د هسپانيې په بارسلونا کې یو لارۍ په خلکو ورختلی
۱۳۹۶ مرداد ۲۶, پنجشنبهپه هسپانیا کې جوزې میګول چې یو سیمه ایز خبریال دی، دویچه ویله ته وویل چې په دې پیښه د ۲۰ او ۲۵ کسانو په شاوخوا کې ټپیان شوي دي.
د بارسلونا د کاټولونیا سیمه ایزو پولیسو په خپله تویتر پاڼه لیکلي چې یو کس چې یو کوچنۍ سپینه لارۍ ډوله موټر یې چلوو، خپل موټر په خلکو ور ځغلولی دی. پولیسو په ټویټر پاڼه کې همدا راز لیکلي چې په دې پیښه کې خلک ټپیان شوي هم دي.
د «EFE » په نامه یوه هسپانوي خبري آژانس خبر ورکړی چې د موټر چلوونکی له پیښې وروسته پلي په تیښته بریالی شوی. په سیمه کې عیني شاهدانو د پیښې ځینې انځورنه هم په ټولنیزو رسنیو کې خپاره کړي. د پیښې له سیمې څخه خلک تښتیدلي او شاوخوا نږدې دکانونو ته یې پناه وړې.
پولیسو له خلکو غوښتې چې د بارسلونا ښار د لاس رامبلاس سیمې ته له ورتګ څخه ډډه وکړي ترڅو د بیړنیو مرستو د رسیدو مخه ونه نیسي.
په دې هکله تازه جزیات وروسته...