تر بن وروسته په توکیو کي د افغانستان په هکله کنفرانس دایریږي
۱۳۹۰ آذر ۱۴, دوشنبهد افغانستان په هکله د بن په دوهم کنفرانس کي د جاپان استازي وویل چي هیواد به يې یو وار بیا په راتلونکي کال کي د افغانستان په هکله د یو لوی نړیوال کنفرانس کوربه وي. د هغه په حواله په دغه کنفرانس کي به نړیواله ټولنه د ۲۰۱۴ کال وروسته له افغانستان سره د خپلو مالي مرستو جزییات اعلان کړي.
دا لومړی ځل نه دی، چي توکیو د افغانستان په هلکه د یو نړیوال کنفرانس کوربتوب پر غاړه اخلي. تر دې وړاندي په ۲۰۰۲ کال کي هم د بن تر لومړۍ نړیوالي غونډي وروسته په دغه ښار کې له افغانستان سره د مالي مرستو یو نړیوال کنفرانس جوړ شوی وو.
د توکیو پر را روان کنفرانس سربیره به د ۲۰۱۲ کال د می په میاشت کي د متحده ایالاتو په شیکاګو کي د ناټو په غونډه کې د افغانستان راتلونکې تر بحث لاندي ونیول شي.
په داسې حال کې چې نړیوال له افغانستان څخه په ۲۰۱۴ کال کي د خپلو ټولو پوځي ځواکونو د ايستلو خبري کوي، ډیر شمیر افغانان بیره لري، چي تر دغي مودې وروسته به له افغانستان سره د نړیوالي ټولنې مالي مرستي هم کمي سي.
د افغانستان د ماليې وزیر، حضرت عمر زاخیل وال، ویلي دي چي تر ۲۰۱۴ کال وروسته به افغانستان هر کال ۷ ميليارده ډالره بهرنیو مرستو ته اړتیا ولري، ترڅو خپلي امنیتي او پر مختیایي پروژې تمویل کړي.
افغان حکومت په دې هم پوهیږي، چي نړیواله ټولنه به ورسره د تل له پاره خپلو مالي مرستو ته دوام ور نه کړي نو له همدې کبله یې اوس ډیر پام د هيواد د طبیعي زیرمو کیندلو ته اړولی دی.
مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل