1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تبصره: آلمان ځان ته بدلون ورکړی

وریکا شپازوفسکا / ع.ب.ح.۱۳۹۵ شهریور ۱۳, شنبه

ډيری د مرکل له دې جملې څخه ملاتړ کوي چې «مونږ کولای شوو». له بلې خوا د مرکل د مهاجرو پر سیاست نیوکې زیاتیږي. خو د دویچه ویله د مبصرې وریکا شپازوفسکا په نظر، سره له دې هم آلمان منځلاری سیاست د ودې یو ټاتوبی دی.

https://p.dw.com/p/1JvBQ
Verica Spasovska
انځور: DW/M. Müller

ځیني مسایل شته چې رښتیا هم آلمان ته یې سږکال بدلون ورکړ. په لومړي سر کې بد خبر: په آلمان کې نژاد پالنه زیاته شوې ده. ښي اړخی عوام پال گوند «د آلمان لپاره بدیل» (AfD) چې د مهاجرو له کړکیچ څخه مخکې یې قوت له لاسه ورکړی ؤ، د مهاجرو په وړاندی د یو شمیر آلمانانو له ویرې څخه ناوړه استفاده کوي. د یوې وروستې نظر پوښتنې له مخې په ټول آلمان کې د هغه د پلویانو شمیر ۱۵ سلنې ته لوړ شوی دی. حال دا چې په تیرو پارلمانو ټاکنو کې هغه ۵ سلنه هم پوره نه شو کړای او له دې سره ونه توانید چې پارلمان ته لاره پیدا کړي. خو نن وضعیت بل ډول دی. په آلمان کې د بهرنیانو ضد دښمنې حضور لیدل کیږي.

د منځلاری سیاست د ودې ټاټوبی

خو سړی باید دغه واقعیت له نورو اروپايی هیوادونو سره پرتله کړي: په فرانسه او بلغاریا کې ښي اړخي عوام گوندونه له څه د پاسه ۲۰ سلنې سره په پارلمانونوکې ناست دي، په هنگري او پولیند کې دغه ډلې حکومتونه جوړ کړي دي. په بریتانیا کې د «UKIP » په نامه بهرنیانو ضد گوند وتوانید چې د اروپا له اتحادیې څخه د بریتانیا د وتلو اور بل کړي. سره له دې هم د ختیځې اروپا د سرسختو ملیت پالو هیوادونو په پرتله آلمان لا تراوسه سیاسی منځلاری او د ثبات خاوند یو هیواد دی.

له صدراعظمې انگلا مرکل سره د آلمانانو په اړیکه کې رښتیا هم چې بدلون راغلی: د هغې د محبوبیت کچه راتیټه شوې ده. ډيري آلمانان د مهاجر د کړکیچ د حل په هکله ناراضه ښکاري. له بلې خوا د انگلا مرکل خپله مسیحي دیموکرات او د هغې متحد مسیحی سوسیال اتحادي گوندونه چې په واکمن ائتلاف کې دوه مهم اړخونه دي، په نظر پوښتونو کې لا تراوسه د خلکو له ملاتړ څخه برخه من ښکاري. سر بیره پر دی په سیاسي بهر کې صدراعظمه لا تراوسه ښه محبوبیت لري. که څه هم د اروپا د اتحادېې په ډيرو هیوادونو کې د هغې د مهاجرو سیاست ته په ښه سترگه نه کتل کیږي، په یو شمیر مهمو مسایلو، لکه د اروپا له اتحادیې څخه د بریتانیا وتل، «برکزیت»، کې د هغې خبره له وزن څخه برخه منه ده. مهاجرو ته د هغې له هرکلي څخه نه یواځې د متحده ایالاتو ولسشمر بارک اوباما ستاینه کړې ده: «آلمان د تاریخ په یوه ښه او سمه خوا کې ولاړ دی».

له ترور څخه ویره وار په وار زیاتیږي

بلکه دغه سیاست ته په ډيرو افریقايي او د منځني ختیځ هیوادونو کې په درنه سترگه کتل کیږي: ځکه د هغو په نظر آلمان د بې وزلو خلکو پرمخ د خپلې غیږې له پرانیستلو سره، نه یواځې شعار ورکړ، بلکه په عمل کې هم ثابته کړه. سر له دې هم د مهاجرو په وړاندی د آلمانانو په اړیکه کې یوه څه بدلون راغلی دی. په لومړي سرکې د هغوی د مرستو د چمتوالي ولوله ډيره توده وه. وروسته په هغې کې یو څو سوړوالی لیدل کیږي. ځکه: د نوي کال د لمانځونو په ترځ کې د جنسي تیرو پیښو او بیا په «انزبخ» او «وریڅبورگ» ښارونو کې تروریستي حملو له اسلامیستي ترور څخه د آلمانانو ویره زیاته کړه، که څه هم د حملو دواړه عاملین د ۲۰۱۵ کال په سپتمبر کې د پولو له پرانیستلو څخه مخکې آلمان ته راغلي ؤ او د کولن د نوي کال د تیریو د پیښو ډير لږ عاملین آلمان ته د مهاجرو په توگه نه ؤ راغلي.

البته نن په دی هم پوهیږو چې اسلامیستانو د مهاجرو د تیر کال د نه کنترول وړ بهیر څخه استفاده وکړه. خو که چیری پولې پرانیستل شوې نه وای، نو له سلهاو زرو بې وزلو خلکو سره مرسته هم نه شوای کیدای. خو د نه ډاډمنتوبونو سره سره په آلمان کې د خلکو د مرستو د چمتوالي څپې چې په تیر مني کی په خوځښت راغلی، لا تراوسه د احساس وړ دي.

آلمانان مرسته کوي ترکومه ځایه چې یې توان لري: هغوی د مهاجرو ماشومانو ته آلماني ورزدوکوي، بې سرپرست او بې پلار او مور ماشومانو ته په خپلو کورونو کې ځای ورکوي او مهاجرو ته د کارونو په موندلو کې مرسته کوي. د رضاکارو او د افتخاري مرسته کونکو له ملاتړ او مرستو څخه پرته، ډير مسایل به داسی ښه لکه اوس سازمان شوي نه وای. په آلمان کې هیڅ مهاجر مجبوره شوی نه دی چې د سړک له غاړی بیده شي. د ټولو ستونزو سره سره، د ډيرو مهاجرو چې آلمان ته راغلي دي وضعیت د پخوا په پرتله ښه دی. اړو او بې وزلو خلکو ته د خپلو غیږو له پرانیستلو او هغو ته د ځای ورکولو سره آلمان حق لري چې دا د خپل بریالیتوب یو تاریخ وگڼي.

ستر کارونه لا پاتې دي

خو اصلی ننگونې لا په مخکې پرتې دي. کوربه ټولنه باید د ادغام په ډيرو تدابیرو لاس پورې کړي څو ماشومان د ښونځیو او غټان د کارونو په لور روان شي. دا ټول د پیسو غوښتنه کوي او کیدای شی چې حسادتونه راوپاروي او کیدای شي چې ټولنیزې ناکرارې رامنځ ته کړي.

په عین وخت کې د مهاجرو په کړکیچ کې ډير چانسونه هم شته، هغه چانسونه چې د ټولنیز ارزښتونو څخه په پوره پوهي د پخوا څخه زیات ښه استازیتوب کوي. دا باید ښکاره وي: هغه مهاجر چې د پاتې کیدو چانس یې زیات دی، آلماني ژبه باید زده کړي، د آزادې - دیموکراتیکې ټولنې ارزښتونو ته درناوي ولري، اساسي قانون له انجیل، قرآن او نور سپیڅلو کتابونو څخه لوړ وگڼي او د نارینه او ښځو ترمنځ د حقوقو پر مساوات اعتراف وکړي. له قانون څخه سرغړونه باید سمدلاسه تر تعقیب لاندی ونیوله شي او د مجرمو بهرنیانو اخراج د پخوا په پرتله ژرعملي کړای شي.

پیوستون ته اړتیا ده

په دې کې شک نه شته چې د مهاجرو کړکیچ آلمانانان د خپل راحت حوزې څخه راویښ کړل او له هغو څخه د ډیر څه غوښتنه کیږي. دغه کړکیچ هغوی له نوو ننگونو سره مخامخ کوي، خو په عین وخت کې چانسونو ته هم لاره هواروي. ځکه ښه خبر دا دی چې: کلتوري تنوع کې ډير زیات قوت نغښتی دی، که چیری مهاجرو ته دا احساس ورکړ شی چې دوی همدی ټولنې پورې اړه لري. له دې سره دوی هرمرو په ټولنه مثبت عمل کوي. یواځې هغه پیسې چې ډيري مهاجر یې خپلو هیوادونو ته استوي، له هغه څه څخه زیات دي چې آلمان یې په بهر کې د پراختیايی مرستو په توگه ورکوي.

که چیرې آلمانان مهاجر د ستونزې په توگه ونه گڼي، بلکه مسایلو ته د واقعیتونو پر بنسټ کتنه وکړي، که چیری دوی ومومي چې له بې وزلو خلکو سره پیوستون ټولنیز گډ ژوند نور هم پیاوړی کولای شي، نو پسمنظر ته په کتو سره، مونږ ویلای شوو چې: هو! رښتیا ده چې آلمان ځان ته بدلون ورکړی دی!

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (28.08.2016):