1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«بوکو حرام، په ځانمرگي بریدونو کې ماشومانو کاروي»

آژانسونه/ سيد رياض۱۳۹۴ خرداد ۶, چهارشنبه

ملگرو ملتونو په نایجیریا کې د افراطي ډلي «بوکو حرام» له خوا په ځانمرگي بریدونو کې د ماشومانو او نجونو د کار اخیستلو په هکله خبرداری ورکړی دی. په دغه هیواد کې د تاوتریخوالي له کبله په زرونو ماشومان بې کوره شوي دي.

https://p.dw.com/p/1FX4N
انځور: AFP/Getty Images/R. Kaze

د ملگرو ملتونو د ماشومانو ادارې «یونیسف» د سه شنبې په ورځ په خپل یوه رپوټ کې ویلي دي چې د روان میلادي کال په لومړیو پنځو میاشتو کې د ۲۰۱۴م ټول کال په پرتله له زیاتو ښځو او ماشومانو څخه په ځانمرگو بریدونو کې کار اخيستل شوی دی.

د ملگرو ملتونو د چارواکو په وینا د نایجیریا په شمال ختیځ کې په ۲۰۱۴م کال د ۲۶ ځانمرگو بریدونو رپوټ ورکړل شوی وو. خو برعکس د ۲۰۱۵م کال په لومړیو پنځو میاشتو کې بیا ۲۷ پیښي ثبت شوي دي. ويل شوي دي چې د دغو پيښو نزدې درې پر څلورمه برخه برید کوونکي ښځې یا ماشومان ول.

د ورکړل شوو رپوټونو له مخې بوکو حرام ډله، هغوی د گڼي گوڼي ځایونو لکه مارکیټونو او یا هم د سرویسونو تم ځایونو ته استوي. ملگرو ملتونو د عیني شاهدانو په حواله په خپل رپوټ کې ویلي دي چې په تیرو یوولسو میاشتو کې د اوو او ۱۷ کلونو تر منځ نجونو له خوا نهه ځانمرگي بریدونه شوي دي.

کورنۍ له گډوډیو سره مخامخ دي

بوکو حرام ډلې د ټولې نړۍ پام هغه وخت ځان ته راوگرځاوه چې د ۲۰۱۴م کال په اپریل میاشت کې یې د ښوونځي په سلونو نجوني وتښتولې.

د یونیسف د اټکلونو له مخې په نایجیریا کې په تیرو شپږو کلونو کې دغي ډلي د تاوتریخوالي له کبله تر لسو زرو ماشومان له خپلو کورنیو څخه جلا شوي دي.

د یونیسف په انټرنیټ پاڼې کې راغلي دي: «د کورنیو له خوندیتوب پرته دغه ماشومان د غټانو له خوا د ناوړه استفادې له سخت خطر سره مخامخ دي. دغه ډول یو وضیعت د دی سبب گرځي چې ماشومان جنایي جرمونو او یا هم وسلوالو ډلو ته مخ واړوي.»

د ملگرو ملتونو دغه سازمان په دې هکله انديښنه ښوولې ده چې د دغو نوو تحولاتو په تعقیب ښایي ماشومان د یوه خطر په توگه وانگیرل شي او د غچ اخیستني له خطر سره مخامخ شي.

د ملگرو ملتونو رپوټ په داسې وخت کې خپریږي چې د نایجیریا چارواکي لا هم په گویبو ښار کې د بوکو حرام ډلي له خوا د تر سره شوي یرغل قربانیان شمیري. د دغي افراطي ډلي جنگیالیو د شنبې ورځي په پای کې په یوه یرغل کې ۳۷ انسانان ووژل او او شا او خوا ۴۰۰ ودانیو ته یې اور ورته وکړ.

یوسف مودو گویبو چې له خپل ځان څخه د دفاع د یوې ډلي غړی دی وایي چې ده یو شمیر جنگیالي ووژل، خو هغه څه چې د ده له پاره د حیرانتیا وړ ول، هغه دا دي چې د جنگيالیو زياته برخه ځوانانو او کم عمره کسان ول.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب