1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تبصره: هلموت کول يو ستر سياستوال

۱۳۹۶ خرداد ۲۷, شنبه

د آلماني د پخواني صدراعظم هلموت کول د مړینې په مناسبت د دویچه ویله د پخواني سرلیکوال الکزاندر کوداشیف تبصره

https://p.dw.com/p/2er3x
Helmut Kohl Bad in der Menge
انځور: Picture-alliance/dpa/H. Hollemann

هلموت کول د آلمان او د اروپايي یووالي صدراعظم ؤ. ۱۶ کاله صدراعظمي،  یو- څلورمه پیړۍ د «مسیحي دیموکرات» د گوند (CDU) مشري په خپله د هلموت کول د زغم په توانمندي، حیرانونکي قاطعیت او قدرت ته د رسیدو لپاره د هغه په ټینگ عزم شهادت ورکوي. خو په عین وخت کې په ټاکنو کې په دیموکراتیکه توگه تل هغه سره بخت هم یاري کړې ده، هغه یوه یاري چې هلموت کول یې څلور ځلې د آلمان د صدارت مقام ته رسولی. خو دا د هغه د سیاسي ژوند د کار یوه اغیزمنه نمونه هم ده.

د «CDU» د گوند دغه ظاهرا تل پاتی مشر د خپل گوند د لیکو په دننه کې د تحولاتو او دغه راز د انتقادي جریانونو په وړاندې یو ځانگړې او بې سارې احساس درلود او پوهیده چې د گوند په دننه کې څه تیریږي. په داسې حال کې چې  په ۱۹۸۹ کال کې په یوه گوندي کانگره چې په بریمن کې جوړه شوې وه، د گوند د مشر د پاتې کیدو لپاره کول لاس او پښې وهلې او دا اندیښنه موجوده وه چې ښايی هغه بیرته انتخاب نه شی، یو ځل بیا هغه سره بخت یاري وکړه: په اروپا کې «اوسپنیز دیوال» په ړنگیدو پیل وکړ. کول له دغې موقع څخه چې کمونست دیکتاتوران ېې یو په بل پسې رانسکور کړل د خپل ځان او آلمان لپاره استفاده وکړه. له دې کار سره هغه تاریخ جوړ کړ. په خاصه توگه د آلمان په تاریخ کې هغه داسی یو نوم وگاټه چې اوسنی او راتلونکی نسل به تل یادوي.

پرته له شک څخه چې هلموت کول د آلمان د یووالي صدراعظم دی، هغه یو سیاستوال چې  تردد، ویرې او د هیواد په دننه او بهر کې ملاحظاتو ته یې هیڅ موقع نه ورکړه او د ۱۹۸۹ کال د نومبر څخه وروسته د خپل هدف په لور په ډاډمنه توگه یعنی د آلمان د یووالي لپاره هڅې پیل کړې او د ۱۹۹۰ کال د اکتوبر په دریمه دغه هدف تحقق وموند. هلموت کول  د دې ستر هدف لپاره په دغې حساسی موقع کې له ځان څخه سیاسي او حتی سړی ویلای شي چې تاریخي درک ښکاره کړ.  په همدې وجه د ځینو لپاره هغه د شلمۍ پیړۍ «بیسمارک» وگرځید. (اوتوو بیسمارک د آلمان په  نولسمه پیړې کې هغه یو سیاسی او دولتي شخصیت تیری شوی چې د دی هیواد په جوړښت او پرمختگ کې مهم نقش لوبولی. هغه ته د داوسپنیز صدراعظم لقب ورکړ شوو).

هلموت کول نه یواځې یو وطنپال آلمانی ؤ چې په ختیځه اروپا کې د تاریخي بدلونو له تحفې څخه استفاده وکړه، بلکه دغه «د اوږدې مودې صدراعظم» یومعتقد اروپايی هم ؤ. هغه یو سیاستوال چې د خپل صدارت په ۱۶ کلونو کې او دغه راز په بی شمیرو اروپايي سرمشریزو کې چمتو ؤ ترڅو د اروپا یووالی لپاره بی ساری هڅې په لاره واچوي. دغه هڅي نه یواځې د « پخوانې اروپايي ټولنې»، بیا وروسته د اروپا د اتحادېې تر نامه لاندې د دغې ټولنې ستریدو، بلکه په ۲۰۰۴ کال کې هغې کې د منځنې او ختیحې اروپا د هیوادونو د شمولیت په هکله هم صدق کوي.

خو هغه څه چې هلموت کول  ته د یو ستر اروپايی دولتي شخصیت نوم ورکوي، هغه د یو گډ اروپايي پولي سیستم جوړل دي: کول د ایرو د پیسې د مرجولو له موسسینو څخه ؤ. د اروپا لپاره د ستر تاريخي فکر درلودلو سره هغه پوهیده چې یواځې د غښتلي آلماني مارک له لاسه ورکولو سره یو گډ پولي واحد په فرانسه، بریتانیا او د اروپا د اتحادېې په نورو هیوادونو کې احتمالي مخالفتونو د له میڼحه وړلو سره مرسته کوي. رښتیا هم دا هغه یو سم تصمیم ؤ چې د دغې زړې قارې یووالی یې د نه مخنیوي وړ ورگرځاوه.

لنډه دا چې هلموت کول هغه یو دولتي شخصیت او سیاستوال ؤ چې د آلمان بیا یووالي او اروپايي یووالي لپاره ېې په  یوه سطح فکر کاوه او ورته یې زیار ایست. هغه یو شخصیت چې د ستر او ټینگ ثبات خاوند ؤ، هغه یو شخصیت چې صحیح فکر يی په خپله موقع پیژنده او د هغه د عملي کولو لپاره يې په ټول قوت سره ټینگار کاوه. دا هغه یو صفت ؤ چې هغه یې له ډیرو انتقادونو، په ځانگړې توگه په آلمان کې، خپلواک ساتلی ؤ. له دې سره هلموت کول، په خاصه توگه په بهرنې نړې کې،  د یو منلي، درناوي وړ او ستاینې وړ سیاستوال په توگه گڼل کیده.