1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بې ځایه شوي بیرته جنوبي وزیرستان ته ځي

فرید الله خان / پیښور۱۳۹۵ فروردین ۲۴, سه‌شنبه

د پاکستان قبایلي سیمي جنوبي وزیرستان څخه د ترهگرۍ پر ضد د جگړې له کبله د بې ځایه شوو خلکو بیرته خپلو ټاټوبو ته د ورستنیدو لړۍ پېل شوه. په دې تړاو د جوړو شوو مراسمو له پاره ټینگ امنیتي تدابیر نیول شوي وو.

https://p.dw.com/p/1IThZ
انځور: DW/F. Khan

د خیبر پښتونخوا د قبایلي سیمو څخه چې کومې بې ځایه شوې کورنۍ بیرته خپلو ټاټوبو ته ورستنیږي، نو د ترانسپورت د لگښت له پاره لس زره کلدارې او د نورو لگښتونو له پاره ۲۵ زره کلداري ورکول کیږي. د کور دننه بې ځای شوو کسانو د بیرته ستنیدو له پاره دغه مرحله په درو پړاونو وېشل شوې ده، چې په دې ترڅ کې مجموعا د ۳۰ زره کورنیو بیرته ستنول په پام کې نیول شوي دي.

په دې تړاو د دوشنبې په ورځ په جوړو شوو مراسمو کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي وو او د بیرته ستنیدونکو له پاره یو ځانگړی کمپ جوړ شوی وو چې له هغه ځای څخه به جگپوړو چارواکو رخصتول.

د پاکستان امنیتي ادارو په جنوبي وزیرستان کې د پټ شوو ترهگرو پر ضد د عملیاتو د پيلولو د مخه له دغو ځایي اوسیدونکو څخه غوښتي وو چې خپل کورونه پریږدي. له دې کبله د قبایلي سیمي په لکونو اوسیدونکي له خپلو ټاټوبو راووتل او د خیبر پښتونخوا ایالت په بیلا بیلو سیمو کې مېشت شول. د جنوبي وزیرستان زیاتره بې ځای شوي کډوال د ټانک او ډیره اسماعیل خان په سیمو کې اوسیدل.

له طبیعي آفاتو سره د مبارزې ادارې د چارو مسوول عادل ظهور، له دویچه ویله سره په خبرو کې ویلي دي: «بیرته ستنیدونکي کسان د جنوبي وزیرستان له بیلا بیلو سیمو سره تړاو لري. دا د هغو پنځوسو کلیو کسان دي، چې تصفیه کړی شوي دي.» د نوموړي چارواکي په وینا د دغو کسانو له پاره د خیرگۍ، په سیمه کې یو کمپ جوړ شوی دی، چې پکښې دغو خلکو ته د ترانسپورت او نورو لگښتونو له پاره پيسې ورکول کیږي. د عادل ظهور په وینا په دغه مرحل کې به لس زره کورنۍ بیرته واستول شي.

کله چې له عادل ظهور څخه په سیمه کې د لومړنیو خدماتو د برابرولو په هکله پوښتنه وشوه نو په ځواب کې یې وویل چې کله دغه خلک خپلو سیمو ته ورسیږي نو په سیمو کې به د هغوی د اړتیاوو تر ارزونې وروسته د پوره کولو له پاره بیړني گامونه واخیستل شي.

له بل پلوه خپلو ټاټوبو ته ورستنیدونکي کسان له دې کبله خوشحاله وو چې خپلو پلرونو ټاټوبو ته ورگرځي، خو ځینې اندیښنې یې هم لرلې. په دغه ډله کې د عصمت الله په نوم یو تن وویل: «د دې ځای د خلکو منندوی یو. موږ دلته شپږ کاله تیر کړل چې په دغه ترڅ کې مو خپل کلی یادیده.» خو کله چې له هغه څخه د آسانتیاوو په هکله پوښتنه وشوه نو ویې ویل چې آسانتیاوې خو دلته هم ډیرې کمې بلکې په نشت برابر وي خو له دوی سره دا ویره ده چې ښایي د اوږدې جگړې له کبله به یې کور او کلی وران شوی وي. د هغه په خبره تر جگړې د مخه هم هلته د روغتیا او تعلیم په برخه کې کمی وو او ښایي اوس په دغه برخه کې نور هم کمي راغلی وي.

د عصمت الله په وینا دوی ته ډاډ ورکړل شوی دی چې د روغتیا او تعلیم او همداشان د څښاک د پاکو اوبو د برابرولو په برخه کې به ژر پروژې پیل شي. د هغه په خبره حکومتي مرستې ډیرې کمي دي خو دوی بله چاره نه لري.

د پاکستان امنیتي ځواکونو اووه کاله تر مخه د «راه نجات» یا د ژغورنې د لارې په نوم د جنوبي وزیرستان په قبایلي سیمه کې د موجودو یاغیانو پر ضد عملیات پیل کړي وو.