بې ځایه شویو ښځو د خپلو زیوراتو په پیسو رستورانت جوړ کړی
ځينو کوڼدو میرمنو چې د کندز په جګړه کې یې خپل مړونه له لاسه ورکړي او هرات ته تښتیدلي دي، اوس د خپل ژوند د لګښتونو پوره کولو له پاره یو رستورانت جوړ کړی دی. هغوی د خپلو زیوراتو په پلورلو سره دغه رستورانت پرانیستی دی.
یو شمیر کندزي میرمنو چې د کندز په جګړه کې یې خپل مړونه له لاسه ورکړي دي، په هرات ولایت کې خپل زیورات پلورلي او رستورانت یې پرانیستی دی.
دغو میرمنو خپل رستورانت «هریوا» نومولی دی. هریوا د هرات ولایت د پخوانیو نومونو څخه یو دی.
په دې رستورانت کې لس میرمنې خواږه او د افغانستان د شمال خواړه پخوي.
په دې رستورانت کې ښځې د سهار له اتو بجو څخه بیا د شپې تر ۱۲ بجو پورې کار کوي. ځینې خو یې خپل ماشومان هم له ځان سره راولي.
دغه نجلۍ د کندز د جګړو له کبله له ښوونځي پاتې وه خو اوس په هرات کې زده کړې کوي. هغه د ښوونځي تر څنګ په رستورانت کې له خپلې مور سره مرسته کوي.
دغه میرمنې چې ډیري یې کونډې دي، وایي د رستورانت له لارې د خپل ژوند یوه برخه لګښتونه پوره کوي.
میرمن صفیه محیطي د دې رستورانت مسوولیت پر غاړه لري. هغه وایي چې تر اوسه پورې یې له دولت څخه هیڅ ډول مرسته نه ده ترلاسه کړې.
میرمن محیطي وايي چې که کار یې ښه پر مخ ولاړ شي نو د ښځو د فیزیوتراپي او لاسي صنایعو بخش به هم رامنځ ته کړي.
د رستورانت مسوولان وایي چې د لګښتونو د پوره کولو له پاره یې خپل زیورات وپلورل او پور یې واخیست ترڅو دغه ځای پرانیزي.
د رستورانت ډیری پیریدونکي هغه کورنۍ دي چې خواړه خپل کور ته وړي. ډیر کم داسې کسان شته چې دې رستورانت ته د ډوډۍ خوراک له پاره راځي.
دغه میرمني وايي چې د بازار موندنې په برخه کې مرستې ته اړتیا لري. د رستورانت مسووله وایي چې که کار یې ښه پر مخ ولاړ شي نو نورو بیځایه شویو میرمنو ته هم کار ورکولی شي.