1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بیت المقدس ته د امریکا د سفارت شخړه ایز انتقال

۱۳۹۷ اردیبهشت ۲۴, دوشنبه

امریکا متحد ایالات بيت المقدس ته خپل سفارت په داسي حال کی انتقالوي چي په منځني ختیځ کي سیمه ایز کشمکشونه مخ پر پراخېدو دي.

https://p.dw.com/p/2xf84
US-Botschaft nach Jerusalem
انځور: DW/T. Kraemer

د بیت المقدس په جنوب کي د ارنونا سیمه په حقیقت کي یوه آرامه سیمه ده خو نن دوشنبه د می پر ۱۴ مه نېټه به د ټولې نړۍ پاملرنه دغه ځای ته وي. د هغه سړک پر دواړو خواوو د امریکا او اسرائیلو بیرغونه رپیږي چي د متحدو ایالاتو قونسلگرۍ ته غځیدلی دی.

پر لوحو باندي په انگلیسي، عبري او عربي ژبو لارښوونې لیکل سوي دي. د سفارت د پرانیستلو پر وخت د ۱۰۰۰ تنو په شاوخوا کي میلمنو انتظار کیږي چي په هغو کي د ماليې وزیر ستیفن منوشین په مشرتابه د امریکا متحدو ایالاتو یو هیئت هم شامل دی.

په دسمبر میاشت کي لا د امریکا ولسشمر دونالد ترمپ، له تل ابیب څخه بیت المقدس ته د خپل سفارت د انتقال اعلان وکړ تر څو خپله هغه ژمنه یې پر ځای کړې وي چي په انتخاباتي مبارزه کي یې کړې وه. د هغه دغه پریکړه د نړیوالو نیوکو سره مخامخ سوه.

د سفارت انتقال به سخت سیاسي عواقب له ځانه سره ولري

په اول سر کي به یوازي د امریکا متحدو ایالاتو سفیر داوید فریدمن او ډیر لږ کارکوونکي په بیت المقدس کي خپله دنده پیل کړي. د امریکايي چارواکو په حواله د سفارت بشپړ انتقال به کلونه دوام وکړي. د سفارت ودانۍ په اصطلاح هغې زرغونې کرښې ته نژدې پرته ده چي په ۱۹۴۸م کال کي یې اسراییلي او اُردني ساحه سره جلا کړې وه.

په خټه امریکايي، اسراییلي څارنوال دانیل زایده من وايي چي د سفارت انتقال به پر دغه ښار باندي مستقیمه اغیزه و نه کړي خو پراخ عواقب به له ځانه سره ولري. د هغه په خبره نوموړی ښار نن ورځ ویشل سوی او تر پخوا ډیر پکښي نښتې رامنځته کیږي. له بلي خوا به د اسراییلو او فلسطینیانو ترمنځ په سیاسي برخه کي د امريکا د منځگړیتوب رول ته د پای ټکی کښیښودل سي.

فلسطینیان به د خپل راتلونکي پلازمینې په هکله هیله له لاسه ورکړي

د جواد صیام په نامه یو فلسطینی فعال چي د ترمپ تر اعلان وروسته یې په ختیځ بیت المقدس کي په یوه سوله ایزه مظاهره کي برخه اخیستې وه وايي چي: «دا ښيي چي امریکایان کاملاً د اسراییلو پلوي کوي. هغوی ته د فلسطینیانو حقونه بې تفاوته دي. په حقیقت کي هغوی فلسطینیانو ته وايي چي موږ ستاسو د هغو هیلو او خوبونو پر ضد یو چي د یوه مستقل دولت خاوندان سئ.»

Israel Unabhängigkeitskrieg1948 flüchtende Palästinenser
۱۹۴۸ م کال د اسراییلو خپلواکي او د فلسطینیانو مهاجرتانځور: picture-alliance/CPA Media

فلسطینیان د بیت المقدس په ختیځ کي د خپل هغه هیواد او ورسره پایتخت، د په لاس راوړلو ادعا کوي چي اسرائیلو په ۱۹۶۷م کال کي د شپږ ورځني جنگ په ترڅ کي اشغال کړ.

په ۱۹۸۰ کال کي اسرائیلو ټول ختیځ بیت المقدس د خپلي پلازمینې په توگه اعلان کړ. د هغوی دغه گام تر نن ورځي پوري د نړیوالې ټولنې زیاترو غړو له خوا په رسمیت نه دی پیژندل سوی.

د امریکا متحدو ایالاتو د سفارت پرانیستل په داسي حال کی تر سره کیږي چی د ایران او اسرائیلو ترمنځ ترینگلتیا مخ پر زیاتیدو ده. په عین حال کي دغه کار، د اسراییلي دولت د جوړیدو له اویایمي کالیزي سره هم سمون لري چي له امله یې له اونیو راهیسي د غزې په تراډه کي مظاهرې خپل اوج ته رسیدلي دي. د جمعې په ورځو په دغو مظاهرو کي تر اوسه ۵۰ تنه فلسطینیان وژل سوي او په سونو نور ټپیان سوي دي.