1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تاشکند: طالبان د افغانستان د سولي په کنفرانس کي گډون نه کوي

۱۳۹۶ اسفند ۲۲, سه‌شنبه

ازبکستان ويلي دي چي، داسي ښکاري چي د طالبانو استازي به په تاشکند کي د افغانستان د سولي په کنفرانس کي گډون نه وکړي. د مارچ پر ۲۶ او ۲۷ تاشکند په افغانستان کي د سولي په اړه کنفرانس کوربه دئ.

https://p.dw.com/p/2uE2T
Usbekistan Taschkent Parlaments-und Verwaltungsgebäude am Platz der Unabhängigkeit
انځور: Imago/imagebroker

د ازبکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي دي چي د طالبانو استازو تر اوسه پوري په دغه نړيوال کنفرانس کي د گډن له پاره غوښتنلک نه دی وړاندي کړی.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخي پتېيل سوې ده چي د رواني ميلادي مياشتي (مارچ) پر ۲۶ او ۲۷ نېټه د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کي په افغانستان کي د سولي په اړه کنفرانس راوبلل سي.

هغوی ويلي دي چي په دغه کنفرانس کي به د افغان ولسمشر محمد اشرف غني، د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيال جان سليون او د اروپا د بهرنيو اړيکو استازې فيدريکا موگريني په گډون د څو نورو هيوادونو د بهرنيو چارو وزيران برخه ولري.

د ازبکستان چارواکو ويلي دي چي د دغه کنفرانس گډونوال به د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو د پيل په اړه بحث وکړي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني دوې اوونۍ مخکي د «کابل پروسې» په کنفرانس کي وسله والو طالبانو ته يو بې ساری وړاندي وکړ چي که سولي ته غاړه کښېږدي، د يوه سياسي گوند په توگه به ئې وپيژني. خو طالبانو تر اوسه پوري د غني دغه وړانديز ته غبرگون ښوولی نه دی او په افغانستان کي ئې خپلو بريدونو ته زور ورکړی دئ.

بله خوا بيا د امريکا د دفاع وزير جيمز متيس د سه شنبې په ورځ افغانستان ته د سفر پرمهال خبريالانو ته ويل دي: «دا امکان نه لري چي ټول طالبان دي تر يوه پوښښ لاندي راوستل سي. دا اوږده لار ده. خو د طالبانو ځيني عناصر (غړي) سته چي له افغان حکومت سره خبرو ته لېواله دي».