1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تبصره: یو نه درک کیدونکی او خواشینوونکي عمل

الکساندر کوداشف۱۳۹۴ فروردین ۷, جمعه

اوس چې موږ پوهیږو چې د «جرمن وینګز» الوتکه په قصدي ډول له غره سر جنګول شوې ده، موږ رامنځ ته شویو پوښتنو ته ځوابونو لټوو. د دویچه ویله د نشراتو سر لیکوال الکساندر کوداشف وایي چې د ځوابونه موندل ښايي اسانه کار نه وي.

https://p.dw.com/p/1EyPe
انځور: picture-alliance/dpa/M. Hitij

دا یو بد خوب ته ورته دی، یوه مرستیال پیلوټ په قصدي توګه خپله الوتکه له غره سره جنګولې ده چې له امله يې خپل ځان او ۱۴۹ نور کسان وژلي دي. که څه هم تر اوسه موږ په دې خبره نه پوهیږو چې هغه ولې دا کار کړی دی خو د هغه ځان وژني ۱۴۹ تنه نور بیګناه کسان هم وژلي دي.

دا له هغه اعتماده لویه ناوړه ګټه اخیستل دي چې مسافرین یې پر پیلوټانو باندي کوي. خو دغه بد خوب یوه استثنا ده. یوه داسي استثنا چې درکول يې دیر سخت کار دی.

اوس نو دا طبیعي خبره ده چې سړی د ځوابونو په لټه کې وي. ولي مرستیال پیلوټ دغه کار کړی دی؟ څوک باید ګرم وبلل شي؟ ایا کوم کس باید د هغه د روزني پر مهال پر دې خبره باندې نه وای پوه شوی چې هغه یو بد ځوان دی؟ ایا باید لا ډیر روان پیژندونکي په روزنو او آزموینو کې ښکیل نه وي؟

دا هر څه ښه نظر ته راځي خو په عین حال کې موضوع ته ساده نظر کول هم دي. ځکه چې داسي سړی باید فکر وکړي چې دا به څومره امکان ولري چې روان پیژندونکي د هغو کسانو په مغلق حالاتو پوه شي چې مخ ته یې ناست وي. ايا اوس باید روان پیژندونکي د پیلوټانو د روزني چاري په لاس کې واخلې چې یو څه آرامښت رامنځ ته کړي؟

دا د ستونزي د حل له پاره ځواب نه شي کیدای. پر دې سربیره د لوفت هانزا روزنیز پروګرام په ټوله نړۍ کې د خپلو لوړو ستندردونو له کبله شهرت لري.

په قصدي توګه د جرمن وینګز الوتکې رالویدو موږ ټول حیران کړي یو.

دې پیښې موږ لړزولي یوو او ټول یې ډیر خواشینې او له ځان سره بسیا کړي یوو. موږ پوهیږو چې د دغي ناوړي پیښي په پایله کې څه رامنځ ته شوي دي، خو په عین حال کې غواړو پوه شو چې پیښه څرنګه رامنځ ته شوې ده.

موږ غواړو چې منطقي توضیحات ومومو، څو د دغې پیښې درک موږ ته اسانه کړي. خو د دغه شان توضیحاتو رامنځ ته کول اسانه کار نه دی.

متحد پاتېدل

خلک د قربانیانو له کورنیو سره غم شریکي کوي. رسنيو هم تر اوسه پوري د هغوی د غم درناوی کړی دی. د لوفت هانزا هوايي شرکت هم په ښه ډول له هغو کسانو سره د مرستو ژمني کړي دي چې د دې پیښې له کبله زیانمن شوي دي. په عین حال کې سیاستوال هم د غم په دې شیبه کې له زیانمنو سره خپله غم شریکي ښوولې ده.

د پیښې سیمې ته د آلمان د صدراعظمې انګيلا میرکل، د فرانسې د ولسمشر فرانسوا اولاند او د هسپانيا د لومړي وزیر ماریانو راخوی، سفرونه د دغه یووالي څرګندويي کوي. دا یو لوی سمبولیک اقدام وو چې وښيي اروپا او اروپایان یو له بل سره متحد دي.

د فرانسې په هغه سیمه کې چې الوتکه لویدلې ده، د سیمه ییزو اوسیدونکو غم شریکي او بیا مرستي ډیر د ستاینې وړ دي. دا ښيي چې آلمانیان او فرانسویان څومره سره نزدې دي.

دا په تیرو څو میاشتو کې دوهم وار دی چې آلمانیان او فرانسویان یو له بل سره خپل اتحاد ښي. لومړی کله چې په پاریس کې د «چارلي ابدو» مجلې ۱۲ کارکوونکي او څلور یهودیان د افراطي اسلامپالو ترهګرو له خوا ووژل شول، او دویم وار اوس چې په قصدي توګه یوه الوتکه له غره سره وجنګول شوه.

آن د آلمان صدراعظمه انګيلا میرکل، چې ډیر وخت آرامه وي، ښيي چې دې پیښي څومره اغېزه ورباندي کړې ده. دې پیښي آلمان ته سخت رواني تکان ورکړ. دغه هیواد اوس د ویر په حال کې دی.

د دويچه ويله سر ليکوال الکساندر کوداشف
د دويچه ويله سر ليکوال الکساندر کوداشفانځور: DW/M. Müller