1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تر ټاکنو مخکي د طالبانو د بريدونو ډېرېدل

حسين سيرت/ مسعود جهش۱۳۹۳ فروردین ۵, سه‌شنبه

تر ولسمشریزو ټاکنو یوولس ورځي مخکې په کابل او کونړ ولایتونو کې د طالبانو ډله ییز بریدونه وشول. ځانمرگي برید کوونکي د سه شنبې په ورځ د کابل په دارلالمان سیمه کې د ټاکنو کمیسیون پر سیمه ییز مرکز باندي برید وکړ.

https://p.dw.com/p/1BVeJ
انځور: DW/H. Sirat

د افغان امنیتي ځواکونو او برید کوونکو تر منځ نښتې څو ساعته دوام وکړ. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې پنځه سره برید کوونکي وژل شوي دي.

د کلیو جوړولو او پراختيا وزارت یوه کارکوونکي شفیع، چې د برید له سیمي څخه په تېښته بریالی شوی دی، ویلي دي: «داسي ښکاریدل چې هغوی ځانونه ډیر پیچلي ول. هغوی واسکټونه او یوه مخابره هم لرله او سویچ یې په لاس کې وو. زه پوه شوم چې هغوی ځانمرگي برید کوونکي دي. کله چې موږ منډي کړې هغه ته په مخابره کې وویل شول چې ځان والوزوي.»

دغه برید د کلیو د پراختيا وزارت په کوڅه کې ترسره شوی دی. په همدغه سيمه کې د افغانستان ولسمشرۍ ته کانديد اشرف غني احمدزي، کور هم دی.

څېړونکي وایي چې دغه شان بریدونه په ټاکنو کې د خلکو پر گډون باندي ناوړه اغېزه کړې ده. دا په داسې حال کې ده چې طالبانو گواښ کړی دی چې د افغانستان راتلونکي ټاکني به گډي وډي کړي. د کابل ښار یو شمیر اوسیدونکي وایي چې تر ټاکنو مخکې د طالبانو بریدونو د خلکو په منځ کې ویره را پيدا کړې ده.

پارلمان ته نزدې برید

دغه برید په پارلمان کې د ولسمشر کرزي تر وینا یوازي یو ساعت وروسته ترسره شوو. افغان امنيتي ځواکونو د کابل په ختیځه برخه کې سخت امنیتي تدابیر نیولي ول او ټولي هغه لاري یې تړلي وې چې پارلمان ته ورځي.

ولسمشر کرزي په خپله وینا کې یونس قانوني د خپل لومړي مرستیال په توگه معرفي کړ. په همدې حال کې دغه برید پارلمان ته نزدې ترسره شو.

ولسمشر کرزي د پارلمان له وکیلانو څخه وغوښتل چې د حکومت د خلا د ډکیدو په موخه یونس قانوني ته مثبته رایه ورکړي. هغه وویل: «زه ښاغلی قانوني یو وطن پاله شخصیت او د لومړي مرستيال دندو د سر ته رسولو استعداد لرونکی شخصیت بولم. له همدې کبله هغه د اساسي قانون د ۶۸ مادې د حکم پر اساس د خپل لومړي مرستیال په توگه تاسو ته در پيژنم.»

ولسمشر کرزي روښانه کړه چې افغانستان به په لومړي وار قدرت په دیموکراتیک شکل له یوه مشره بل ته انتقال کړي. هغه وویل چې د قدرت د لیږد له پاره ټول چمتوالی نیول شوی دی.

یونس قانوني د ولسمشر لومړی مرستیال شو

۱۵۰ تنو وکیلانو غوښتنه وکړه چې د یونس قانوني په اړه رايي اچونه په علني توگه ترسره شي. د ولسي جرگې مشر عبدالروف ابراهیمې هم دغه رايه اچونه په علني توگه اعلان کړه. په دې ترتیب سره ډیر شمیر وکیلانو د شنو کارتونو په پورته کولو سره یونس قانوني ته د افغانستان د ولسمشر د لومړي مرستیال په توگه د اعتماد رایه ورکړه. د ولسي جرگې مشر پایله داسې اعلان کړه: «هغه کسان چې موافق دي شنه کارتونه او هغه کسان چې مخالف دي سره کارتونه باید پورته کړي...ډیر ښه په دې ترتیب سره دا موضوع په اکثریت سره تائید شوه.»

یونس قانوني د اعتماد رایې تر اخیستلو وروسته لنډه وینا وکړه او ویې ویل چې ډیره هڅه به وکړي چې په افغانستان کې ټاکني روڼې ترسره شي. هغه روښانه کړه چې افغانستان اوس په یوه ډیر حساس وضعیت کې دی او پرې به نه ږدي چې هیواد یې یو وار بیا د کړکیچ پر لور روان شي. قانوني وویل: «هیله لرم چې د جمهوري ریاست تر څنگ تر ټاکنو وروسته د کړکیچ او وضعیت د خرابیدو مخه ونیسم. په دې اړه اندیښنه لرم چې خدای مه کړه تر ټاکنو وروسته د ملي نفاق غږ پورته نه شي. موږ به د یوه افغان ملت په توگه د افغانستان د یو موټۍ غږ پورته کړو.»

په افغانستان کې به یوولس ورځې وروسته ټاکنې ترسره شي. دغه ټاکنې د هیواد د راتلونکې له پاره ډیر اهمیت لري.