1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ: امریکا د اقتصادي فعالیتونو پر مخ خلاصه ده

۱۳۹۶ بهمن ۷, شنبه

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر د داووس په اقتصادي فوروم کې د نړۍ له هیوادونو وغوښتل چې په امریکا کې دې پانګونه وکړي. هغه همدارنګه د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه او پر شمالي کوریا د فشار په برخه کې د لازیاتې همکارۍ غوښتنه وکړه.

https://p.dw.com/p/2rcM2
Schweiz Weltwirtschaftsforum in Davos | US-Präsident Donald Trump
انځور: picture-alliance/KEYSTONE/L.Gillieron

د امریکا ولسمشر دونالد ترامپ د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۸ کال د جنورۍ ۲۷مه) د «داووس» په اقتصادي کنفرانس کې د خپل تیر یوه کال په واکمنۍ کې د لویو اقتصادي لاسته راوړنو څخه یادونه وکړه.  هغه وویل چې «اوس ډیر مناسب وخت چې تاسې خپل اقتصادي فعالیتونه امریکا ته راوړئ.»

ترمپ په ځانګړي توګه په امریکا کې د مالیاتو په برخه کې اصلاحاتو او مقرراتو کمولو ته اشاره وکړه؛ هغه اقدامات چې د داووس د فوروم د مشر کلاوس شواب، په خبره د نړۍ د اقتصادي ودې سبب کیږي.

د انزوا له مفهوم سره مخالفت
ترمپ وویل چې د هغه د «اول امریکا» سیاست د انزوا په معنی نه دی. هغه د بیلګې په توګه د انرژۍ، تجارت او امنيت په مختلفو برخو کې د لازیاتې همکارۍ غوښتنه وکړه.

خو سره له دې ترمپ خبرداری ورکړ چې نړۍ نه شي کولی چې آزاد او خلاص تجارت ولري، په هغه صورت کې چې یو شمیر هیوادونه له هغې څخه په خپله ګټه استفاده وکړي.

ترمپ تل خپل د «لومړۍ امریکا» سیاستونو څخه دفاع کوي او وایې چې هغه د پراخه بین المللي همکاریو له اصولو سره مطابقت لري. هغه یو وار بیا د امریکا د اسهامو بازار ودې ته اشاره کړې ده.

د کله راهیسې نه چې دونالد ترمپ جمهوري ریاست ته رسیدلی دی، د امریکا متحدینو د هغو له جملې څخه آلمان واشنګټن ته خبرداری ورکړی دی چې د انزوا سیاست دې نه تعقیبوي. د «داووس فوروم» د نورو وینا والو له خوا هم ورته خبرداری مطرح شوی دی.

د "اول امریکا" سیاست د دوام ژمنه

په داسې حال کې چې امریکا یو پرمختللی اقتصادي سیاست لري او د مهاجرت سیستم یې پخوانی دی، ترمپ د غیرقانوني مهاجرت پر وړاندې ډیر سخت دریځ خپل کړی دی او ژمنه یې کړی ده چې د مکسیکو د سرحد په اوږدو کې به دیوال جوړوي.

که څه هم ترمپ ویلي دي چې د هغه د لومړی امریکا سیاست یوازې د امریکا په معنی نه دی، خو سره له دې هم هغه وویل چې واشنګټن غیر منصفانه سیاستونه نه خپلوي. له دې څخه معلومیږي چې ترمپ د خپل امریکا محوره تجارتي سیاست له دریځ څخه نه دی پر شا شوی.
هغه همدارنګه ویلي دي: «نړۍ یو وار بیا د یوه پياوړي او بریالۍ امریکا حضور تجربه کوي.»

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ د داووس په اقتصادي فوروم کې
د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ د داووس په اقتصادي فوروم کېانځور: Reuters/C. Barria

آیا مخکې تر دې د امریکا متحده ایالاتو نورو ولسمشرانو هم د داووس په غونډې ګډون کړی وو؟

ترمپ د امریکا دویم ولسمشر دی چې په سويس کې د داووس په غونډه کې ګډون کوي. بیل کلنټن لومړنی امریکایې ولسمشر وو چې په ۲۰۰۰م کال کې یې د دې اقتصادي فوروم د جوړیدو په ۳۰ کلیزه کې ګډون کړی وو. مخکې تر دې رونالد ریګن په ۱۹۸۰ لسیزه کې د ویډیوي کنفرانس له لارې په دې غونډه کې ګډون کړی وو.

ترمپ د امنیتي مسایلو په اړه څه وویل؟

ترمپ ادعا وکړه چې د داعش یا «اسلامي دولت» ترهګرې ډلې پر ضد د امریکا متحده ایالاتو په مشرۍ پوځي ائتلاف توانیدلی دی چې د عراق او سوریې هغه سیمې نږدې سل په سلو کې بیرته ونیسي چې یو وخت د دغو قاتلانو په لاس کې ول.

سربیر پر دې هغه د امنیت په برخه کې له د نړۍ له هیوادونو وغوښتل چې پر شمالي کوریا فشار ته ادامه ورکړي، تر څو دغه هیواد له خپل اټومي پروګرام څخه لاس په سر شي. نوموړي همدارنګه له نورو هیوادونو وغوښتل چې د نړیوال دفاع په برخه کې خپل منصفانه ونډه ادا کړي.

د حاضريونو غبرګون؟
که څه هم د ترمپ وینا د حاضرینو له هرکلي سره مخامخ شوه، خو بیا هم د یوې شیبې له پاره وضعیت بدل شو، او دا هغه وخت وو چې ترمپ وویل: «مخکې تر دې چې سیاست ته مخه وکړم هم په دې باور وم چې رسنۍ کیدای شي څومره شرير او جعل کاره ؤاوسي.»