1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«بېله شرطونو ټولې جنګي ډلې د سولې خبرو ته کېنوو»

محمد اسمعيل شاکر / کابل۱۳۹۴ بهمن ۱۸, یکشنبه

په اسلام آباد کې د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین په دریمه څلور اړخیزه غونډه کې د سولې خبرو له پاره د لارنقشي پر جوړولو هوکړه شوې ده. یادو هېوادونو توافق کړی چې د سولې د عملي خبرو له پاره نیټه وټاکي.

https://p.dw.com/p/1Hr7m
انځور: DW/H. Sirat

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني د یکشنبې (د ۲۰۱۶ میلادي کال د فبرورۍ ۷مه) کابل کې خبري غونډې ته وویل، افغانستان، پاکستان، امریکا او چین هڅه کوي چې ډير ژر وسله والو مخالفینو سره د سولې مخامخ خبرو نیټه وټاکي.

ښاغلي مستغني زیاته کړه، افغان حکومت ټولو وسله والو مخالفینو ته د سولې خبرو میز ته د کیناستو بلنه ورکوي. د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، دواړه خواوې افغان حکومت او جنګې ډلې به په لومړي سر کې له کوم قید شرط پرته د سولې خبرو ته کیني.

«د سولې د خبرو د پېل وروسته ټول شرايط مطرح کېدلای سي.»

مستغني وویل د سولې خبرو اترو له پيل سره سم بیا شونې ده چې دواړه غاړې خپلې غوښتنې مطرح کړي. هغه زياته کړه:«کله چې د سولې خبرو له پاره د پیش شرطونو مسله مطرح کیږي، د افغانستان حکومت هم ټینګار کوي چې د سولې خبرو ته له شرطونو پرته ولاړ شو کله چې د سولې خبرې پيلیږي هلته دواړه خواوي کولای شي چې ټول مسایل تر بحث لاندې ونیسي.»

تردې وړاندې افغان حکومت وسله پر ځمکه ایښودل، د ښځو حقونو ته درناوی او اساسي قانون منل د وړاندې شرطونو په توګه ایښي وو. دغه راز، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل د وسله والو طالبانو بنسټيز شرط ګڼل کیږي.

د شنبې ورځې د اسلام آباد په څلوراړخیزه غونډه کې له ټولو جنګي ډلو د سولې بهیر سره د یوځای کیدو غوښتنه شوې او د سولې خبرو له پاره د سولې پر لارنقشي هوکړه شوې ده. ټاکل شوې د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا ترمنځ څلورمه څلوراړخیزه غونډه د روانې فبروری میاشتې پر ۲۳ نیټه په کابل کې جوړه شي.

«اوربند ډېر اړين دی»

خو د ولسي جرګې یو شمېر غړي بیا د سولې په موخه دغه راز غونډې تشریفاتي بولي. د دې جرګې غړي مولوي احمدالله موحد د آلمان غږ راډیو ته وویل، پاکستان غواړي په دغه راز غونډو سره افغان حکومت بوخت وساتي او په راتلونکي پسرلي کې وسله وال مخالفین ځواکمنې جګړې ته چمتو کړي. موحد وویل، د سولې خبرو د بریا له پاره اوربند ډیر اړین دی ځکه ډيری وختونه د سولې خبرو په تودیدو سره د جګړې ډګر هم تودیږي.

«دلته انتحاري حملې کیږي او نور عملیات هم نه دروي، نو غوره داده چې دواړه غاړې سولې ته غاړه کیږدي یو اوربند وکړي او د اوربند په صورت کې د دواړو خواووي غوښتنې وارزول شي نو بیا سولې راتلی شي.»

دا څرګندونې داسې مهال کیږي چې افغانستان نن هم د ناکراریو د یو شمېر پيښو شاهد ؤ او ترټولو وروستی پيښه یې په لوګر کې د قاضیانو پر موټر چاودنه ده.

دغه بمي برید، چې مسؤلیت یې وسله والو طالبانو منلی یو پولیس وژلی او د قاضیانو په ګډون اته کسه یې ټپيان کړي دي.