1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بنګله دیش هم د سارک په غونډه کې د نه ګډون اعلان وکړ

۱۳۹۵ مهر ۷, چهارشنبه

بنلګله دیش ویلي دي چې په پاکستان کې به«د سیمه ییزو همکاریو له پاره د سویلي اسیا انجمن» یا سارک په غونډه کې ګډون و نه کړي. هندوستان هم ورته اعلان کړی وو. افغانستان او بوتان هم ښایي په دې غونډه کې ګډون و نه کړي.

https://p.dw.com/p/2QgI5
SAARC Summit in Nepal 2014
انځور: UNI

دغه غونډه په نومبر میاشت کې په پاکستان کې جوړیږي، خو هندوستان د سه شنبې په ورځ ناوخته اعلان وکړ چې لومړی وزیر نریندرا مودي، به د نوي دهلي او اسلام آباد تر منځ د ترینګلو سرحدي اړیکو له کبله په دې غونډه کې ګډون و نه کړي.

په وروستیو وختونو کې د پاکستان او ګاونډیو هیوادونو اړیکې تر پخوا ترینګلې شوې دي. د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د هندي سرتیرو تر وژل کیدو وروسته د نوي دهلي او اسلام آباد اړیکې لا پسې ترینګلې شوې دي. کابل او اسلام آباد هم په ښه وضعیت کې نه دي. دواړه هیوادونه تر بل هر وخت ډیر یو بل د یاغیانو په ملاتړ تورنوي.

پاکستان د کشمیر په برید کې د لاس لرلو او د افغان یاغیانو د ملاتړ تورونه ردوي. خو مودي په خپل هیواد کې تر فشار لاندې دی چې د خپلو سرتیرو د وژل کیدو په اړه غبرګون وښيي.

د چهارشنبې په ورځ د بنګله دیش د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي شهریر عالم، د فرانسې له خبري آژانس سره په خبرو کې تائيد کړې ده چې دغه هیواد به په پاکستان کې کیدونکي «د سیمه ییزو همکاریو له پاره د سویلي اسیا انجمن» يا سارک په غونډه کې ګډون و نه کړي.

هندي رسنیو ویلي دي چې افغانستان او بوتان به هم په دې غونډه کې ګډون و نه کړي.

د سویلي اسیا کارپوه اشوک ملک، وایي چې په غونډه کې ګډون نه کول، ښایي له عملي لحاظه کومه اغیزه ونه لري، خو هغه زیاته کړې ده چې پر پاکستان باندې دغه شان سیاسي فشارونه ښايي هغه خپل متحد هیواد چین، ته لا پسې نژدې کړي. هغه زیاته کړې ده: «دا یوه سمبولیکه سیاسي بریا ده. دا موضوع به پاکستان چین ته لا نزدې کړي.»

پاکستان بیا د هندوستان پریکړې ته په ځواب کې ویلي دي چې اسلام آباد سیمه ییزې همکارۍ او سولې ته ژمن دی، او پر هندوستان باندې یې تور لګولی دی چې د پاکستان په خاوره کې ترهګري روزي.

نور مطالب