1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تر اروپایي ټولني دباندي د مهاجرو ثبتول

۱۳۹۴ شهریور ۵, پنجشنبه

د اروپايي ټولني پر غړو هیوادونو د کډوالو د ویش لانجه دوام لري. په داسي حال کي چی د مهاجرو عالي کمیشنر د کډوالو د ثبتولو د مرکزونو پر جوړولو ټینگار کوي، پولند بیا د نورو کډوالو منل ردوي.

https://p.dw.com/p/1GMka
انځور: Getty Images/AFP/A. Kisbenedek

د کډوالو له پاره د ملگرو ملتونو عالي کمېشنر انتونیو گوتیرېس او د فرانسې د کورنیو چارو وزیر برنار کازنوف د اروپایي ټولني پر سرحدونو په عاجل ډول د مهاجرو د ثبتولو د مرکزونو د جوړولو غوښتنه کوي.

گوتیریس په ژنیو کي له کازنوف سره د یوې لیدنې کتنې په ترڅ کې وویل چې «د مهاجرت په هکله د اروپايي ټولني شورا له خوا شوې پرېکړي باید گړندۍ سي او شدت ومومي.»

په دغو اقداماتو کې د هغو مرکزونو جوړول هم شامل دي چې پکښي د راتلونکو کسانو د منلو د دلایلو په هکله مستقیمي پلټني تر سره سي. په دې ډول به د پناه غوښتني د دلیل پرته کوم چاته اجازه ور نه کړل سي چی اروپایي ټولني ته ننوځي.

دغه ډول مرکزونه باید په یونان او ایټالیا کي جوړ سي، چې زیاتره مهاجر اروپایي ټولني ته داخلیږي. کازنوف وایي چې هلته باید هغه کسان چي د پناه غوښتونکي په توگه اروپا ته راځي له هغو کسانو څخه بیل کړل سي چي د اقتصادي مشکلاتو له امله یې پناه راوړې وي.

هنگري مهاجرو ته اوسپنيز دېوال جوړ کړی

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر په عین حال کي د انساني قاچاقبرانو په مقابل کي هم د قاطع چلند غوښتنه کوي.

گوتیریس وايي، د روان کال له پیل راهیسي۲۹۳ زرو کډوالو هڅه وکړه چي یوازي د مدیترانې سمندرگي له لاري اروپا ته ځانونه راورسوي. د هغه په نظر دا د اروپا پر وړاندي یو جدي چيلينج دی.

گوتیریس پر دې خبري ټینگار کوي چي دا خبره واضح ده چي اروپا ددې توان لري چي د دغه چيلينج په مقابل کي مبارزه وکړي; خو په دې شرط چي دغه هیوادونه په یوه خوله وي او په گډه سره مسئولیت ومني.

په ملگرو ملتو کي د مهاجرو عالي کمیسار د یوه گډ حل غوښتنه کوي

په دې ډول سره هغه په غیرمستقیم ډول د اروپايي ټولني پر هغو هیوادونو انتقاد کوي چي د کډوالو د مساوي ویش پر ضد رایه ورکوي. د اروپايي کمېسیون له خوا د غه پلان پر ضد تر ټولو د مخه بریتانیا او د ختيځي اروپا هیوادونه مقاومت کوي.

گوتیریس تیره اونۍ د «ويلت» په نوم آلمانۍ ورځپاڼي ته وویل چي د ډیر وخت له پاره دا کار د زغملو نه دی چي یوازي د اروپايي ټولني دوه هیوادونه آلمان او سویدن دي تر ټولو ډیر کډوال ومني.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب