1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تايوان لومړنۍ ښځینه ولسمشره وټاکله

۱۳۹۴ دی ۲۶, شنبه

په تایوان کې د اپوزیسون «دیموکراتیک مترقي گوند» کاندیدې تسای اینگ وېن، د دغه ټاپو ولسمشریزي ټاکنې گټلي دي. د هغې بریا له چین سره د اړیکو د ازمیښت په توگه انگیرل کیږي.

https://p.dw.com/p/1HeeV
انځور: Reuters/D. Sagolj

واکمن گوند کومینتانگ یا (KMT) د شنبې په ورځ (د جنورۍ ۱۶مه نېټه) د ټاکنو د لومړنیو پایلو وروسته خپله ماته منلې ده. دغه گوند اته کاله واکمني وکړه او له چین سره یې نزدې اړیکي وي.

د کي ام ټي کاندید ایریک چو، په تایپه ښار کې د گوند مرکزي دفتر مخې ته خلکو ته په خپله وینا کې وویل: «زه بخښنه غواړم... موږ ټاکنې وبایللې. موږ پوره زیار نه وو ایستلی او موږ د رایې ورکوونکو هیلې پوره نه کړای شوې.»

د ټاکنو لومړنۍ پایلې ښيي چې تسایي ۶۰ سلنه رایې گټلي دي.

خبري آژانسونو په خپلو رپوټونو کې لیکلي دي چې په ۲۰۰۸م کال کې واک ته تر رسیدو وروسته د کې ام ټي، اوسني ولسمشر ینگ جیو، چې د اساسي قانون له مخې یې په دریم ځل ټاکنو کې برخه نه شوه اخیستی له چین سره د اړیکو د نزدې کولو هوډ کړی وو. هغه د خپلې واکمنۍ په دوره کې له چین سره د څو اړخیزې سوداگرۍ، ترانسپورت او د راکړې ورکړې په برخه کې څو تړونونه لاسلیک کړي وو.

خبري آژانسونو په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې ډیری تایوانیان دې انديښمن کړي وو چې اقتصادي اتکا دغه ټاپو له چین سره نزدي کړی دی خو هغه گټې یې نه دي تر لاسه کړي چې اټکل یې کیده او رایې ورکوونکو د تنخواه د دریدلي حالت او د کورونو د کرایو له لوړیدو څخه شکایت کاوه.