1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تبصره: د هغو کسانو دي لا ډیر درناوی وشي چې بل ډول فکر لري

۱۳۹۶ اردیبهشت ۱۳, چهارشنبه

خبریالان په ډیریدونکې توګه په دیموکراتیکو هیوادونو لکه امریکا او پولند کې تر فشار لاندې دي. دا ځکه چې د عامو خلکو د استدلال قدرت پر کمزوره کیدو دی. انیس پول وایي چې پخپله رسنې هم د دې وضعیت یو څه پړه پر غاړه لري.

https://p.dw.com/p/2cGTz
Türkei Protest für Pressefreiheit
انځور: picture-alliance/dpa/S. Suna

شمیرې سړی ډیر جدي کوي. لا ډیر خبریالان له فشارونو سره مخامخ دی، د کار مخه یې نیول کیږي او هغو تر ټولو په بد حالت کې ګواښل کیږي، زندانونو ته اچول کیږي او آن وژل کیږي. پر نړیوالو هڅو سربیره، د مصر او یا بروندي په څیر هیوادونه د خبریالانو پر ضد سختو اقداماتو ته دوام ورکوي.

په ترکيه کې د خبریالانو وضعیت تر هغه وروسته خراب لوري ته یو دراماتیک بدلون وخوړ چې دولت په بې ساري ډول د تیرکال تر ناکامې کودتا وروسته په سرکوبوونکو اقداماتو لاس پوري کړ. اوس په دې هیواد کې تر۱۵۰ ډیر خبریالان په زندانونو کې دي چې پکې ترکي الاصله آلماني خبریال دینز یوسیل، هم شامل دی. د افغانستان، سوریې، عراق او یمن په څیر جګړه ځپلو هیوادونو کې خبریالان اوس هم د ټولو اړخونو له خوا تر ګواښ لاندې دي. په همدغو ځایونو کې د نړیوالو رسنیزو سازمانونو کار تر ټولو ډیر اهمیت لري ځکه چې هغوی کولای شي چې د ځايي رسنیو له پاره په تنګو شرایطو کې خپلواک معلومات وړاندي کړي.

د رسنیو ضد بیانونه

خو یوه بله موضوع د پرمختګ په حال کې ده چې باید موږ ټول مضطرب کړي. د بې سرحده خبریالانو د وروستي رپوټ په حواله، د رسنیو آزادي په مخ پر ډیریدونکې توګه په قوي دیموکراسیو کې له ګواښ سره د مخامخ کيدو په حال کې ده.

انیس پول د دویچه ویله مسوله مدیره
انیس پول د دویچه ویله مسوله مدیره

د امریکا متحدو ایالاتو او پولند په څیر هیوادونو کې د رسنیو ضد بیانونه مخ پر ډیریدو دي چې داسې مخ نیوونکو قوانینو ته لاره هواروي چې د استخباراتي سازمانونو د څار ځواک پراخوي او یا هم بربنډوونکي له ګواښ سره مخامخ کوي. په دې برخه کې د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ تر نورو مخکې دی. هغه وتوانید چې یوازې په څو میاشتو کې معتبره رسنۍ بې اعتباره کړي. ترمپ کولای شي د تویتر ټولنیزې پاڼې له لارې خپلې نه فلتر شوې او نه چک شوې انګیرنې په میلیونونو انسانانو ته ورسوي. ډیر وخت هغه دوروغ وایي، پر با اعتباره رسنیو باندي د ناسمو خبرونو خپرولو تورونه لګوي، په ځانګړې توګه په داسې حالاتو کې چې د هغه پر سیاستونو یې نیوکه کړې وي.

د ترمپ ستراتیژي ښه کار ورکړی دی. نه یوازې د هغه پلویان، بلکي د ترمپ عمده منتقدین په دې نظر دي چې عامې رسنې د یوې اوږدې مودې له پاره آزادې نه وې، هغوی وایي چې رسنې یا خو د تجارتي پیسو او یا هم ګټو تر اغیزې لاندې دي او یا دا چې یوازې د نخبه ګانو نظرونه منعکش کوي او د عامو خلکو ورځنیو تجربو ته پام نه کوي.

د اعتبار له لاسه ورکول

دا پدیده یوازې امریکا متحدو ایالاتو ته محدوده نه ده. د فرانسې، هالند او آن آلمان په څیر هیوادونو کې د مسلکي خبرایالانو په اړه عام نظر اوس د هغه څه په پرتله چې له ډیرې مودې راهيسي موجود وو، خراب دی. د انترنت له خوا د نویو امکاناتو برابریدل، اوس ښايي د رسنیو د اعتبار پر وړاندي تر ټولو لوی ګواښ وي.

Symbolbild digitaler Populismus
انځور: picture alliance/dpa/P. Pleul

کله چې عام خلک پر داسې مسلکي خبریالانو چې غواړي اخلاقي اصول په پام کې ونیسي، نور اعتبار و نه لري، د هغو کسانو له پاره چې ځانګړې ګټې لري ډیر اسانه وي چې د ټولنیزو رسنیو له لارې د عامو خلکو فکر په برمته کړي. هغوی کولای شي دغه کار د ناسمو خبرونو د خپرولو له لارې، د دسیسه تیوريو د خپرولو له لارې او د انترنتي زورګويي له لاري، ترسره کړي. په دې ترڅ کې بیا عادي رسنۍ څنډې ته شړل کیږي، ځکه هغوی د عامو خلکو په ذهن کې خپل اهمیت له لاسه ورکوي.

د دیموکراسي له پاره ګواښ

دا د دیموکراسیو له پاره ډیر خطرناک دی، او اسانه به نه وي چې بیرته حالات عادي حالت ته وګرځول شي. موږ، د رسنیو مسلکي کارکوونکي، د دې وضعیت د رامنځ ته کیدو قسمي مسئولیت پر غاړه لرو. د دې نظر په لرلو سره مو چې یوازې موږ د حقیقت خاوندان یوو، د دونالد ترمپ په څیر خلکو له پاره اسانه کړې ده چې سر پورته کړي.

معتبري رسنۍ یوازې په هغه صورت کې کولای شي چې بیرته خلک خپل پلوۍ ته راواړوي چې هغوی په رښتیني توګه خلکو ته غوږ ونیسي. په ځانګړې توګه هغو خلکو ته چې په متفاوت ډول فکر کوي، هغه کسان چې شک او اندیښنې لري او احساس کوي چې له پامه غورځول شوي دي. داسې کسان چې که ورته غوږ و نه نیول شي نو عوامپالو ته به مخ کړي چې خپل ځوابونه ترلاسه کړي.

خبریالان باید دا رده بندي کړي چې څه ښه او څه بد دي خو باید هغه له اخلاقي لحاظه تعریف نه کړي. لږ تر لږه په آلمان کې موږ داسې یو قانوني سیستم لرو چې دا تنظیموي چې یو کس څه ويلای او څه نه شي ويلای.

تبصره کوونکې: انیس پول د دویچه ویله مسوله مدیره.