې د يوه کمروزي دليل په توګه ياد کړ. د کلنټن د ټاکنیزې ډلې پخواني وياند براين فالون، د تويتر له لارې ويلي: «دا کار د روسیې او د حکومت ترمنځ د اړيکو په هلکه د روانو پلټنو د اغيزمن کولو په موخه شوی.»

کومي څلور کاله ترمخه د پخواني ولسمشر بارک اوباما له خوا د «اف بي آی» ادارې د مشر په توګه ټاکل شوی وو. د ايف بي آيي د مشر د کار دوره لس کاله وي.

زموږ له ارشيف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب