1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تاجیکستان د ناکامې کودتا په تور ۱۷۰ په زندان محکوم کړي

آژآنسونه / م.ج.۱۳۹۵ مرداد ۱۴, پنجشنبه

تاجیکستان د تیر کال سپتمبر میاشتې د کودتا د ناکامې هڅې په تړاو، ۱۷۰ کسانو په زندان محکوم کړي دي. دغو کسانو ته د یوه او ۳۰ کلونو تر منځ بند سزا اورول شوې ده.

https://p.dw.com/p/1JbY8
Tadschikistan, Zentrum für Migration in Duschanbe
انځور: DW/G. Faskhutdinow

د تاجیکستان لوی څارنوال یوسف رحمان، یوه خبري کنفرانس ته د پنجشنبې په ورځ وویل: «موږ د هغوی د جرم په تړاو د انکار نه وړ شواهد راټول کړل.»

هغه زیاته کړه چې دغو کسانو ته د قتل او جرمي ډلې غړیتوب په څیر جرمونو له کبله له یوه څخه تر دیرشو کلونو بند سزا واورول شوه. د تیر کال په سپتمبر میاشت کې د تاجیکستان د دفاع وزیر مرستیال د ولسمرش امام علي رحمان پر ضد د کودتا ناکامه هڅه وکړه.

د دغې ډلې مشر چې د دفاع وزارت مرستیال هم وو جنرال عبدالحلیم نظر زاده، نومیده چې تر ناکامې کودتا وروسته د ۱۲ ورځو پوځي عملیاتو په ترڅ کې له ۱۵ نورو کسانو سره ووژل شو. د کودتا دغې ناکامې هڅې په تاجیکستان کې چې له ۱۹۹۲ کال څخه بیا تر ۱۹۹۷ کاله پورې په کورنیو جګړو کې ښکیل وو، د ناآرامیو رامنځ ته کیدو ګواښ قوي کړ.

۶۳ کلن ولسمشر رحمان، له ۱۹۹۲ کال راهیسې د تاجیکستان مشري پر غاړه لري او ډیر وخت د هغو کسانو پر وړاندې چې د ده مخالفت کوي په سختو اقداماتو لاس پورې کوي.

د تاجیکستان په اساسي قانون کې د نویو رامنځ ته شویو بدلونونو له مخې ولسمشر امام علي رحمان، کولای شي چې د نامحدودو دورو له پاره ځان د تاجیکستان ولسمشرۍ له پاره نوماند کړي.

په تاجیکستان کې د کودتا تر ناکامې هڅې وروسته چارواکو د تاجیکستان د اسلامي نهضت ګوند په دې تور چې د کودتا ملاتړ یې کړی وتړه. په دې ترتیب سره د دې ګوند مشر محی الدین کبیري، یې د هیواد پریښودو ته اړ کړ.

د تاجیکستان لوی څارنوال ویلي دي: «په نړیواله کچه د کبیري د نیولو حکم صادر شوی دی. که هغه ونیول شي نو موږ به تاجیکستان ته د هغه د استول کیدو غوښتنه وکړو. پر هغه باندې اباندې د ناکامي پوځي کودتا د هڅې د تمویل او تنظیمولو تور لګول شوی دی.»

تاجیکستان له افغانستان سره په ګاونډیتوب کې پروت دی. په افغانستان کې د تولیدونک مخدره توکو ډیره برخه د همدې هیواد له لارې د نړۍ نورو برخو ته لیږدول کیږي. روسیه هم په دې هیواد کې یوه پوځي اډه لري.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (16.07.2016):