1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ، اسد او داعش

۱۳۹۵ آذر ۹, سه‌شنبه

د امريکا منتخب ولسمشر تر خپلي بریا وروسته هم پردې ټینگار لري چې د ترهگري ډلي «اسلامي دولت» پر ضد به وجنگیږي، خو پوښتنه دا ده چې له بشارالاسد سره څه کول غواړي؟

https://p.dw.com/p/2TRDD
USA Donald Trump
انځور: Reuters/C. Allegri

يوازي څو ورځي وروسته له هغې چې امریکايي ميلیاردر دونالد ترمپ، د متحدو ایالاتو ولسمشرۍ ته انتخابات وگټل، د سوريې ولسمشر بشارالاسد هغه د یو «طبیعي متحد» په توگه وگاڼه. اسد وویل: «کله چې ترمپ د «تروریستانو پرضد جنگیږي، نو موږ به سره متحدان وگرځو، یو طبیعي متحد، له روسیې، ایران او ډيرو نورو هیوادونو سره.»

دا چې ترمپ به د دمشق يوه داسي انترناسوینالیستي ډوله وړاندیز ته غاړه کښېږدي تراوسه لا روښانه نه ده. خو د نوي منتخت ولسمشر له لومړیو څرگندونو څخه سړی ویلای شي چی د هغه په مشرتوب امریکا متحد ایالات به د سوریې په اړه بل ډول تگ لاره غوره کړي.

تر ټاکنو لږ وروسته ترمپ، «وال ستریت ژورنال» ته وویل چې د هغه دریځ له نورو سره توپیرلري. ترمپ وویل: «موږ د سوریې پر ضد جنگیږیږو. او سوریه د داعش پرضد. له دې لارې له دغه سړی یعنی اسد څخه ځان خلاصول غواړو. خو په اوس وخت کې موږ د سوريې پر ضد یاغیانو ملاتړ کوو، زه نه پوهیږم چې دغه خلک څوک دي.»

د استازو مجلس شک لري

غټه پوښتنه دا ده چې ایا د نوي ولسمشر دغه مخکې له مخکې اټکل رښتیا هم د متحدو ایالاتو د یو نوي سیاست پیل دی؟ ځکه هغه همدا اوس د کانگرس د دواړو جرگو له سخت مخالفت سره مخامخ دی.

پاول راین چې د استازو مجلس رئیس دی، ویلي دي: «جمهوري غوښتونکي او دیموکراتان دواړه پوهیږي چې اسد بايد د خپلو خلکو پر ضد د بیرحمانه چلند د دوام په وجه تجرید کړای شي.» راین د سوریې د ولسمشر دغه ډول چلند د «بشریت پرضد جنایت» وگاڼه.

د جنگي جنایاتو تور

که چیري رښتیا هم د سوريې په قضیه کې امریکا متحد ایالات له سوریې، روسیې او ایران سره نژدې شي، دا به په نړۍ کې د امریکا حیثیت ته سخت تاوان واړوي. د بخښني نړیوال سازمان په سپتمبر میاشت کې څرگنده کړه چې دوی په «ډيرو قضیو» کې داسې اسناد ثبت کړي دي چې د سوريې پر حکومت د جنگي جناياتو شهادت ورکوي. د بیلگې په توگه ربړوني او قصدي پر روغتونونو یا د ولسي خلکو پر هستوگڼو ببمارۍ او حملې.

د بخښني نړيوال سازمان دغه راز د سوريې په جگړه کي پر روسيې باندی هم د جنگي جنایاتو شک کوي، خو دا یې لا تراوسه په څرگندو اسنادو سره ثابت کړي نه دي.

د ملگرو ملتونو ځانگړی استازی ستیفان دیمیستورا، هم په دې آند دی چې د اسد سرتیرو په حلب کې پر ملکي وگړو په حملو سره «احتمالاً» په جنگي جنایاتو لاس پوری کړی دی.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان مارک آیرولت، هم وویل که روسیې او ایران په پوهي سره پر ملکي وگړو حملې نه دي کړې، خو د هغو کسانو «ملا تړ» يې کړی دی چې په حلب کې یې جنگي جنایات تر سره کړي دي.

ستونزمنه همکاري

دغه وضعیت ته په کتو سره سړی دومره ویلای شي چې د امریکا متحدو ایالاتو او بشارالاسد ترمنځ همکاري چې هغوی سره متحد وگرځي، ښايي ډيره سخته وي. په دې سره به سپینه ماڼۍ له هغو لوبغاړو سره همکاري کوي چې په ښکاره توگه د جنگي جنایاتو د ارتکاب شک پرې کیږي.

دغه راز د ترمپ او اسد ترمنځ د احتمالي همکارۍ نتیجه (که امریکا په سوریه کې د ترهگرو پرضد د اسد په پلویتوب مداخله وکړي) ښايي د اسد د دوو نورو متحدانو، پوتین او ایران د ملایانو د سختې غوسې پارولو سبب شي.

د ناټو غړی هیواد ترکیه لا تراوسه لږ تر لږه د اسد پر گوښه کیدو ټینگار لري. دغه راز په خلیج کې د امریکا نژدې متحد سعودي له ایران سره سخته دښمني لري. سعودي هم د اسد رژیم دوام نه غواړي. سر بیره پر دې د امریکا اروپايي متحدان هم پر قدرت باندې د اسد د پاتېدو مخالف دي او هغه د کړکیچ د حل له پاره یو خنډ گڼي. نو که چیرې دونالد ترمپ او اسد یو بل ته لاس ورکړي، ښايي هغه د خپلو اروپايي متحدانو له سختو اعتراضونو سره هم مخامخ شي.

د داعش پرضد مبارزې لومړيتوب

په دې کې شک نه شته چې د ترمپ په مشرتوب امریکا به د داعش پر ضد خپله مبارزه متمرکزه کړي. څلور ستوری امریکايي جنرال او د CIA پخواني رئیس دیوید پیترئیوس چې د بهرنیو چارو وزرات ته په کانديدانو کي دی، له الجزیرې تلویزیوني شبکې سره په خبرو کې ويلي دي، چې سړی په ډيري سختۍ سره کولای شي چې داعش او اسد یو له بل څخه جلا په پام کې ونیسي، خو سړی په دې برخه کې باید لومړیتوب ولري: «لومړيتوب بايد سړی هغه عنصر ته ورکړي چې دباندي یې خطر متوجه دی او هغه «اسلامي دولت» نومې ډله ده.»

پیترئیوس وویل چې منځنی ختیځ یوه «هر اړخیز کمپاین» ته اړتیا لري. په دغه سيمه کې وضعیت کړکېچن دی او یوه بېړني غبرگون ته اړتيا شته. هغه څرگنده کړه: «امریکا به په دې اړه مخکښ نقش ولري.» د دغه جنرال په نظر د داعش پر ضد جگړه ښايي اوږدمهاله وي، خو «له شک پرته به زموږ غشي د هغوی په زړو کې ښخ شي.»

نور مطالب: