تر ټولو کم ارزښته پيسې د کوم هيواد دي؟ دلته يې وپېژنئ
د نړۍ د ۱۶۱ هيوادونو په پيسو کي تر ټولو زياتي قيتمي پيسې د کوېټ دينار دی. دا چي د ډالر په مقابله کي تر ټولو کم ارزښت لرونکي پيسې د کومو هيوادونو دي، په دغه انځوريز راپور کي يې وګورئ:
۱۶۱ مقام ـ د کويټ ۰،۳۰ دينار يا KWD يو امريکايي ډالر کيږي او په دې توګه د نړۍ تر ټولو باارزښته پيسې دي.
د پيسو د ارزښت په هکله دغه معلومات د ۲۰۱۷ کال د نوامبر په ۱۷ نېټه د http://www.xe.com وېبپاڼي څخه اخيستل سوي. په دغو معلوماتو کي د نړۍ د ۱۶۱ هيوادونو د ملي کرنسي د واحد ارزښت پرتله سوی دی. [ترتيب کوونکی: احمدولي اڅکزی]
۱۴۲ مقام ـ د متحده ايالاتو ډالر يا USD
۵۹ مقام ـ د هند ۶۴،۹۴ روپۍ يا INR يو امريکايي ډالر کيږي.
۵۸ مقام ـ د افغانستان ۶۸،۶۵ افغانۍ يا AFN يو امريکايي ډالر کيږي.
۴۹ مقام ـ د پاکستان ۱۰۵،۳۵ روپۍ يا PKR يو امريکايي ډالر کيږي.
۲۰ مقام ـ د عراق ۱۱۶۵،۲۷ دينار يا IQD يو امريکايي ډالر کيږي.
۱۹ مقام ـ د ميانمار ۱۳۶۵،۳۷ کيات يا MMK يو امريکايي ډالر کيږي.
۱۸ مقام ـ د لبنان ۱۵۱۰،۶۶ پاونډ يا LBP يو امريکايي ډالر کيږي.
۱۷ مقام ـ د کونګو ۱۵۸۱،۹۹ فرانک يا CDF يو امريکايي ډالر کيږي.
۱۶ مقام ـ د برونډي ۱۷۵۳،۲۱ فرانک يا BIF يو امريکايي ډالر کيږي.
۱۵ مقام ـ د تنزانيا ۲۲۴۵،۲۴ شيلينګ يا TZS يو امريکايي ډالر کيږي.
۱۴ مقام ـ د مغلستان ۲۴۴۶،۶۲ تيوګريوګ يا MNT يو امريکايي ډالر کيږي.
۱۳ مقام ـ د کولمبيا ۳۰۰۱،۸۸ پيسو يا COP يو امريکايي ډالر کيږي.
۱۲ مقام ـ د مداګاسکار ۳۱۸۱،۸۷ ارياري يا MGA يو امريکايي ډالر کيږي.
۱۱ مقام ـ د يوګانډا ۳۶۲۸،۲۲ شيلينګ يا UGX يو امريکايي ډالر کيږي.
۱۰ مقام ـ د کمبوديا ۴۰۲۱،۳۴ ريل يا KHR يو امريکايي ډالر کيږي.
۹ مقام ـ د پراګوای ۵۶۵۶،۵۷ ګواراني يا PYG يو امريکايي ډالر کيږي.
۸ مقام ـ د سيراليون ۷۶۶۸،۲۹ ليونه يا SLL يو امريکايي ډالر کيږي.
۷ مقام ـ د ازبکستان ۸۰۶۷،۹۸ سوم يا UZS يو امريکايي ډالر کيږي.
۶ مقام ـ د لاوس ۸۳۱۳،۷۳ کيپ يا LAK يو امريکايي ډالر کيږي.
۵ مقام ـ د ګينيا ۹۰۳۱،۹۲ فرانک يا GNF يو امريکايي ډالر کيږي.
۴ مقام ـ د اندونيزيا ۱۳۵۱۶،۹۶ روپي يا IDR يو امريکايي ډالر کيږي.
۳ مقام ـ د ساو تومي وبرينسيب ۲۰۷۸۵،۲۵ دوبرا يا STD يو امريکايي ډالر کيږي.
۲ مقام ـ د ويتنام ۲۲۷۲۷،۸۱ دونګ يا VND يو امريکايي ډالر کيږي.
۱ مقام ـ د ايران ۳۵۲۴۶،۳۵ ريال يا IRR يو امريکايي ډالر کيږي.
د پيسو د ارزښت په هکله دغه معلومات د ۲۰۱۷ کال د نوامبر په ۱۷ نېټه د http://www.xe.com وېبپاڼي څخه اخيستل سوي. په دغو معلوماتو کي د نړۍ د ۱۶۱ هيوادونو د ملي کرنسي د واحد ارزښت پرتله سوی دی. [ترتيب کوونکی: احمدولي اڅکزی]
انځورونه
1 | 25انځورونه