تر ټولو لوړ عاید لرونکي لس لوبغاړي ـ انځوريز راپور
د «فوریس» په نوم امریکایې مجلې د هغو لوبغاړو نوی نوملړ خپور کړی دی چې تر ټولو ډیرې پیسې ګټي. په دې وروستیو کې د چمپینز لیګ ګټونکی لوبغاړی کرستیانو رونالډو د ځمکې پر مخ تر ټولو ډیر عاید درلودنکی لوبغاړی دی.
کرستیانو رونالډو: ۸۳ میلیونه ایرو
په تیرو ۱۲ میاشتو کې کرستیانو رونالډو، چې څلور ځله یې د نړۍ د غوره فوټبالست لقب خپل کړی دی نږدې ۸۳ میلیونه ایرو ګټلي دي. ۵۲ میلیونه د تنخوا او جایزو په شکل او ۳۱ میلیونه د تجارتي اعلانونه له درکه.
لی برون جیمز: ۷۷ میلیونه ایرو
د (NBA) یا د امریکا د ملي باسکټبال لوبډلې تر ټولو قیمتي لوبغاړي «کِنګ جیمز» تیر کال ۷۷ میلیونه ایرو ګټلي دي. ۴۹ میلیونه د تجارتي اعلانونو او ۲۸ میلیونه د معاش او جایرو له طریقه.
لیونیل مسي: ۷۱ میلیونه ایرو
د بارسلونا د ټیم ستوری، چې پنځله ځله د نړۍ د بهترین فوټبالست لقب یې خپل کړی دی ۷۱ میلیونه ایرو ګټلي دي. خو دغه لوبغاړي باید د ۲۰۱۶ م کال د عایداتو مالیه تحویله کړي. نوموړی په ۲۰۱۶ کال کې د مالیې په برخه کې په درغلې تورن شوی وو.
راجر فیډرز: ۵۷ میلیونه ایرو
د سویتزرلند هیواد د ټینس دغه لوبغاړي د اتلسو لوبو ټورنمنټ په ګټلو سره ریکارډ قایم کړی دی. هغه د خپلې خیریه ټولنې له لارې چې په ۲۰۰۳ کال کې یې جوړه کړی د خپل مور په ټاټوبي سویلي افریقا کې د ماشومانو په برخه کې پروژ سره مالي مرسته کوي.
کیوین ډیورینت: ۵۴ میلیونه ایرو
دغه لوبغاړی چې دوه متره قد لري د خپلې دقیقې نښې له کبله ډیر مشهور دی. د امریکا ملي باسکیټبال لوبډلې سره یې د لوبې له پيلولو وروسته د نایک له کمپنۍ سره د ۶۰ میلیونه دالرو یو تړون لاسلیک کړ. تیر کال دغه لوبغاړي ۵۴ میلیونه ایرو ګټلي دي.
اینډریو لک: ۴۴ میلیونه ایرو
د انډیاناپولِس کولټس لوبډلې له پاره د کوارتر بیک په پوزیشن کې لوبیدونکي دغه لوبغاړي د ۲۰۱۶ م کال د جون په میاشت کې د (NFL) یا نشنل فټبال لیګ د تاریخ تر ټولو قیمتي قرارداد لاسلیک کړ. د دغه تړون له مخې هغه ته په راتلونکو ۶ کلونو کې په مجموعي توګه ۱۲۴ میلیونه ایرو ورکول کیږي. تیر کال دغه لوبغاړي ۴۴ میلیونه ایرو ګتلي دي.
روری میکلوری: ۴۴ میلیونه ایرو
هغه لوبغاړی چې د ګولف په لوبه کې په نړیواله کچه تر ټولو ډیرې پيسې ګټي د شمالي آیرلینډ هیواد روری میکلوری دی. په ۲۰۱۶ م کال کې د دغه لوبغاړي عاید ۴۴ میلیونه وو چې لویه برخه یې (۳۰ میلیونه) د نایک کمپنۍ سره د تجارتي اعلانونو له درکه ترلاسه کیږي.
سټیفن کری: ۴۲ میلیونه ایرو
دغه امریکایې باسکټبالر په تیرو ۱۲ میاشتو کې ۴۲ میلیونه ایرو پیسې ګټلي دي. د دې جملې څخه ۳۱ میلیونه یې د تجارتي اعلانونو له درکه ترلاسه کوي.
جیمز هاردن: ۴۲ میلیونه ایرو
دغه امریکایې باسکټبالر د خپلې ږیږي له امله هم مشهور دی. تیر کال هغه د تنخوا او جایرو له طریقه ۲۴ او تجارتي اعلانونو له لارې ۱۸ میلیونه ایرو ترلاسه کړي دي.
لیوئس هیملتن: ۴۱ میلیونه ایرو
لیوئس هیملتن، دری واره د (فورمولا ون) د موټرو په ځغاسته کې اول مقام ترلاسه کړی دی. په ۲۰۱۶ م کال کې د دغه بریتانوي لوبغاړي مجموعي عاید ۴۱ میلیونه ایرو وه.
په ښځینه لوبغاړو کې تر ټولو ډیر عاید
د ټینس دغه امریکایې ښځینه لوبغاړۍ په ۲۰۱۶ م کال کې ۲۴ میلیونه ایرو ګتلي دي. د دې عاید دوه پر دریمې برخې نه زیات یې د تجارتي اعلانونو له درکه ترلاسه کړي دي.
تر ټولو ډیرې پيسې ګټونکی آلمانی لوبغاړی؟
سیباستیان فیټل، په پرله پسې ډول څلور ځله د (فورمولا ون) اتل پاتې شوی دی، خو تیر کال د ۲۴ میلیونه عاید سره د «فوریس» مجلې په نوملړ کې په ۱۴ نمبر کې ځای نیولی دی.