1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تر یووالي وروسته آلمان، یو ځواکمن خو زړه نازړه هیواد

۱۳۹۴ مهر ۱۱, شنبه

آلمان اوس یو پیاوړی او ځواکمن هیواد دی خو بیا هم پر ځان بې باوره دی. هغه هیواد چې نور هیڅ څوک باید ور څخه و نه ویریږي. د دویچه ویله د عمومي مدیر مسئول الکساندر کوداشف، په اند د آلمان سیاست د وړاند وینې وړ نه دي.

https://p.dw.com/p/1Gi5K
انځور: picture-alliance/dpa/Bernd von Jutrczenka

آلمان اوس یو پیاوړی او ځواکمن هیواد دی خو بیا هم پر ځان بې باوره دی. هغه هیواد چې نور هیڅ څوک باید ور څخه و نه ویریږي. د دویچه ویله د عمومي مدیر مسئول الکساندر کوداشف، په اند د آلمان سیاست د وړاند وینې وړ نه دي

د دویچه ویله د عمومي مدیر مسئول الکساندر کوداشف
د دویچه ویله د عمومي مدیر مسئول الکساندر کوداشفانځور: DW/M. Müller

د ألمان له یوالي ۲۵ کاله وشول. په دغو ۲۵ کلونو کې د ختیځ او لویدیځ آلمان دواړو خواو وده او پرمختگ کړی دی. خو سره له دې هم په ډیرو برخو کې سره توپیر لري او یو له بل څخه بیگانه دي. آلمانیان له دې اړخه خواشیني څرگندوي خو دا د آلمانانو له نادره کارونو څخه دی ځکه د آلمان د لویدیځ او جنوب یا د شمال او ختیځ تر منځ توپیر یوه تاریخي پدیده ده.

د یوه مرکزي حکومت درلودل، لکه څنگه چې د آلمان لویدیځ گاونډي فرانسې ته مهم دی د آلمانانو له پاره نه دی. آلمان تل د هیوادونو، سیمو او نامساواتو یو اتحاد پاتې شوی دی.

د آلمان له سیاسي یووالي ۲۵ کاله وروسته آلمان یو محبوب، معتبره او مهم هیواد دی. آلمان ډیر پياوړی اقتصاد او د ټولې نړۍ په کچه ستایل شوې ټولنیز نظام لري. آلمان هغه هیواد دی چې په پوځي قدرت او وسلو نه، بلکې په دیپلوماسۍ، زغم، او د استدلال پر ځواک باور لري. آلمان یوه ژوره مدني ټولنه ده، دقیق د آلمان رایش پرخلاف چې گاونډیان او ټوله نړۍ ترې ویریده.

یو تر ټولو با نفوذه هیواد

نړۍ آلمان او په ځانگړي توگه د دغه هیواد صدراعظمې انگلا میرکل ته ډیر ارزښت ورکوي. سره له دې چې دغه هیواد د ملگرو ملتونو د امنیت شورا دایمي غړی نه دی خو هر څه چې هغه وایې ډیر مهم دی، نه یوازې د اروپا، بلکې د ټولې نړۍ له پاره.

دغه محتاط او مردد هیواد د سیاست او اقتصاد په برخو کې ډیر وزن لري او په ډاډ سره کولی شي چې سړی ووایې چې یو د نړۍ د پنځو با نفوذه هیوادونو څخه آلمان دی. خو سره له دې هم آلمان یو نا مطمئنه هیواد دی، د ځان په اړه نا مطمئنه، ځکه چې آلمان د خپل نوې رول او هغه تمه چې نړیوال یې له آلمانانو څخه لري مخامخ شوې دی.

آلمان په دې پوهیږي چې باید د نړیوالو مسائلو په هکله ډیر مسئولیت پر غاړه واخلي او پر دې ټینگار هم کوي چې غواړي همداسې وکړي. خو په حقیقت کې د زړه له کومي - د خپلو اتباعو په ملاتړ- هیڅ کله هم داسې نه غواړي. تر ټولو په لومړي قدم کې غواړي د سوئيس په څیر یو هیواد اوسئ چې د ۱۸۱۵ م کال راهیسي په هیڅ یوه جگړه کې ښکیل شوې نه دی.

آلمان له سیاسي پلوه له لویدیځ سره ډیرې ژورې اړیکې لري. د تصور وړ نه دی چې داسې یو هیواد دې د پخوا په څیر یو متزلزل سیاست خپل کړي. خو سره له دې هم آلمان د غیر پيش بیني شوې سیاست په خپلولو سره د نوسان په حال کې دی.

آن انگلا میرکل هغه صدراعظمه چې د زیرکۍ د مظهر په توگه پيژندل کیږي هم له دې حالت څخه خالي نه ده. میرکل د فوکوشیما تر ناورین یوه ورځ وروسته اعلان وکړ چې د انرژۍ په برخه کې به د آلمان سیاست بدلون وکړي، بې له دې چې د لگښت په هکله یې توضیحات ورکړي.

له بلې خوا میرکل د مهاجرت په اوسني کړکیچ کې ټول قواعد او تړونونه د انساني دلایلو پر بنسټ یوې خوا ته پریښودل او د هیواد پولې یې د کډوالو پر مخ خلاصې کړې. نومړۍ په خپل دې کاره سره خپل اروپایې گاونډیان حیرانه کړل او د هغوې له خوا ډیره وستایل شوه.

د آلمان سخت ګیرانه موقف

له بلې خوا آلمان په اروپا کې د ایرو د کړکیچ په برخه کې ځان د یو سخت گیره ناظم په توگه ښکاره کوي. آلمان د دغه کړکیچ پر مهال خپل اقتصادي قدرت نندارې ته وړاندی کړ او پر خپل اروپایې شریکانو یې قوانین ومنل. آلمان په دې برخه کې با مسئولیته عمل وکړ او په هر ځای کې چې پرې نیوکه وشوه خفه شو، ځکه آلمانانو دغه نیوکې ناحقه بلي.

نامتو آلماني شاعر هاینریش هاینه، له نن څخه ۱۷۰ کاله مخکې لیکلي وو:«کله چې د شپې له خوا د آلمان په هکله فکر کوم، خوب مې تښتي.» هغه دور تیر شوې دی خو آلمان اوس هم هغه هیواد دی چې د ولتر او جان لاک په پرتله د ژان ژاک په قدر ډیر پوهیږي.

په بل عبارت د دې پر ځای چې عاقلانه عمل وکړي آلمان هغه هیواد دی چې دلته او هلته احساسات پرې غلبه کوي. که څه هم دا ډول چلند د چا د بې خوبې سبب نه گرځي، خو د دوستانو، گاونډیانو او شریکانو د حیرانتیا سبب کیږي.