1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

« تر ۲۰۲۰ کال پورې د امنيتي ځواکونو پر ملاتړ بحث کوو»

خليل الرحمن اُميد / کابل۱۳۹۴ بهمن ۱۸, یکشنبه

د امريکا د متحده ايالاتو سره د افغانستان د ځانګړي تړون پر اساس امریکايي ځواکونه په افغانستان کې پاته شول او د پرېکړنده ملاتړ تر عنوان لاندې چارې پر مخ وړي.

https://p.dw.com/p/1Hr9A
انځور: dapd

د افغانستان د دفاع وزیر معصوم ستانکزي او د امریکايي ځواکونو قوماندان جان کمپبل نن یکشبنه (د ۲۰۱۶کال د فبرورۍ ۷مه نېټه) د ستراتيژک او امنيتي تړونونو د پلي کېدو تر غونډې وروسته د یوه کنفرانس پر مهال له رسنیو سره جزیات شریک کړل.

په دې غونډه کې درې کمېټې ټاکل شوې چې یوه به د یادو تړونونو مالي برخه څېړي او د افغانستان د ملي دفاع سرپرست وزیر معصوم ستانکزی یې په اړه داسې وايي:« موخه دا ده چې د افغانستان د ځواکونو د مالي ملاتړ په برخه کې باید لازم تدابیر ونیول شي، او دا ډاډ باید تر لاسه شي چې د وارسا تر کنفرانس وړاندې د افغان ځواکونو د ملاتړ له پاره ټول تدابیر نیول کیږي.»

د ملي دفاع وزارت چارواکي وايي د دې ناستې پر دوام به په هرو دریو میاشتو کې یوه ناسته تر سره کیږي چې اړين مسایل به پکې څېړل کیږي.

د افغانستان او امریکا متحده یالاتو تر منځ نظامي تړون په ۲۰۱۴ کال کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني، اجرایه وي مشر عبدالله عبدالله او یو شمېر نورو مشرانو په حضور کې د ملي امنیت د سلاکار حنیف اتمر او د امریکا د سفیر جیمز کننګهام تر منځ لاسلیک شو. په همدې حال کې حنیف اتمر د ناټو له استازي سره هم هوکړه لیک لاسلیک کړ چې پر بنسټ به یې هغوی له افغان ځواکونو ملاتړ کوي.

د ګواښونو ارزونه

ستانکزی وايي ارزوونکې کمېټې به په ګډه ټول ګواښونه و ارزوي او د هغه پر بنسټ به پرېکړه کوي، دوی په داسې حال کې په افغانستان کې شته ګواښونه اروزوي چې په دې وروستیو دوو کالو کې پر طالبانو سربېره د داعش ترورستي ډله هم د افغانستان له پاره یو ګواښ جوړ شوی.

ستانکزي زیاته کړه چې د ګواښونو ارزونه یوازې د امنيتي تړون پر بنیاد کیږي:« یوه نوې ارزونه تر سره کیږي د هغو په پایله کې به راوتونکي ګواښونه تر بحث لاندې نیول کیږي، او د یادو ګواښونو د له منځه وړلو له پاره به مشترک تدابیر نیول کیږي، البته دا موضوع یوازې د افغانستان او امریکا متحده یالاتو تر منځ امنیتي تړون ته ځانګړې شوې ده.»

ورته مهال په یادو دریو کمېټو کې وروستۍ هاغه د امنیتي ځواکونو د روزلو له پاره ځانګړې شوې ده.

افغان حکومت په وار وار غوښتنه کړې چې د ملي پوځ په هوايي برخه کې روزنې، درنو وسلو او الوتکو ته اړتیا لري، خو په دې وروستیو کې ورته د ګوټو په شمار جنګي او ټرانسپورټي الوتکې ورکړل شوي دي.

نړیوالې ټولنې ویلي چې افغانستان د هوايي ځواک د برابرولو او روزلو لپاره ډېر وخت ته اړتیا لري، ځکه د هغوي په باور افغان ځواکونه تر دې مهاله د جګړه ییزو الوتکو له پاره ظرفیت نه لري.

ناټو او امریکا له افغان ځواکونو سره د شویو تړونونو له مخې تر دوه زره ۱۷ کال پورې مالي او نور ملاتړ کوي خو د افغانستان د ملي دفاع وزیر وايي د وارسا په ناسته کې به د افغان ځواکونو پر اوږد مهاله ملاتړ بحث وکړي.

هغه وویل:« له امریکا متحده ایالاتو او ناټو سره د تړونونو په لاسلیکېدو سره دا زمینه برابره شوه چې افغان ځواکونه ملاتړ شي، او د دې پر سر خبرې اترې رواني دي چې تر ۲۰۲۰ کال پورې د افغان ځواکونو ملاتړ وشي.»

ورته مهال په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قوماندان جنرال کمپبل وویل چې یادو تړونو د افغان ځواکونو له پاره د بشپړ ملاتړ زمینه برابره کړې ده، هغه زیاته کړه چې امریکا متحده ایالات به د همدي تړون پر بنسټ خپلو مرستو ته دوام ورکړي.