1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تبصره: د احساساتو او ولولو مېله، يورو ويژن

۱۳۹۶ اردیبهشت ۲۴, یکشنبه

په اوکراين کي د سندرو د هنري سيالۍ د انعقاد په هکله د زيلکه وينش تبصره دلته لوستلای سئ.

https://p.dw.com/p/2cwP2
Ukraine Eurovision Song Contest in Kiew
انځور: picture-alliance/dpa/J. Stratenschulte

د اروپا د سندرو مسابقه يا يورو ويژن سونګ کونتست (ESC) سيالۍ پرون پای ته ورسېدلې. د اوکراين په پلازمېنه کيف کې اوس عادي ژوند بېرته شروع کيږي. په دغه جګړه ځپلي هېواد کې د سندرو يوې هنري سيالۍ د لږ وخت له پاره په خلکو باندې جنګ او ناخوالې هېرې کړې وي.

اي اس سي، نه يوازې د اروپا د سندرو د سيالۍ مخفف دی، بلکې په کمپيوټر کې هغه د «ا‌‌ِسکېپ» د بټن يا دکمې لنډ شکل هم دی. اِسکېپ تېښتې يا وتلو ته وايي چې هغه د هر بل کال په پرتله سږ کال د يورو ويژن سونګ کونتست د سياليو د ځای ځايګي په اړه ډېر ښه صدق کوي.

د «اي اس سي» سيالۍ د لږ وخت له پاره په يوه کړکېچ ځپلي هېواد کې له واقعيي وضعيت څخه تېښته او وتل وو. د اوکراين په ختيځ کې جنګ حاکم دی، په زرګونو انسانان هلته مړه شوي دي. د شنبې په ماښام هم د اي اس سي له وروستي پړاو مخکې د توپخانې په فايرونو کې څلور ملکيان وژل شوي ول. دا د اوکراين واقعيي وضعيت دی.

له بلې خوا تېره اوونۍ دغه رنګينه، خوش خوشحاله، د مينې وړ او نړۍ ته پرانيستې د اي اس سي سيالي د حباب يعنې يوې پوکاڼۍ په څېر وليدل شوه چې واقعيي وضعيت يې يو څو ورځې په خلکو هېر کړی او له جنګ او ناورين څخه يې فاصله يو څه زياته کړې وه.دغه پوکاڼۍ د يوې لويې امنيتي دستګاه له خوا ساتل کېدله. د نړیوالو نندارتونو په مرکز کې پرته ساحه د ډېر شديد امنيت په يو ځای بدل شوی وو. په هرو لسو مترو کې يو وسله وال ولاړ وو او د ننوتلو له پاره داسې کنترول کېده لکه په هوايي ډګرونو کې چې کيږي. خو د امنيتي دهليزونو شا ته د خوشحالۍ مېله روانه وه، يعنې د موسيقۍ يوه سيالي چې سږ کال د هېوادونو تر منځ د ملګرتيا او خواخوږۍ سمبول نه وو، بلکې عنوان يې «د تنوع لمانځل» ټاکل شوی وو.

په وروستي پړاو کې د موسيقۍ بېلابېل ډولونه وغږول شول، چې اکثراً ډېرو ښو هنرمندانو وړاندې کول. يوهْ سپين رپانده کميس هم تاريخ جوړ کړ او هم له تلوسې ډکې قصيدې ته ورته يوې سندرې چې د کړاو د ډکې څېرې او ډېرو اشارو په ذريعه وړاندې کېدله. د ستيج په سر نندارې د نورو کلونو په پرتله يو څه آرامه وې، خو بيا هم نتيجه ښه وه.

يوې شرمندوکې بلجيمۍ سندرغاړې له خپل نرم آواز سره د مولداويا له يوې ډلې سره مقابله کوله، درې هالنډيو ښځو د پوپ موسيقۍ ډېره ښه سندره وويله، د کرواشيا د اوپرا سندرغاړي خپله دوه غږيزه بدله وړاندې کړه او آلمان هم په دغه مسابقه کې تر ټولو وروستی ځای ونه نيو.

خو دا چې يو عجيبه پرتګالی د جېز موسيقۍ سندرغاړی بيا له خپلې ښې سندرې سره په ارامه توګه دغه حيرانونکې سيالي ګټي، بيا يوه ښه نخښه ده. سالوادور سوبرال په ټولو باندې جادويي تاثير درلود، آن په هغو ليدونکو باندې چې د ويلين ډېر خواږو غږونه اصلاً نه خوښوي. هغهْ د لکونو خلکو اوښکې توی کړې او ثابته يې کړه چې د سندرو د داسې يوې سيالۍ د ګټلو له پاره چې څه باندې دوه سوه ميليونه نندارچيان يې ويني، نه اور، نه شور او نه رڼاګانو ته ضرورت شته.

په تالار کې خپله هم څه باندې ۹۰۰۰ خلکو په خپلو موبايل تليفونو سره له ده سره مينه اظهار کړه، د رڼاګانو پړکا نندارچيانو د خپلو ګرځنده تليفونو د چراغونو په مرسته رامنځ کړه. په پای کې سوبرال د ګټونکي په صفت يو ځل بيا ستيج ته ورخوت او خپله خور يې هم ورسره وه چې د دغې سندرې کمپوز يې جوړ کړی وو. هغو دواړو خپله سندره وويله چې دا د احساساتو او ولولو ډکه يوه صحنه وه.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (01.07.2015):
 

Wuensch Silke Kommentarbild App
مبصره، زيلکه وينش