1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ او کیم جونگ اون پر کومو موادو موافقه وکړه؟

۱۳۹۷ خرداد ۲۲, سه‌شنبه

ولسمشر ترمپ او د شمالي کوریا واکمن کیم جونگ اون په سنگاپور کې په خپله سرمشریزه کې یوه گډه اعلامیه لاس لیک کړه چې محتوا يې دلته لوستلی شئ.

https://p.dw.com/p/2zMcm
Singapur - Präsident Donald Trump gemeinsam Unterschriebenes Dokument nach Treffen mit Kim Jong Un
انځور: Reuters/J. Ernst

د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ او د کوریا د دیموکراتیک ولسي جمهوریت د دولت مشر کیم جونگ اون د  ۲۰۱۸م کال د جون پر ۱۲مه په سنگاپور کې خپله لومړۍ او تاریخي لیدنه کتنه وکړه.

دواړو اړخونو د دواړو دولتونو پر راتلونکو اړیکو په هراړخیزه توگه خبرې وکړې او خپل نظریات یې سره تبادله کړل چې څرنگه د کوریا په نیمه ټاپو کې پایښت لرونکې سوله ټینگیدای شي.

ولسمشرترمپ د کوریا د دیموکراتیک ولسي جمهوریت د امنیت د خوندې ساتنې له پاره ځان مکلف گڼي او په بدل کې یې د کوریا دیموکراتیک ولسي جمهوریت د دولت مشر کیم جونگ اون د کوریا نیمه ټاپو د بشپړي غیر هستوي کولو له پاره ژمن دی.

د دې له پاره چې د امریکا متحدو ایالاتو او کوریا دیموکراتیک ولسي جمهوریت ترمنځ اړیکي ټینگې او ښې شي، کومې چې د کوریا په نیمه ټاپو او په ټولیزه توگه په نړۍ کې له سولې او سوکالې  سره مرسته وشي او د دې له پاره چې د کوریا نیمه ټاپو د هستوي وسلو څخه پاکه کړای شي، ولسمشر ترمپ او  د کوریا د دولت رئیس یونگ اون پرلاندي موادو باندي موافقه وکړه:


لومړی - امریکا متحد ایالات او د کوریا دیموکراتیک ولسي جمهوریت ځانونه مکلف گڼي چې د امریکا متحدو ایالاتو او کوریا دیموکراتیک ولسي جمهوریت د سولې او سوکالۍ له پاره د خپلو هیوادونو د خلکو له غوښتنو سره سم خپلې اړیکې سره ټینگې کړای شي.

دوهم - امريکا متحد ايالات او د کوریا دیموکراتیک ولسي جمهوریت به په گډه د کوریا په نیمه ټاپو کې د پایښت لرونکې سولې د رامنځ کیدو له پاره هڅي کوي.

دریم - د «پانمیونجوم » د ۲۰۱۸م کال د اپریل ۲۷ نیټې د اعلامیې په تصدیق کولو سره د کوریا دیموکراتیک ولسي جمهوریت ځان مکلفوي چې د کوریا نیمه ټاپو د بشپړ غیرهستوي کولو له پاره به کار کوي.

څلورم- امريکا متحد ایالات او د کوریا دیموکراتیک ولسي جمهوریت ځانونه مکلفوي چې د کوریا د جگړې د بندیانو او د لادرک شوو سرتیرو د اجسادو پاته شوي او دغه راز د هغو نورو چې هویتونه یې لا مخکې تشخیص شوی دي، بیرته خپلو اړوندو هیوادونو ته لیږدل کیږي.

د دې په منلو سره چې د امریکا او کوریا د دیموکراتیک ولسي جمهوریت ترمنځ دغه سرمشریزه چې  په تاریخ کې لومړۍ  او د اوسنۍ زماني تر ټولو مهمه تاریخي پیښه ده، د دواړو هیوادونو ترمنځ  د لسیزو کشمکش او دښمنیو ته د پاي ټکې ږدي او د یوې نوې راتلونکې لاره پرانيزي، دواړه مشران، دونالد ترمپ او کیم جونگ اون ځانونه مکلفوي چې دغه گډه اعلامیه به پشپړه او پرته له خڼد څخه د عمل په ډگر کې پلې کړای شي.

متحد ایالات او د کوریا دیموکراتیک ولسي جمهوریت ځانونه مکلفوي چې په ډيرنژدې راتلونکې کې به  د امریکا متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو او د کوریا د دیموکراتیک ولسي جمهوریت یو لوړ پوړی دولتي پلاوی د دواړو دولتونو د دغې سرمشریزې د نتایجو د پلې کولو له پاره سره خبري اترې پيل کړي.

د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ او د کوریا د دیموکراتیک ولسي جمهوریت د دولت رئیس کیم جونگ اون مکلف دي چې د دواړو دولتونو ترمنځ نوو اړیکو ته به وده ورکوي او دغه راز د کوریا د نیمه ټاپو او په نړۍ کي د سولې، سوکالۍ او امنیت سره د مرستې له پاره به په گډه همکاري کوي.