1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ خپل لوړپوړي چارواکي پاکستان ته استوي

۱۳۹۶ مهر ۱۵, شنبه

ترمپ په راتلونکو اوونیو کې پاکستان ته خپل لوړپوړي ديپلوماتيک او پوځي مشاورين استوي څو پر پاکستان فشار ډېر کړي. څو اونۍ مخکې ترمپ په غوسې سره پر اسلام آباد باندې تور لګولی وو چې «د ګډوډۍ عاملينو» ته يې خوندي ځايونه ورکړي.

https://p.dw.com/p/2lPmp
USA Donald Trump Kabinettssitzung
انځور: Reuters/K. Lamarque

د فرانسې خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د متحده آيالاتو د بهرنيو چارو وزير رېکس تيلرسن، هم د دې قصد لري چې د دې مياشتې په پای کې پاکستان ته سفر وکړي.

د امريکايي او پاکستاني سرچينو په حواله به د بهرنيو چارو له وزير رېکس تيلرسن، وروسته به د متحده آيالاتو د دفاع وزير جيم متيس، هم پاکستان ته سفر وکړي. هدف يې دا دی چې د ترمپ پيغام په صحيح توګه ور ورسوي، هغه دا چې د پاکستان دولت بايد د جهادي ډلو له ملاتړ څخه لاس واخلي. دغه خبره هغو چارواکو هم تائيد کړې ده چې د دغو سفرونو په هکله معلومات ورسره شريک شوي دي. واشنګټن له ډېرې مودې راهيسې په غوسه دی ځکه چې پاکستان دې ته لېواله پاته شوی دی چې د طالبانو ځينو ډلو او نورو وسلوالو جهادي ګروپونو ته په خپله خاوره کې خوندي ځايونه ورکړي. دغسې وسلوالې ډلې بيا د امريکايي ځواکونو او د هغوی د افغان متحدينو په وړاندې جنګيږي.

له شپږو کلونو راهيسې اړيکې خرابې دي

د متحده آيالاتو او پاکستان تر منځ اړيکې په ۲۰۱۱ کال کې خرابې شوې کله چې پخواني ولسمشر بارک اوباما، پاکستان ته کوماندويي ځواکونه واستول څو د القاعدې مشر اساما بن لادن، ووژني چا چې د پوځ په يوه اصلي ښارګوټي کې ژوند کاوه. له هغه وخت راهيسې لږ بدلون راغلی دی. ترمپ چې کله قدرت ته ورسېد، نو دا اشاره يې وکړه چې د واشنګټن غوسه هغې نقطې ته رسېدلې ده چې له کبله يې بايد يو څه شوي وای.

Pakistan Verteidigungsminister Khawaja Muhammad Asif
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه آصفانځور: picture-alliance/Anadolu Agency

هغه په اګست کې د یوې بيانيې په ترڅ کې وويل: «موږ پاکستان ته په مليارډونو ډالر ورکړل، خو په ورته وخت کې هغوی هغو تروريستانو ته پناه ورکوي چې موږ يې پر ضد جنګيږو.» خو له هغو شپږو اوونيو راهيسې چې ترمپ دغه سخته لهجه خپله کړې ده، ډېرې لږې داسې نخښې وليدل شوې چې په جنوبي آسيا کې دې ګويا وضع بدله شوې وي. د دفاع وزير متيس، کانګرس ته په دې اوونۍ کې وويل چې هغه «به يو ځل بيا» هڅه وکړي «څو وليدل شي چې آيا دغه کار سر ته رسولی شو»، که څنګه.

د پنتاګون يوه چارواکي وويل چې «تر دې دمه مو د پوځونو تر منځ په ارتباطاتو باندې کوم اغېز تر سترګو کړی نه دی» او دا يې اضافه کړه چې تغيير به تر هغه پورې رانه شي چې متيس پاکستان ته سفر کړی نه وي. واشنګټن ته په خپل سفر کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير، خواجه اصف، داسې ايسېده چې په خپل دريځ ټينګ ولاړ دی. هغه داسې چې د ده په خبره «پوچ تورونه» رد کړل چې ګنې پاکستان تروريستانو ته خوندي ځايونه برابروي او د «نه منلو وړ» يې وبلل.

آصف په ترخه لهجه وويل چې «دا هغه ډول نه دی چې څنګه سړی له اويا کلنو دوستانو سره خبرې کوي.» د تيلرسن د سفر په تائيدولو سره يې وويل چې «د تورونو او ګواښونو پر ځای بايد په سیمه کې د سولې په موخه يو له بل سره همکاري وکړو.» ځينې خوشبينه کتونکي بيا کابل ته د پاکستان د لوی درستيز سفر هم يادوي او د دې ثبوت يې بولي چې اسلام آباد اوس د طالبانو له ملاتړ څخه لاس اخلي. خو ډېر نور کسان بيا په بل نظر دي. استدلال يې دا دی چې طالبان او هغسې ډلې لکه لشکر طيبه د پاکستان د څارګرو ادارو له پاره د لاس يوه بالقوه او پياوړې آله ده.