1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بيلجيم ته راستانه شوي جهاديان

۱۳۹۶ بهمن ۱۰, سه‌شنبه

د افراطي ډلې «اسلامي دولت» يا داعش تر سلو زيات پخواني جنگيالي بيلجيم ته راستانه شوي دي. له دوی یې ځيني غواړي خپل تیر وخت هير کړي خو یو شمیر یې کولای شي يو وار بيا گوزار وکړي.

https://p.dw.com/p/2rkwV
Belgien Radikalisierung muslimischer Jugendlicher
انځور: DW/B. Riegert

د اروپايي هيوادونو حکومتونه بيلجيم ته د هغو جهادستانو د ستنيدو له کبله انديښمن دي چې په نزدې او منځني ختيځ کې یې په اصطلاح د «اسلامي دولت» يا داعش له پاره جگړه کوله. په داسې حال کې چې په دغو سيمو کې داعش وار د واره خپل نفوذ له  لاسه ورکوي، د دې ډلې اروپايي پاسپورت لرونکي غړي بيرته خپلو ټاټوبو ته ستنیږي. بيلجيم د اروپا هغه هيواد دی چې د جهاديانو زياته فيصدي لري او دا چې جنگيدلي او په خپله ايديالوژۍ ولاړ جهاديان بيرته په خپلو ښارونو کې ژوند پيل کړي، د ډيرو د انديښنې سبب گرځيدلې.

هغه چې پخوا راگرځيدلي او اوس په عادي توگه ژوند کوی، پر دې خبرې نه کوي. د انتويرپن د ښاري شورا څخه هشام ال مزارع هڅه کوي بيرته راستانه شوي وهڅوي چې په ټولنه کې د بيرته ادغاميدو په اړه خبرې وکړي څو د تقليد کوونکو مخه ونيوله شي. خو تر اوسه هيڅوک هم نه دی حاضر شوی.

هغه وايي: «ډيری یې د سخت شرم د احساس سره بيرته راستنيږي. دوی نه غواړي چې څوک یې وپيژني. نه غواړي چې په تلويزيون کې راڅرگند شي او ووايي: سمه ده، زه هلته تللی وم. زه کم عقل وم او اوس دا دی بيرته راستون شوم.»

راستانه شوي او د هغوي جهادستي تجربې

يو څو کاله دمخه چاپيريال بيخي بل ډول وو. په خټه بيلجمي لاورا پاسوني، د بيلگې په توگه د يوه تندلاري اسلام پال سره د هغه د ښځې په توگه خپلې خاطرې په يوه کتاب راټولې کړې وې. تر څو مياشتو پورې پاسوني د رسنيو د خبرونو موضوع وه، په ډير وياړ یې خپل کتاب وړاندې کاوه او په اصطلاح په خلافت کې د تيرو کړو نهو مياشتو په اړه په ډیر جرات غږيدله. دی ويلي ول چې هغه وخت په خپله سهوه پوه شوه کله چې یې څلور کلن زوی کور ته راغی او دې ته یې وويل چې څرنگه ورته د يوه «خرسک» څخه د سر پرې کولو چم ور زده شوې دی. د دې وروسته دغه کورنۍ بيلجيم ته ستنه شوه.

خو پاسوني نن سبا په رسنيو کې هیڅ نه راڅرگنديږي. کله نا کله دا د يوه اسلام پوه سره چې له دې سره په شريکه په دې اړه يو کتاب ليکي چې د افراطي شويو سره څه ډول چلند بايد وشي، په ښوونځيو يا ځیني سيمينارونو کې ليدل کيږي. نوموړې دويچه ويله سره خبرو ته حاضره نه شوه.

Belgien nach Explosion am Zentralbahnhof in Brüssel
په بيلجيم کې د ترهگرۍ د خطر له کبله کلک امنيتي تدابيرانځور: Reuters/F. Lenoir

ميشايل «يونس» ديليفورتي يو بل پخوانی جهادست دی. ده هم د خپلو تجربو په اړه يو کتاب لیکلی او د اسلام د قبولو او د سوریې په جگړه ځپلو سيمو کې د دوو مياشتو خپلې خاطرې په تلويزيوني مرکو کې له خلکو سره شريکي کړي دي. کله چې نوموړی په ۲۰۱۴م کال کې له خپلې ميرمنې سره بيرته بيلجيم ته ستون شو، د «بيلجيم له پاره د شریعت» په نوم د جلب او جذب د يوې منع شوې راډيکالې ډلې سره د تړاو له وجې ونيول شو. دی چې د درې کلن تعليقي بند په سزا هم محکوم شوی، له داعش سره په يوځای کيدو پيښمان نه دی او وايي: «يوازينی څه چې زه پرې پښيمان یم دا دي چې ولې بيرته راستون شوم.»

«دوی نه غواړي چې څوک پرې خبر شي»

د ال مزارع  د ديليفورتي په څير خلکو ته ډير نه دی انديښمن چې په ښکاره د داعش سره خواخوږي لري، بلکه هغو انديښمن کړی چې تر ستنيدو وروسته هم غواړي پټ پاتی شي. دی زياتوي: «دوی نه غواړي چې څوک پر دې پوه شي چې دوی راستانه شوي جهادستان دي.»

دی وايي: «که رښتيا ووايم دوی هيڅ شرم او يا پښيماني هم نه ښکاره کوي. دوی برعکس پر دې خفه او په غوسه دي چې په داسې حال کې چې داعش خلافت له لاسه ورکوي دوی دلته بند پاته دي.»

دا چې د ټول هيواد په کچه د راستنو شويو له پاره د پروگرامونو او تدابيرو کمښت دی نو سيمه ایزې ادارې زياتره د دې ستونزې سره په يوازې سر د چلن هڅه کوي. په دې برخه کې د بروکسل شمال ته پرته د ويلوورد سيمه يو مثال گرځيدلی. دا هغه سيمه ده چې تر ټولو زيات ځوانان یې له داعش ډلې سره يوځای شوي.

د ويلوورد ښاروال هنس بونته، دغه زياتره کسان پيژندل. ده د بيرته راستنو شويو دې کسانو سره په زندان کې وليدل څو دوی ته په شخصي توگه هغه دواړه ليد لوري روښانه کړي چې د بند د سزا تر ختميدو وروسته یې دوی درلودلای شي.

Hans Bonte
د ويلوورد ښاروالانځور: DW/T. Schultz

تونته، هغه خبرې چې ستنو شویو ته یې کړي، داسې بیانوي: «هغه دوه پيغامونه چې زه یې ستاسې د پاره لرم دا دي چې تاسې بايد پر دې وپوهيږئ چې تر آزاديدو وروسته به د ويلوورد ښار پوليس تاسې په دوامداره توگه څاري. داسې نه چې تاسو ځان ښکيل او ځپل شوی وگڼې خو موږ به پر تاسې نظر ساتو.»

نوموړی مخکې وايي: «دوهم دا چې تاسې د جزا وروسته آزاد ياست. تاسو خپله سزا پوره کړې. موږ به تاسې سره بيرته په ټولنه کې د ادغاميدو په برخه کې مرسته وکړو.»

د هنس بونته دا ډول چلن يو مثال بلل کيږي. دی د يوه سړي په قضيه ډير وياړي. بونته زياتوي: «موږ يوه کارفرما ته د دغه پخواني جهادست په اړه ټول معلومات ورکړل. هغه سره له دې هم دغه سړي ته چانس ورکړل. موږ ده ته د کور په لټه کې هم ورته لار غوره کړه.»

خو ټول د هنس بونته سره همنظره نه دي او ډيري یې دا انديښنه لري چې دغه پخواني جنگيالي ښايي يو وخت بيا گوزار وکړي.

زموږ له آرشيف څخه: