1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تر سلو زیات مهاجر په مديترانه کي ډوب سول

۱۳۹۵ دی ۲۶, یکشنبه

په مديترانه سمندرګي کې د مهاجرو يوه کشتۍ چې له سلو زيات کسان په کې سپاره ول ډبه شوې ده. دغه کشتۍ چې د ليبيا له سواحلو څخه ايټاليا پر لور تلونکې وه، په هغې کې د سپرو کسانو له ډلې څخه يوازې څلور تنه یې ژغورل شوي دي.

https://p.dw.com/p/2VpDN
Bergung von Flüchtlingen im Mittelmeer vor der libyschen Küste
آرشيف انځورانځور: picture-alliance/dpa/Sea-Watch

رويټرز او نور خبري آژانسونه د ايټاليا ساحلي ځواکونو پر حواله خبر ورکوي چې د مهاجرو دغه کشتۍ د شنبې ورځ په ماښام د جنورۍ ۱۴ مه، د ليبيا له سواحلو څخه پنځوس کيلومتره لرې د سمندر په منځ کې ډوبه شوې ده. دغې کشتۍ کې له سلو څخه زيات مهاجر سپاره ول چې غوښتل خپل ځانونه ايټاليا ته ورسوي.

ايټالوي ژغورنکو سمندري ځواکونو د مهاجرو له ډلې څخه څلور تنه ژوندي راوښکلي دي. د رپوټونو مطابق دغو ځواکونو تر اوسه پورې د ۱۳ مهاجرو مړي موندلي او له ۹۰ څخه زيات نور مهاجر لا درکه دي. ويل کیږي چې د لادرکه مهاجرو د ژغورنۍ امکانات ډیر کم دي.

د ايټاليا ساحلي ځواکونو د يوه وياند په خبره، چې ايټالوي او فرانسوي سمندري ځواکونه چې د کشتيو علاوه په هيلي کوپټرو هم سمبال دې، په ګډه یې د مهاجرو د پيدا کولو هڅې روانې کړي دي.

۷۵۰ ژغورل سوي

له دې پيښې څخه علاوه، يوازې په تيرو ۲۴ ساعتونو کې په مديترانې سمندرګي کې ۷۵۰ تنه نور مهاجر له ډوبيدو څخه ژغورل شوي دي. په دې منځ کې د پنځو نورو مهاجرو جسدونه هم له اوبو څخه وښکل شوي دي.

د ليبيا له سواحلو څخه ايټاليا پر لور راتلونکي مهاجر تر ډیره له وړو بادي او د لرګيو څخه جوړو خطرناکو کشتيو څخه کار اخلي، دغه مهاجر اکثره وخت د ايټاليا ساحلي ژغورونکو او سمندري ځواکونو لخوا ژغورل کيږي.

ساحلي ځواکونو تر اوسه ندي ويلي چې ژغورل شوي او لادرکه شوي مهاجر د کومو هيوادونو اړوند دي.

اروپا ته د مهاجرو د مخنيوي په موخه، د بالکان لارو تر بنديدو او تيرکال د اروپايي اتحاديې او ترکيې تر منځ د شوي تړون څخه وروسته، د مديترانې سمندرګي له لارې ايټاليا ته د تلونکو مهاجرو شمير زیات شوی دی.

په ۲۰۱۶ کال کې د مديترانې سمندرګي له لارې له ۱۸۰ زرو څخه زيات مهاجر ايټاليا ته ورسيدل. د ايټاليا د رسمي آمارو له مخې په دغو مهاجرو کې ډیری يې د افريقايي هيوادونو څخه دي. دغه مهاجر د انساني قاچاق وړونکو پر مټ د سمندر له لارې ايټاليا ته رسيدلي دي.

تيرکال د مديترانې سمندرګی د مهاجرو لپاره تر ټولو زياته وژونکې لاره وه. د ملګرو ملتونو د مهاجرت ادارې د ارقامو مطابق په ۲۰۱۶ کال کې له ۵ زره څخه زيات مهاجر په دغې لاره ايټاليا ته د تلو پر وخت اوبو کې د ډوبيدو له امله مړه شوي ول.

 

 پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (26.05.2016):